د مدني ټولنو او شوراګانو کمیسیون
د مدني ټولنو او شوراګانو کمیسیون د مدني ټولنو، شوراګانو او نورو مدني جوړښتونو د ثبت، انسجام، همغږۍ او له سازمان سره د هغوی د مشارکت مسئولیت لري.
کمیسیون د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو، ښارونو او سیمو څخه مدني ټولنې او شوراګانې ثبتوي او د هر ثبت شوي بنسټ بشپړ او منظم معلومات په ځانګړي ثبت لیک کي ساتي. په دغه لیست کي د بنسټ اړوند معلومات، د فعالیت ساحه، موقعیت، مسئولین، غړي، د اړیکې ادرسونه، د فعالیت ډول او له سازمان سره د همکارۍ وضعیت په منظم ډول ثبت او تازه کېږي.
افغان انساني حقونو نړیوال سازمان په پام کي لري چي په بېلابېلو هېوادونو او ښارونو کي خپلې فعالیتي څانګې پراخې کړي او خلکو ته د ګډ فعالیت او همکارۍ زمینه برابره کړي. په هغو سیمو کي چي مدني ټولنې او شوراګانې فعالیت کوي، کولای شي له سازمان سره د ګډ کار او مشارکت لپاره خپله مدني ټولنه، شورا یا بل مدني بنسټ او اړوند غړي له سازمان سره ثبت کړي.
هغه مدني ټولنې او شوراګانې چي غواړي له افغان انساني حقونو نړیوال سازمان سره ګډ کار وکړي، ملاتړ او همکاري ترلاسه کړي، د سازمان په پروګرامونو کي ګډون وکړي، خپل غړي ثبت کړي یا د سازمان د یوې څانګې په توګه فعالیت وکړي، کولای شي له همدې کمیسیون سره اړیکه ونیسي.
کمیسیون د ثبت شویو مدني ټولنو او شوراګانو د فعالیتونو همغږي کوي او د اړتیا په وخت کي د سازمان د اصولو په چوکاټ کي د هغوی د مشروع مدني او بشري حقونو فعالیتونو ملاتړ کوي.
د کمیسیون اساسي دندې او صلاحیتونه
- د بېلابېلو هېوادونو او سیمو د مدني ټولنو او شوراګانو ثبتول.
- د ثبت شویو بنسټونو او غړو بشپړ معلومات تنظیمول، ساتل او تازه کول.
- له سازمان سره د همکارۍ غوښتونکو بنسټونو غوښتنې ثبت او تنظیمول.
- د سازمان د څانګې په توګه د فعالیت غوښتونکو بنسټونو همغږي او تنظیمول.
- د سازمان په پروګرامونو او فعالیتونو کي د مدني ټولنو او شوراګانو د ګډون زمینه برابرول.
- د ثبت شویو بنسټونو ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ زمینه برابرول.
- د اړتیا په وخت کي د ثبت شویو مدني ټولنو او شوراګانو د مشروع فعالیتونو ملاتړ.
- د مدني ټولنو او شوراګانو اړوند مهم معلومات او موضوعات د سازمان له رهبرۍ سره شریکول.
د ثبت شویو بنسټونو د مشارکت او فرصتونو برخه
هغه مدني ټولنې او شوراګانې چي له افغان انساني حقونو نړیوال سازمان سره ثبت وي، د سازمان د مدني او بشري حقونو د شبکې برخه ګڼل کېږي. سازمان به د خپلو غونډو، کنفرانسونو، مظاهرو، روزنیزو کورسونو، سیمینارونو او نورو پروګرامونو پر مهال له ثبت شویو بنسټونو سره د هغوی د ثبت شویو ادرسونو له لارې اړیکه نیسي.
د هر پروګرام د موضوع او اړتیا له مخې، له ثبت شویو مدني ټولنو او شوراګانو څخه وړ، مستحق او اړوند کسان د ګډون لپاره دعوتېږي او هغوی ته د سازمان په پروګرامونو کي د ګډون مناسب او لومړیتوب لرونکي فرصتونه برابریږي.
سازمان هر کال د بشری حقونو د فعالانو د ستاینې پرګرام لري او فعاله او اغیزمنو کسانو ته بیلابیلي جایزې، ایورډونه او ستاینلیکونه ورکوی. ددې پرګرام لپاره به محدود اغیزمن کسان منتخب کیږي او په دې برخه کي به هم شوراګانې او مدنې ټولنې دا فرصت ولري، چي خپل وړ، فعاله او اغیزمن شخصیتونه د غور او کتنې لپاره یاد پرګرام ته معرفي کړي. د همدې پرګرام په اړه نور معلومات د ویبپاڼې د بشری حقونو د فعالانو د ملاتړ او جایزو په پاڼه کي کتلای شئ.
همدا شان مدني بنسټونه د بشری حقونو د سرغړونو په برخه کي هم ستونزی له سازمان سره شریکولای شی او د سازمان اړونده کمیسیون یادې ستونزې ارزوي او په اړه یې لازم اقدامات تر سره کوي.
د کمیسیون د غړیتوب او مشارکت فرصت
هغه کسان چي غواړي د افغان انساني حقونو نړیوال سازمان په همدې کمیسیون کي د رسمي غړي په توګه فعالیت وکړي، کولای شي خپله غوښتنه او علاقمندي له کمیسیون سره شریکه کړي.
افغان انساني حقونو نړیوال سازمان ټولو وړ او فعالو کسانو ته د مشارکت او خدمت فرصت برابروي، ترڅو وکولای شي د مدني ټولنو او شوراګانو د تنظیم، انسجام او همغږۍ په برخه کي د کمیسیون سره د رسمي غړي په توګه فعالیت وکړي.
د ثبت او ملاتړ برخه
هغه مدني ټولنې او شوراګانې چي د نړۍ له هر هېواد او سیمې څخه غواړي خپله مدني ټولنه، شورا یا بل مدني بنسټ له افغان انساني حقونو نړیوال سازمان سره ثبت کړي، کولای شي د همدې کمیسیون له لارې خپل معلومات او غوښتنه ثبت کړي.
سازمان د اړتیا له مخې له ثبت شویو بنسټونو سره د هغوی د مشروع مدني فعالیتونو، بشري حقونو او ټولنیزو چارو په برخه کي د همکارۍ او ملاتړ زمینه برابروي.
د کمیسیون کاري اصول
- شفافیت او مسئولیت.
- مساوات او بې پرېتوب.
- د مدني ټولنو او شوراګانو د خپلواکۍ درناوی.
- قانوني او سوله ییز فعالیت.
- د معلوماتو محرمیت.
- د مدني مشارکت او همکارۍ ملاتړ.
د کمیسیون تشکیلاتي جوړښت
د کمیسیون رئیس
د کمیسیون مرستیال
د کمیسیون منشي
د کمیسیون غړي
د کمیسیون ژمنتیا
د مدني ټولنو او شوراګانو کمیسیون ژمن دی چي د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو او سیمو څخه د مدني ټولنو او شوراګانو د ثبت، انسجام او همغږۍ لپاره منظم سیستم وساتي، د ثبت شویو بنسټونو معلومات په منظم ډول مدیریت کړي او د سازمان د اصولو او امکاناتو په چوکاټ کي د هغوی د مشروع فعالیتونو، مشارکت او همکارۍ لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
په درنښت
د مدنې ټولنو او شوراګانو د کمیسیون اداره