AIHRO

7d0b0353 0a6d 4411 b58d bad49176a72a

هر انسان په طبعي توګه د مساوی حقونو مستحق دی. سازمان د بي اوازه خلکو اواز دی.

7d0b0353 0a6d 4411 b58d bad49176a72a
2c4bd2f7 9fac 4e22 b454 d6ec1a1a465b

.هر انسان په طبعي شکل د مساوی حقونو مستحق دی

اواز د بي اوازه خلکو لپاره

د هر انسان لپاره مساوي حقونه غواړو

screenshot 2 9 2026 205628 chatgpt.com

ډیورنډ کرښه او زیانونه یې

ډیورنډ کرښه په نړۍ کي یوه تر ټولو لویه لانجمنه موضوع ده، چي له امله یې، بدبختانه، میلیونونه افغانان وژل سوي دي، میلیونونه زخمي سوي دي، میلیونونه معلول سوي دي او میلیونونه مهاجر کړل سوي دي.

ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ شاوخوا ۲٬۶۴۰ کیلومتره اوږدوالی لري. ډیورنډ کرښې له ۲۰۰ میلیونو څخه زیاتو افغانانو سرنوشت خراب کړی دی، ځکه دا د سلو کلونو څخه زیاته موده د یو لوی ملت، چي افغانان دي، پر سینه دا د بیلتون کرښه تېره سوې او میلیونونه افغانان یې سره جلا کړي دي. له اوس څخه یوه پیړۍ مخکي د پاکستان په نوم هېواد د نړۍ په نقشه کي نه وو  پخوا د پاکستان خاوره د افغانستان مربوط وه.

په ۱۹مه پېړۍ کي برېتانیا په هند کي خپل نفوذ ډېر پراخ کړی و. افغانستان ورته ځکه مهم و چي د روسیې د منځنۍ اسیا د پراختیا او د هند پر لور د احتمالي نفوذ په اړه اندېښنه یې لرله. له همدې امله افغانستان د برېتانیا او روسیې د سیالۍ، چي «لویه لوبه» بلل کېږي، یوه مهمه برخه وګرځېد.

برېتانیا درې واره پر افغانستان برید وکړ او په دې درو لویو جګړو کي میلیونونه افغانان ووژل سول او افغانانو ته یې درانه تلفات واړول.

برېتانیا هڅه کول چي افغانستان په مکمل ډول ونیسي. کله چي افغانانو مقاومت وکړ، نو برېتانیا له افغانستان څخه د پاکستان نیمايي خاوره، چي افغانان پر اوسېږي، په موقتي قرارداد واخیسته او په دې سره په ۱۸۹۳ کال کي د ډیورنډ قرارداد لاسلیک سو.

د افغان تاریخپوهانو په وینا، د برېتانیا او افغانستان لاسلیک یوازې د سلو کلونو لپاره امضاء سو او له سلو کلونو وروسته باید د ډیورنډ کرښه له منځه ولاړه سي او د پاکستان نیمايي خاوره، چي پېښور، وزیرستان او کویټه پکي شامل دي، تر اټک پوري د افغانستان خاوره ده او بېرته به افغانستان ته ورکول کېږي.

د ډیورنډ کرښې له لاسلیک ۵۴ کاله وروسته، په ۱۹۴۷ کال کي برېتانیا د افغانستان او هندوستان په خاوره کي د پاکستان په نوم هېواد رامنځته کړ. د افغان تاریخپوهانو په وینا، د برېتانیا لخوا د پاکستان هېواد جوړېدل له ۲۰۰ میلیونو څخه زیات افغانان په څو برخو ووېشل او د افغانانو ترمنځ بېلتون رامنځته سو، او د تاریخپوهانو په باور، په همدې سره د افغانانو د بدبختۍ پیل وسو.

د افغان تاریخپوهانو، روڼ‌اندو او لیکوالو په خبره، کله چي پاکستان رامنځته سو، د پاکستان او برېتانیا پالیسې دا وه چي افغانان باید وځپل سي او باید هر څه یې له منځه ولاړ سي. که افغانان په ښه وضعیت کي وي، نو افغانان به بیا له پاکستان څخه خپله خاوره واخلي او په دې سره به پاکستان له منځه ولاړ سي.

د افغان تاریخپوهانو په باور، د پاکستان له جوړېدو وروسته د پاکستان نظامي او استخباراتي ادارو همیشه په افغانستان کي کورنۍ جګړې غوښتې، حکومتونه یې کمزوري کړي او چپه کړي دي، همدا شان د تعلیم د مخنیوي لپاره یې ډېر مصارف کړي دي. او د افغانستان عامه تاسیسات، سړکونه، کلینکونه، ښوونځي او هر څه د پاکستان لخوا په بیلابیلو وختونو کي وران سوي دي.

د افغان تاریخپوهانو لیکنې، تاریخي اسناد، د پاکستان د چارواکو ویناوې او د افغانستان د چارواکو ویناوې ثابتوي چي د پاکستان استخباراتي ادارو په تېرو ۷ لسیزو کي په افغانستان کي د ډیورنډ کرښې له امله ګڼې کورنۍ جګړې رامنځته کړي، افغانستان یې ناامنه کړی او میلیونونه افغانان یې وژلي، میلیونونه یې معلول کړي او میلیونونه یې مهاجر کړي دي.

د افغانستان مختلفو جمهور رئیسانو په خپلو خبرو کي ویلي چي د پاکستان حکومت همیشه له افغانستان څخه د پردې تر شا د ډیورنډ کرښې د دایمي لاسلیک کېدو سند غوښتی دی، خو د افغانستان جمهور رئیسانو د پاکستان دې غوښتنې ته مثبت جواب نه دی ویلی او ویلي یې دي چي ډیورنډ خاوره د افغانستان برخه ده او په دې اړه یوازي اولسونه فیصله کولای سي.

 د افغانستان جمهور رئیسانو او ورته نورو لوړ پوړو چارواکو ویلي چي پاکستان په افغانستان کي ځکه همیشه جګړې غواړي او نظامونه نړوي چي خپل موافق حکومت رامنځته کړي او د ډیورنډ کرښې لاسلیک ترلاسه کړي، خو د پاکستان دا چاره د ۷ لسیزو راهیسي نه ده کامیابه سوې.

د پاکستان چارواکو هم وخت په وخت تایید کړې چي په افغانستان کي یې کورنۍ جګړې او ترهګر ګروپونه حمایه کړي دي او په پاکستان کي یې ترهګرو ګروپونو ته ځای او سلاحوی ورکړې دی او د پاکستان له خاورې یې په افغانستان کي جګړې کړې او میلیونونه افغانان یې وژلي دي.

 افغانان وايي که د ډیورنډ کرښې مسله د افغانستان او پاکستان ترمنځ نه وای، نو دومره لویي جګړې، مرګ ژوبلې او لاسوهنې به نه رامنځته کېدې.

د افغانانو په وینا چي د افغانستان او افغانانو د بربادۍ او تباهۍ تر ټولو لوی او مهم علت یوازې د ډیورنډ کرښه ده او د همدې کرښې  او خاوری په وجه له ۲۰۰ میلیونو څخه زیات افغانانو ښه ورځ نه ده لیدلې  او افغانان د همدې خاورې او کرښې اصلي قربانیان دی.

د ډیورنډ کرښې اغېزې

د ډیورنډ کرښې دواړو خواوو ته میلیونونه افغانان اوسېږي. ملت، ژبه، کلتور، مذهب، دودونه او هر څه یې مشترک دي، خو د پاکستان حکومت دواړو طرفونو ته افغانان له ویزې پرته یو بل ته راتګ ته نه پرېږدي، په داسي حال کي چي ځیني کورنۍ یې نیمايي په افغانستان کي او ځیني نیمايي په پاکستان کي دي.

د ډیورنډ دواړو خواوو ته میلیونونه افغانان له مکتبونو محروم کړل سوي دي، سړکونه یې نشته، کلینکونه نه لري، برق نه لري او د ژوند له ټولو سهولتونو او اړتیاوو څخه قصداً محروم کړل سوي دي. او هره ورځ د کرښې دواړو خواو ته بیګنا خلک په بیلابیلو نومونو وژل کیږي او ورک کیږی.

حل لاره

د افغان انساني حقونو نړیوال سازمان تاریخي حقایقو او د کرښې دواړو طرفو اوسیدونکو خلکو وضعیت ته په کتو په خپل دریځ کي ټینګار کوي چي د ډیورنډ کرښه باید بېرته افغانانو ته وسپارل سي. د سازمان په باور، د دې سیمي د خلکو ګډ تاریخي، ملي، کلتوري او ټولنیز شالید او د اوږدې مودې ستونزې باید د دې موضوع د حل په هر بهیر کي په جدي توګه په پام کي ونیول سي.

سازمان باور لري چي د ډیورنډ کرښې د موضوع د حل لپاره باید د جګړې او تاوتریخوالي پر ځای مستقیمو خبرو، مذاکراتو او سوله‌ ییزو لارو ته لومړیتوب ورکړل سي. د دې موضوع د حل په بهیر کي باید تاریخي اسناد، تاریخي روایتونه، حقوقي اصول، د سیمې د خلکو حقونه او شته واقعیتونه په جدي توګه وڅېړل سي.

د دې موضوع سوله‌ ییز حل کولای سي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوږدې شخړې د پای ته رسېدو، د خلکو د حقونو د خوندي کېدو او د سیمې او نړۍ د سولې او ثبات لپاره د یوه دوامدار حل زمینه برابره کړي. او په دې سره به میلیونونه محروم خلک بیرته د ژوند کولو فرصت ترلاسه کړي.

د مذاکراتو وړاندیز

د افغان انساني حقونو نړیوال سازمان د ډیورنډ کرښې د موضوع د سوله‌ ییز او دوامدار حل لپاره خپل بشپړ چمتووالی اعلانوي. د سازمان پلاوی چمتو دي چي د دې اساسي موضوع د حل لپاره د اړوندو لورو ترمنځ د مستقیمو خبرو او مذاکراتو کوربه‌ توب وکړي او د یوه مناسب مذاکراتي بهیر د رامنځته کېدو لپاره خپل رول ترسره کړي.

سازمان له افغانستان، پاکستان، د سیمې او نړۍ له هېوادونو او د ملګرو ملتونو څخه غوښتنه کوي چي د دې تاریخي موضوع د حل لپاره د مستقیمو او جدي مذاکراتو د پیل زمینه برابره کړي.

د سازمان په باور، د دې موضوع هر ډول حل باید د تاریخي اسنادو، تاریخي روایتونو، حقوقي اصولو، د سیمې د خلکو د حقونو او موجودو واقعیتونو پر بنسټ د خبرو او سوله‌ ییزو لارو له مخي تعقیب سي. د مذاکراتو پیل کول کولای سي د اوږدې شخړې د سوله‌ ییز حل او د سیمې او نړۍ د سولې او ثبات لپاره د یوه دوامدار حل زمینه برابره کړي.

که مذاکرات ترسره نه سي او ډیورنډ کرښه بیرته افغانانو ته ورنکړل سي، نو د افغانستان او پاکستان او سیمې او نړۍ لپاره به هیڅکله په دې لویه او مهمه سیمه کي امنیت او پرمختګ رامنځته نسي، چي په اساس به یې میلیونونه انسانان له ناورین سره مخ وي او په دې سره به اسیا او نړۍ نا امنه وي.

په درنښت