د مظاهرو، غونډو او کنفرانسونو د تنظیم کمیسیون
د مظاهرو، غونډو او کنفرانسونو د تنظیم کمیسیون د افغان انساني حقونو نړیوال سازمان هغه کمیسیون دی چي د سازمان د رهبرۍ له هدایت سره سم د بشري حقونو د موضوعاتو په اړه د سوله ییزو مدني فعالیتونو د تنظیم او ترسره کولو ټول مسئولیت پر غاړه لري.
د افغان انساني حقونو نړیوال سازمان د بشري حقونو د ستونزو د حل لپاره تر هر څه مخکي لومړیتوب خبرو او ناستو ته ورکوي. سازمان د خبرو، مذاکرې، تفاهم او سوله ییزو لارو ملاتړ کوي او عمومي تګلاره یې دا ده چي رامنځته شوې ستونزې تر هر څه وړاندې د خبرو او تفاهم له لارې حل شي. که چېرې د اړوندو مسئولینو او مراجعو له لوري د ستونزو د حل لپاره لازم اقدامات ونه شي او موضوع د خبرو او تفاهم له لارې حل نه شي، د مظاهرو، غونډو او کنفرانسونو کمیسیون دنده لري چي د سازمان د رهبرۍ د هدایت له مخې د مدني اعتراضونو لپاره کار پیل کړي، په اړونده ښار او هېواد کي د سازمان غړي تنظیم کړي او د مظاهرو او نورو مدني فعالیتونو ټول اړین ترتیبات بشپړ کړي.
کمیسیون د مدني اقدام له پیل څخه تر پای پورې د فعالیتونو د تنظیم، همغږۍ، نظم، پروګرام، ګډونوالو، پیغامونو، ویناوو، اعلامیو، رسنیز پوښښ، د مظاهرو د ځای او وخت ټاکلو، د ګډونوالو لپاره د ترانسپورتي اسانتیاوو برابرولو او تنظیمولو او نورو اړوندو تنظیمي چارو مسئولیت لري او هڅه کوي چي ټول فعالیتونه په قانوني، سوله ییز، منظم او مسئولانه ډول ترسره شي.
د کمیسیون اساسي دندې او صلاحیتونه
د مظاهرو، اعتراضي غونډو، کنفرانسونو او نورو مدني فعالیتونو تنظیمول.
د فعالیتونو د ځای، وخت، ګډونوالو او ترانسپورتي اسانتیاوو تنظیمول.
د ویناوو، پیغامونو، شعارونو، اعلامیو او غوښتنو تنظیمول.
د رسنیو او خبریالانو دعوتول او د فعالیتونو رسنیز پوښښ تنظیمول.
د فعالیتونو د نظم، سوله ییز ترسره کېدو او قانوني اصولو رعایت ته پاملرنه.
د ترسره شویو فعالیتونو مستند سازي.
د مدني فعالیتونو اصول
د کمیسیون ټول فعالیتونه به سوله ییز، قانوني، منظم او مسئولانه وي. د انساني کرامت، د بیان د آزادۍ، د ګډونوالو د خوندیتوب او د نورو خلکو د حقونو درناوی اساسي اصل دی.
کمیسیون یوازې د مدني فعالیتونو د تنظیم مسئولیت لري؛ د قضیو څېړنه، مذاکرات او د ستونزو د حل نور مسایل د رهبرۍ او نورو اړوندو کمیسیونونو صلاحیت دی.
د ګډونوالو سره اړیکه
د هر پروګرام لپاره کمیسیون د سازمان له غړو، نورو اړوندو ادرسونو او خلکو سره اړیکه نیسي، هغوی د مظاهرو، غونډو او کنفرانسونو په اړه خبروي او دعوتوي. همدا شان هغه کسان چي د افغان انساني حقونو نړیوال سازمان په مظاهرو، غونډو، کنفرانسونو او نورو مدني فعالیتونو کي ګډون کوي، کولای شي هر وخت د اړوندو موضوعاتو په اړه له همدې کمیسیون سر په اړیکه کي و اوسیږي.
د کمیسیون تشکیلاتي جوړښت
د کمیسیون رئیس
د کمیسیون مرستیال
د کمیسیون منشي
د کمیسیون ۱۰ نفره غړي
د کمیسیون ژمنتیا
کمیسیون ژمن دی چي د رهبرۍ له هدایت سره سم ټول مدني فعالیتونه په سوله ییز، قانوني، منظم او مسئولانه ډول تنظیم او ترسره کړي.
