د نارینه وو حقوق
نارینه د ټولني، کورنۍ او بشري ژوند یوه مهمه برخه ده؛ خو تر ټولو لومړی هغه انسان دی. د انسان په توګه یې کرامت، شخصیت، آزادي، امنیت او اساسي حقوق د هغه د جنسیت تابع نه دي. نارینه کېدل د دې معنا نه لري چي یو انسان باید له درد، ستونزو، وېرې، ظلم او محرومیت څخه پورته وي.
د نړۍ د بشري حقوقو عمومي اصول انسان ته د هغه د انسانیت له امله حقوق ورکوي. له همدې امله نارینه هم د ژوند، آزادۍ، امنیت، عدالت، روغتیا، زده کړي، کار، کورنۍ، شخصي ژوند، نظر او ټولنیز ګډون حق لري. هېڅ نارینه باید یوازي د خپل جنسیت له امله له دغو حقوقو څخه محروم نه سي.
نارینه څنګه تعریفېږي؟
نارینه یوازي هغه څوک نه دی چي د کورنۍ اقتصادي اړتیاوي پوره کوي، درانه مسؤلیتونه پر غاړه اخلي او د ستونزو پر وړاندي چوپ پاته کېږي. دا ډول ټولنیز تصور د نارینه د شخصیت ټولي خواوي نه شي بیانولای.
نارینه یو انسان دی؛ احساسات لري، د عزت او درناوي اړتیا لري، د امنیت حق لري، د روغتیا او آرام ژوند حق لري، د خپل راتلونکي لپاره د انتخاب حق لري او د مرستي غوښتلو حق هم لري.
له نارینه څخه د قوي اوسېدو تمه باید دا معنا ونه لري چي هغه د مرستي، پاملرني او انساني خواخوږۍ مستحق نه دی.
د نارینه د ژوند او آزادۍ حق
هر نارینه حق لري چي په امن کي ژوند وکړي، خپل ژوند ته د خطر له ګواښ پرته د راتلونکي لپاره پلان جوړ کړي او له خپل شخصي ژوند سره د ناحقه مداخلې څخه خوندي وي.
د نارینه آزادي هم د نورو انسانانو د آزادۍ په څېر ارزښت لري. هېڅوک باید د زور، ګواښ، جبر یا ناعادلانه چلند له لاري د یوه نارینه آزادي محدوده نه کړي.
د عزت او انساني کرامت حق
انساني کرامت د نارینه او ښځینه ترمنځ توپیر نه کوي. نارینه هم د عزت، درناوي او ښه چلند حق لري.
سپکاوی، تحقیر، غیر انساني چلند، جبري چلند او د یوه نارینه د شخصیت ماتول د هغه د کرامت پر وړاندي زیان دی؛ که دا په کورنۍ، ټولنه، کارځای یا بل هر ځای کي ترسره کېږي.
د نارینه روغتیا؛ یوازې جسمي روغتیا نه ده
د نارینه روغتیا یوازې د بدن روغتیا نه ده. رواني روغتیا، ذهني آرام، د فشارونو کمښت او د ستونزو پر مهال د مرستي ترلاسه کول هم د نارینه له اساسي انساني اړتیاوو څخه دي.
په ډېرو ټولنو کي نارینه کله ناکله داسي تصور سره مخ وي چي ګواکي نارینه باید تل قوي وي، ونه ژاړي او د خپلو ستونزو په اړه خبري ونه کړي. دغه ډول ټولنیز فشار کولای سي د نارینه رواني او ټولنیز ژوند ته زیان ورسوي.
نارینه باید وکولای سي چي د اړتیا پر مهال له کورنۍ، ټولني او مسلکي بنسټونو څخه مرسته وغواړي، پرته له دې چي د کمزورۍ په نوم سپک کړل سي.
د کار او اقتصادي ژوند حق
کار د نارینه د انساني ارزښت یوازینی معیار نه دی. نارینه حق لري چي کار وکړي، عادلانه معاش ترلاسه کړي، خوندي کاري چاپېریال ولري او د خپل استعداد مطابق د پرمختګ فرصت ترلاسه کړي.
همدارنګه باید نارینه د اقتصادي ستونزو او کورنیو مسؤلیتونو له امله د انساني کرامت، روغتیا او شخصي ژوند له حق څخه محروم نه سي.
د پلار او کورنۍ حق
نارینه د کورنۍ یو مهم غړی او د اولادونو پلار کېدای سي؛ خو د پلار رول یوازي د اقتصادي مسؤلیت تر کچي نه محدودېږي.
پلار د خپلو اولادونو سره د میني، پاملرني، روزني او سالمې اړیکي حق او مسؤلیت لري. د کورنۍ په اړه هره پرېکړه باید د عدالت، قانون، د ماشومانو د غوره ګټو او د ټولو اړخونو د مشروع حقوقو په پام کي نیولو سره وسي.
د عدالت حق
نارینه، لکه هر بل انسان، د قانون پر وړاندي د برابر چلند حق لري. که یو نارینه د کومې موضوع، دعوې یا جرم په تور مخامخ کېږي، باید د قانون له اصولو سره سم ورسره چلند وسي او د دفاع او عادلانه پروسې حق ولري.
عدالت باید د انسان د جنسیت پر بنسټ نه، بلکي د قانون، حقایقو او عدالت پر بنسټ ترسره سي.
زموږ لیدلوری
د افغان انساني حقوقو نړیوال سازمان باور لري چي د بشري حقوقو مفهوم هغه وخت بشپړېږي چي د هر انسان حقونه په پام کي ونیول سي.
موږ د ښځو، ماشومانو او نارینه وو حقوق د یو بل پر وړاندي نه دروو. زموږ هدف دا دی چي د هر انسان مشروع حق خوندي وي او هېڅوک د خپل جنسیت له امله له عدالت او انساني کرامت څخه محروم نه سي.
سازمان د هغو نارینه وو ستونزو ته هم پاملرنه کوي چي د جګړو، بې وزلۍ، بې ځایه کېدو، کډوالۍ، تاوتریخوالي، کورنیو ستونزو، اقتصادي فشارونو او نورو شرایطو له امله له حقوقي او بشري ستونزو سره مخ دي. نارینه له کلونو راهیسي د جګړو تر ټولو لوی قربانیان دي. په جګړو کي نارینه د جګړې میدانونو ته بیول کېږي، وژل کېږي، ټپیانېږي، معلولېږي او له خپلو کورنیو څخه جلا کېږي. دا یوه ستره انساني تراژیدي ده چي باید نور دوام ونه کړي.
نارینه هم د ژوند، میني، کورنۍ، امنیت او راتلونکي حق لري؛ هغوی یوازي د جګړې لپاره نه دي پیدا سوي. د هر هغه نارینه تر شا یوه کورنۍ ده چي د هغه په ژوند، کار او شتون تکیه کوي. کله چي یو نارینه په جګړه کي وژل کېږي، د هغه له لاسه ورکول یوازي د یوه انسان له منځه تلل نه دي، بلکي د یوې کورنۍ پر ژوند هم ژوره اغېزه کوي.
د جګړو له امله د ډېرو نارینوو ژوند له عادي حالت څخه وتلی، کورنۍ یې ویجاړي سوي او راتلونکی یې له سختو ستونزو سره مخ سوی دی. د نارینوو ژوند باید د سیاسي، پوځي او نورو موخو لپاره قرباني نه سي؛ د هغوی د ژوند، کرامت او امنیت ساتنه د بشري حقونو یوه مهمه برخه ده.