بشري حقونه څه شی دي؟
بشري حقونه هغه بنسټیز، طبیعي، ذاتي او نه وېشل کېدونکي حقونه او آزادۍ دي چي هر انسان یې یوازې د انسان په توګه له خپل پیدایښت سره لري. انسان د دې حقونو د ترلاسه کولو لپاره د کوم دولت، حکومت، قانون، ټولنې، دین، قوم، سیاسي نظام یا بل انسان اجازې ته اړتیا نه لري. د انسان زیږون خپله د هغه د بشري حقونو طبیعي بنسټ او اساسي سرچینه ده.
طبیعي حقونه هېڅوک انسان ته نسي ټاکلای، نه یې د خپلې خوښې له مخې ورکولای او نه یې تعریفولای سي؛ بلکي انسان چي کله نړۍ ته راځي، دا حقونه ورسره په طبیعي توګه موجود وي. د انسان عمر، جنس، قوم، ژبه، رنګ، تابعیت، دین، عقیده، ټولنیز موقف او اقتصادي حالت په دې حقونو کي هېڅ توپیر نه سي راوستلای. هر انسان، له ماشومتوب څخه تر سپین ږیري توب پورې او ان تر مرګه، که نارینه وي که ښځینه، د خپلو اساسي بشري حقونو له پلوه برابر او مستحق دی.
هر انسان د ژوند، آزادۍ، امنیت، انساني کرامت، تعلیم، کار، د فکر او بیان آزادۍ، د عقیدې او وجدان آزادۍ او د قانون په وړاندي د برابرۍ حق لري. هېڅ انسان، ډله، حکومت او نظام حق نه لري چي د بل ژوندي انسان طبیعي او اساسي حقونه په زور سلب کړي یا یې ترې واخلي.
انسان په خپل طبیعت کي آزاد دی او باید خپل ژوند د انساني کرامت، آزادۍ، عدالت او خپلې قانوني ارادې له مخې تېر کړي. پر نورو انسانانو د خپلو غوښتنو، نظریاتو، عقایدو یا د ژوند د ځانګړو طریقو په زور منل او تحمیلول د بشري حقونو جدي نقض او جدي جرم دی. هېڅوک حق نه لري چي د زور، ګواښ یا جبر له لارې بل انسان مجبور کړي چي د ده نظر، عقیده، سیاسي فکر یا د ژوند طریقه ومني.
د دین او مذهب په برخه کي هم د انسان فکر، وجدان او انتخاب آزاد او خپلواک دی. یو انسان باید د خپلې عقیدې او وجدان په اړه د خپلې آزادې ارادې له مخې پرېکړه وکړای سي او هېڅ عقیده یا مذهب باید د زور او جبر له لارې پر بل انسان تحمیل نه سي. په زور او جبر هره عقیده، مذهب او هر ډول فکر په نورو انسانانو منل د بشری حقونو ښکاره سرغړونه او جدي جرم دی.
بشري حقونه یوازې د ژوند او آزادۍ تر حق محدود نه دي؛ بلکي تعلیم، روغتیا، کار، مناسب ژوند، ټولنیز امنیت، د بیان آزادي، د فکر او وجدان آزادي، د عادلانه محاکمې حق او د ټولنې په چارو کي د ګډون حق هم د انسان طبعی حق او د ژوند مهمې برخې دي.
هیڅ انسان د بل انسان مالک نه دی؛ هېڅ نظام د انسان د طبیعي کرامت مالک نه دی؛ او هېڅوک د دې حق نه لري چي د زور له لارې د بل انسان اساسي حقونه او آزادي ترې واخلي.
انسان هر ځای چي ژوند کوي، انسان دی او د بشري حقونو مستحق دی. د نړۍ جغرافیه، د هېواد سرحدونه، د انسان عمر، جنس، تابعیت یا ټولنیز موقف د هغه انساني کرامت او طبیعي حقونه نه بدلوي.
په ټوله نړۍ کي شاوخوا ۸ میلیارده انسانان ژوند کوي او ټول انسانان په طبیعي ډول د برابر او مساوي بشري حقونو مستحق دي. هر انسان باید خپل طبیعي حقونه وپېژني او د نورو انسانانو طبیعي حقونو ته هم درناوی وکړي. ټول انسانان مسؤولیت لري چي د یو بل طبیعي حقونه ومني او درناوی یې وکړي.
کله چي د نړۍ ټولو انسانانو ته خپل طبیعي او مساوي حقونه ورسېږي او په عملي توګه خوندي سي، نو انسانیت به وکولای سي چي د علم، تمدن، نوښتونو او اختراعاتو په برخه کي داسې پرمختګونه وکړي او داسي نړۍ او ژوند رامنځته کړي چي ښايي نن یې تصور هم زموږ لپاره ستونزمن وي.
ژوند هغه وخت بدرنګه، بې خونده او له انساني ارزښت څخه خالي کېږي، کله چي د انسانانو طبیعي حقونه ترې واخیستل سي او د زور، جبر او اجباري اصولو له لارې یې د ژوند طریقه ورته وټاکل سي. بدبختانه، نن هم په نړۍ کي میلیاردونه انسانان له خپلو طبیعي او اساسي حقونو بې برخې دي؛ د هغوی آزادي محدوده سوې، اراده یې تر فشار لاندي ده او د خپل ژوند په اړه د پرېکړې حق ترې اخیستل سوی دی. په داسي حال کي چي د انسانیت له ټولو پرمختګونو سره سره، لا هم د محدودو انسانانو د واک او خوښې له امله د میلیاردونو انسانانو ژوند له محرومیت، وېرې او بې عدالتۍ سره مخ دی.
په ۲۱مه پېړۍ کي د انسانانو ترمنځ دا ډول توپیر، جبر او د حقونو سلبول نور د منلو وړ نه دي. د انسان طبیعي حقونه نه د کوم حکومت ملکیت دي، نه د کوم نظام امتیاز او نه د کوم شخص د خوښې موضوع. هېڅوک حق نه لري چي د بل انسان د ژوند ارزښت، آزادي، عقیده، فکر او راتلونکی د زور له لارې وټاکي.
هغه کسان او نظامونه چي ځان ته د نورو انسانانو د ژوند، آزادۍ او حقونو د ټاکلو حق ورکوي، باید په ښکاره او جدي توګه وننګول سي. د زور، جبر، تبعیض او د انسانانو د طبیعي حقونو سلبول باید نور د بشریت د عادي ژوند یوه برخه ونه ګڼل سي. دا هغه جهالت او استبداد دی چي باید پای ته ورسېږي.
د انسانیت راتلونکی باید د زور او جبر پر بنسټ نه، بلکي د آزادۍ، برابرۍ، عدالت، انساني کرامت او متقابل احترام پر بنسټ جوړ سي. هر انسان باید خپل طبیعي حقونه وپېژني، د نورو انسانانو حقونه ومني او د هغو د ساتنې لپاره ودرېږي.
انسان آزاد زېږېدلی دی؛ باید آزاد ژوند وکړي، او هېڅوک باید د هغه د طبیعي حقونو د سلبولو واک ونه لري. د انسان د آزادۍ او کرامت پر وړاندې جبر باید محکوم سي او د بشریت له راتلونکي څخه د تل لپاره ورک سي.
په درنښت
د افغان انساني حقونو نړیوال سازمان اداره
