AIHRO

51315d22 4dd0 404e 9ee2 aeca537d3429.png

هر انسان په طبعي توګه د مساوی حقونو مستحق دی. سازمان د بي اوازه خلکو اواز دی.

7f8b885d 36b5 4ba0 984f fcecb8fad845
cb663624 4e59 4a7d 9c3a 2089c47bfb26

.هر انسان په طبعي شکل د مساوی حقونو مستحق دی

اواز د بي اوازه خلکو لپاره

بدبختانه افغانان له یوې پیړۍ راهیسې د ترهګرۍ، افراطیت او نیابتي جګړو قربانیان دي، چي له امله یې میلیونونه خلک وژل سوی دی .....

7d56a9e0 5d83 49a8 a479 d2268ae2e32d
د شکایتونو د ثبت کمیسیون

د شکایتونو د ثبت کمیسیون د نړۍ له هر هېواد څخه د بشري حقونو د سرغړونو، تبعیض، ګواښونو، ظلم، بي عدالتۍ، تاوتریخوالي او نورو اړوندو ستونزو په اړه شکایتونه ترلاسه کوي، ثبتوي، مستندوي او د موضوع د نوعیت له مخې یې اړوندو کمیسیونونو ته راجع کوي.

د افغان انساني حقونو نړیوال سازمان د دولتي محکمو په څېر د قضایي فیصلو د صادرولو صلاحیت نه لري؛ بلکي د بشري حقونو د سرغړونو موارد ثبتوي، مستندوي او د حل لارو د موندلو لپاره یې له اړوندو دولتونو، ادارو، سازمانونو او بنسټونو سره د رسمي اړیکو، خبرو او همکارۍ له لارې تعقیبوي. هغه جدي حقوقي قضیې چي د قانوني او قضایي تعقیب اړتیا ولري، د سازمان د مدافع وکیلانو او قضايي چارو کمیسیون له لوري د موجودو قانوني لارو او اړوندو محاکمو له لارې تعقیبېدای شي.

د نړۍ له هر هېواد څخه چي د بشري حقونو اړوند شکایت سازمان ته ورسېږي، موضوع د اړوندو معلوماتو او اسنادو پر بنسټ ارزول کېږي او د اړتیا په صورت کي د موضوع د حل لپاره د اړوند هېواد له سفارت، بهرنیو چارو وزارت، اړوندو ادارو او نورو مراجعو سره د ایمیل، تلیفون او رسمي اړیکو له لارې لازمې خبرې او همغږي ترسره کېږي. د سازمان اته کمیسیونونه هر یو د خپلو ځانګړو دندو، مسئولیتونو او صلاحیتونو په چوکاټ کي د اړوندو موضوعاتو په تعقیب او ارزونه کي ونډه اخلي.

افغان انساني حقونو نړیوال سازمان ته د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه په دوامداره توګه ګڼ شمېر شکایتونه او برېښنالیکونه رسیږي. د دې لپاره چي هره موضوع په دقت، بې‌ پرېتوب او مسئولانه ډول وارزول شي، د شکایتونو جوابونه د ترلاسه کېدو د نوبت، د موضوع د اهمیت او د اړوندې پروسې د مرحلې له مخې ورکول کېږي. له همدې امله، د جواب په برخه کي احتمالي ځنډ د شکایت د نه پاملرنې په معنا نه دی، بلکي د موضوع د منظمې ارزونې او اړوندو اداري او مسلکي پروسو د بشپړېدو له امله رامنځته کېږي.

د شکایتونو ډولونه
  • د بشري حقونو سرغړونې
  • تبعیض او نابرابري
  • ګواښ او ځورونه
  • ظلم او بې‌عدالتي
  • تاوتریخوالی
  • د ښځو او ماشومانو د حقونو نقض
  • شکنجه او غیرقانوني چلند
  • نورې جدي بشري حقونو سرغړونې
د شکایت ثبتول

شکایت کوونکي کولای شي خپله موضوع د واضح بیان، اسنادو او موجودو شواهدو سره دې ایمیل ته واستوي:

complaints@aihro.org

ټول شکایتونه د محرمیت او خصوصي حریم د پالیسۍ له مخې ثبت، ارزول او اړوندو کمیسیونونو ته راجع کېږي.

د کمیسیون تشکیلاتي جوړښت

د کمیسیون رئیس

د کمیسیون مرستیال

د کمیسیون منشي

د کمیسیون ۷ نفره غړي

د کمیسیون ژمنتیا

د شکایتونو د ثبت کمیسیون ژمن دی چي ټول شکایتونه په بې‌ پرې، مسلکي، محرم او مسئولانه ډول ثبت او اړوندو کمیسیونونو ته یې راجع کړي، ترڅو د بشري حقونو د خوندیتوب او د ستونزو د حل لپاره لازم اقدامات ترسره شي.

په درنښت
د شکایتونو د ثبت کمیسیون اداره