د تروریزم (ترهګرۍ) قربانیان
د ترهګرۍ قرباني څوک دی؟
د ترهګرۍ قرباني هغه انسان دی چي د ترهګریز عمل، برید یا داسي تاوتریخوالي له امله چي د خلکو د وېرولو، ګواښلو یا زیانمنولو سبب کېږي، خپل ژوند، روغتیا، امنیت، آزادي، کورنۍ، شتمني، فرصتونه یا د عادي ژوند امکانات له لاسه ورکړي یا ورته جدي زیان ورسېږي. په دې کي هغه کسان هم شاملېږي چي په مستقیم ډول وژل سوي یا ټپیان سوي وي او هم هغه کورنۍ او نژدې کسان چي د یوه انسان د وژل کېدو، ټپي کېدو یا ورکېدو له امله له جدي او دوامدار زیان سره مخ کېږي.
د ترهګرۍ قرباني یوازي هغه کس نه دی چي د یوې چاودني یا برید په ځای کي موجود وي؛ هغه ماشوم چي خپل مور یا پلار له لاسه ورکوي، هغه کورنۍ چي خپل سرپرست بایلي، هغه کس چي د یوه برید له امله معلول کېږي او هغه انسان چي د رواني صدمې له وجي د اوږدې مودې لپاره له وېرې او نا امنۍ سره ژوند کوي، ټول د ترهګرۍ له مستقیمو یا غیر مستقیمو اغېزو سره مخ کېدای سي. ترهګریز تاوتریخوالی کولای سي د یوه انسان پر ژوند، راتلونکي، کورنۍ او ټولنیز حالت اوږدمهاله اغېز وکړي.
ترهګري او پر عامو خلکو یې اغېز
ترهګري د انسان پر ژوند او ټولنه پراخي اغېزې لري. د یوه برید پایله کېدای سي یوازي د انسان وژل یا ټپي کېدل نه وي، بلکي د کورنیو بې ثباتي، بې کوري، اقتصادي ستونزي، رواني صدمه، د زده کړو او کار له فرصتونو څخه بې برخې کېدل او د ټولني د امنیتي احساس کمزوري کېدل هم ورسره مل وي.
په ځانګړې توګه ماشومان د جګړو او ترهګریزو پېښو له امله له اوږدمهاله رواني او ټولنیزو ستونزو سره مخ کېدای سي. هغوی کېدای سي خپل مور، پلار یا نور نژدې کسان له لاسه ورکړي، له خپل کور او چاپېریال څخه بېل سي او د اوږدې مودې لپاره د وېري او نا امنۍ احساس ولري.
د بې ګناه خلکو وژنه
د بې ګناه انسانانو وژنه د انسانیت پر وړاندي له تر ټولو ستر ظلمونو څخه ده. د یوه انسان ژوند اخیستل یوازي د یوه فرد له منځه وړل نه دي؛ بلکي د یوې کورنۍ د ژوند یوه برخه له منځه وړل، د ماشومانو راتلونکی بدلول او د ټولني د انساني ارزښتونو پر بنسټونو برید دی. هېڅ انسان باید یوازي د خپل هویت، عقیدې، قوم، ژبي، سیمي، سیاسي نظر یا د جګړې له سیمي سره د تړاو له وجي د مرګ هدف ونه ګرځول سي.
موږ په تر ټولو څرګندو او سختو الفاظو د بې ګناه او ملکي خلکو هر ډول وژنه غندو. د ماشومانو، ښځو، نارینوو، سپین ږیرو او هغو کسانو وژل چي په جګړه کي برخه نه لري، نه انساني توجیه لري او نه باید د سیاسي، پوځي، مذهبي یا بل هر هدف په نوم توجیه سي. د عامو خلکو وینه باید د هېڅ هدف د ترلاسه کولو وسیله ونه ګرځي.
په جګړو کي د ملکي خلکو قصدي وژنه، د هغوی پر وړاندي بې توپیره تاوتریخوالی او د وېرې د خپرولو لپاره د هغوی په نښه کول د انساني کرامت ښکاره سپکاوی او جدي جرم دی. دا ډول کړنې د قربانیانو ژوند له منځه وړي، کورنۍ ماتوي، ماشومان له مور او پلار څخه بېلوي، خلک بې کوره کوي او د ټولني پر رواني او ټولنیز ژوند اوږدمهاله او ژور اغېز پرېږدي.
د بې ګناه انسان د وژلو لپاره هېڅ شعار، جګړه، سیاسي موخه، مذهبي ادعا یا د قدرت غوښتنه کافي توجیه نه ده. د جګړې په نوم د ملکي خلکو وژل د انسان د ژوند ارزښت تر پښو لاندي کوي او د تاوتریخوالي هغه لړۍ اوږدوي چي پایله یې لا زیات مرګ، وېره، کډوالي او تباهي وي.
عام خلک د جګړو د موخو لپاره نه دي پیدا سوي. ماشومان، ښځې، نارینه، سپین ږیري، ناروغان او هغه کسان چي په جګړه کي برخه نه لري، د ژوند، امنیت او انساني کرامت حق لري. د یوه سیاسي، پوځي، مذهبي یا بل هدف لپاره د بې ګناه خلکو ژوند له منځه وړل د انسان د ژوند او کرامت پر وړاندي جدي ظلم دی.
موږ باور لرو چي د هر انسان ژوند ارزښت لري او د انسان کرامت باید د جګړې په وخت کي هم خوندي پاته سي. د هرې داسي پېښي حقیقت باید روښانه، مسؤل کسان باید د قانون له مخي حساب ورکوني ته وسپارل سي او قربانیانو او د هغوی کورنیو ته باید عدالت، ملاتړ او لازم جبران برابر سي. د بې ګناه انسان وینه هېڅکله د جګړې، سیاست یا قدرت بیه نه سي کېدای؛ د انسان ژوند د هر هدف څخه لوړ ارزښت لري.
د تروریزم د قربانیانو حقوق
د تروریزم قربانیان د نورو انسانانو په څېر د ژوند، امنیت، انساني کرامت، روغتیا او عدالت حق لري. د یوې ترهګریزې پېښي له امله باید قرباني له قانوني، طبي، رواني او ټولنیز ملاتړ څخه بې برخي نه سي.
قربانیان او د هغوی کورنۍ باید د پېښي په اړه د امکان تر حده له حقیقت څخه خبر سي، د عدالت بهیر ته لاسرسی ولري او د رامنځته سوي زیان د جبران او بیا رغوني لپاره لازم ملاتړ ترلاسه کړي. د قربانیانو عزت، محرمیت او انساني کرامت باید د هر ډول مرستي او حقوقي بهیر پر مهال وساتل سي.
عدالت او حساب ورکونه
د تروریزم او د عامو خلکو پر وړاندي د جدي تاوتریخوالي په پېښو کي عدالت او حساب ورکونه اړینه ده. د جرم مسؤل کسان باید د قانون له مخي وپېژندل سي او د مسؤلیت موضوع یې د عادلانه قضایي بهیر له لاري وڅېړل سي.
عدالت یوازي د مجرم د مجازات په معنا نه دی؛ بلکي د پېښي د حقیقت روښانه کول، د قربانیانو د حقونو پېژندل، د هغوی لپاره قانوني ملاتړ، د زیان جبران او د راتلونکو ورته پېښو د مخنیوي هڅې هم د عدالت له بهیر سره تړاو لري.
زموږ دریځ
د افغان انساني حقوقو نړیوال سازمان د انسان د ژوند، انساني کرامت، امنیت او آزادۍ درناوی د هر ډول عمل او شخړي څخه لوړ اصل بولي. موږ د ترهګرۍ، د بې ګناه او ملکي خلکو د قصدي وژني، د خلکو د وېرولو، تښتولو، شکنجې او هر هغه ډول تاوتریخوالي په کلکه غندو چي د انسانانو ژوند او اساسي حقوق په نښه کوي.
زموږ په باور، هېڅ سیاسي، پوځي، مذهبي، قومي یا د قدرت موخه د بې ګناه انسان د وژلو او زیانمنولو توجیه نه سي کېدای. عام خلک باید د جګړو او شخړو هدف ونه ګرځول سي او د جګړې په نوم باید د ملکي انسانانو ژوند، کورونه او راتلونکی له منځه ولاړ نه سي. د انسان ژوند د هر ډول سیاسي او پوځي هدف څخه لوړ ارزښت لري.
موږ د ترهګرۍ او جګړو ټول قربانیان، په ځانګړې توګه ملکي وګړي، ماشومان، ښځې، نارینه او هغه کورنۍ چي خپل عزیزان یې له لاسه ورکړي، د انساني خواخوږۍ او حقوقي پاملرني وړ بولو. قربانیان باید هېر نه سي او د هغوی درد باید یوازي د یوې پېښي تر راپور پوري محدود نه وي؛ بلکي د هغوی د ژوند، روغتیا، رواني حالت، کورنۍ او راتلونکي لپاره باید لازم ملاتړ موجود وي.
موږ د حقیقت موندلو، عدالت، حساب ورکوني او د قربانیانو د حقونو د ساتني غوښتنه کوو. هغه کسان چي د بې ګناه خلکو د وژني او نورو جدي سرغړونو مسؤلیت لري، باید د قانون له مخي د عادلانه او بې پرې قضایي بهیر له لاري حساب ورکوني ته وسپارل سي. په ورته وخت کي باید د قربانیانو او د هغوی د کورنیو کرامت، محرمیت او حقوق خوندي پاته سي.
زموږ دریځ دا دی چي د ترهګرۍ او جګړو د قربانیانو د حقونو ساتنه یوازي د یوې ادارې یا یوې ټولني مسؤلیت نه دی؛ بلکي دولتونه، نړیوال سازمانونه، مدني بنسټونه او ټوله انساني ټولنه ګډ مسؤلیت لري چي د بې ګناه خلکو د وژني مخه ونیسي د قربانیانو ملاتړ وکړي او د عدالت لپاره لازم شرایط برابر کړي.
موږ د انسان د ژوند تر ټولو لوړ ارزښت، د ملکي خلکو د خوندیتوب، د قربانیانو د حقونو، عدالت او حساب ورکوني ملاتړ کوو او د هر هغه عمل پر وړاندي درېږو چي د انسان ژوند او کرامت ته زیان رسوي.
په درنښت