AIHRO

51315d22 4dd0 404e 9ee2 aeca537d3429.png

هر انسان په طبعي توګه د مساوی حقونو مستحق دی. سازمان د بي اوازه خلکو اواز دی.

7f8b885d 36b5 4ba0 984f fcecb8fad845
cb663624 4e59 4a7d 9c3a 2089c47bfb26

.هر انسان په طبعي شکل د مساوی حقونو مستحق دی

اواز د بي اوازه خلکو لپاره

بدبختانه افغانان له یوې پیړۍ راهیسې د ترهګرۍ، افراطیت او نیابتي جګړو قربانیان دي، چي له امله یې میلیونونه خلک وژل سوی دی .....

د ماشومانو حقوق

ماشومان د بشري ټولني تر ټولو مهمه او زیان منونکې برخه ده. هر ماشوم، پرته له جنس، ژبي، قوم، دین، تابعیت، ټولنیز او اقتصادي وضعیت څخه، د انساني کرامت او اساسي حقوقو خاوند دی. د ماشومانو حقوق د بشري حقوقو یوه نه بېلېدونکې برخه ده او هر ماشوم حق لري چي په خوندي، سالم او با کرامته چاپېریال کي ژوند او وده وکړي.

ماشوم باید یوازي د خپل کم عمر له امله د حقوقو له لرلو څخه محروم ونه ګڼل سي. د نړۍ د بشري حقوقو اصول ماشوم د یوه مستقل انساني شخصیت په توګه پېژني او د هغه د ژوند، ودې، زده کړي، روغتیا، خوندیتوب او مناسب ټولنیز ژوند لپاره ځانګړې پاملرنه ضروري بولي.

د ماشوم د ژوند او سالمې ودې حق

هر ماشوم د ژوند، سالمې ودې او مناسب فزیکي، رواني، ټولنیز او فکري پرمختګ حق لري. کورنۍ، ټولنه او اړوند بنسټونه باید داسي شرایط برابر کړي چي ماشوم وکولای سي په خوندي چاپېریال کي وده وکړي او خپل استعدادونه لوړ کړي.

ماشومان باید د بې وزلۍ، لوږې، ناروغۍ، بې سرپرستۍ او نورو زیان منونکو شرایطو پر مهال ځانګړي ملاتړ او پاملرنه ترلاسه کړي.

د زده کړي حق

زده کړه د ماشوم له بنسټیزو حقوقو څخه ده. هر ماشوم باید د خپل استعداد د لوړولو او د خپل راتلونکي د جوړولو لپاره د زده کړي مناسب او عادلانه فرصت ولري.

ماشومان باید د جنسیت، قوم، ژبي، ټولنیز وضعیت، معلولیت یا نورو توپیرونو له امله له زده کړو څخه محروم نه سي. زده کړه باید د ماشوم د شخصیت، وړتیا، استعداد او انساني کرامت د ودې سبب وګرځي.

د تاوتریخوالي او ناوړه استفادې پر وړاندي خوندیتوب

هر ماشوم حق لري چي له فزیکي، رواني او جنسي تاوتریخوالي، غفلت، سپکاوي، استثمار، قاچاق، جبري کار او هر ډول ناوړه استفادې څخه خوندي وي.

د ماشوم پر وړاندي تاوتریخوالی یوازي د هغه د بدن یا روان زیان نه دی؛ بلکي د هغه د انساني کرامت، راتلونکي او اساسي حقوقو جدي سرغړونه ده.

د روغتیا حق

هر ماشوم د روغتیايي خدمتونو، مناسبې تغذیې، پاکو اوبو، حفظ الصحې او اړینو روغتیايي پاملرنو حق لري.

د ماشوم د سالمې ودې لپاره باید د هغه جسمي او رواني روغتیا ته په مساوي توګه پاملرنه وسي او د ناروغۍ یا معلولیت په صورت کي لازم ملاتړ ورته برابر سي.

د ماشوم د هویت او کورنۍ حق

هر ماشوم حق لري چي خپل قانوني هویت ولري او د امکان تر حده د خپلې کورنۍ له پاملرني او میني څخه برخمن وي. د ماشوم د کورنۍ، هویت او شخصي ژوند درناوی باید د هغه د غوره ګټو په پام کي نیولو سره ترسره سي.

د ماشوم د نظر او ګډون حق

ماشوم، د خپل عمر او د پوهېدني د کچي مطابق، حق لري چي د هغو موضوعاتو په اړه خپل نظر څرګند کړي چي د هغه پر ژوند او راتلونکي اغېز کوي.

د ماشوم نظر باید په درناوي واورېدل سي او د هغه د عمر او فکري ودې مطابق ورته مناسبه پاملرنه وسي.

د ماشوم غوره ګټې

په ټولو هغو پرېکړو کي چي د ماشوم پر ژوند، راتلونکي، زده کړو، روغتیا او خوندیتوب اغېز لري، باید د ماشوم غوره ګټې لومړیتوب ولري.

ماشوم باید د لویانو د شخړو، سیاسي اختلافاتو، اقتصادي ستونزو یا نورو حالاتو قرباني نه سي.

د کار او استثمار پر وړاندي خوندیتوب

ماشومان باید له هغو کارونو او فعالیتونو څخه خوندي وي چي د هغوی روغتیا، زده کړه، فزیکي او رواني وده یا انساني کرامت ته زیان رسوي.

د ماشومانو اقتصادي استثمار، جبري کار، قاچاق او هر ډول ناوړه استفاده د ماشومانو له اساسي حقوقو سره په ټکر کي ده.

د جګړو او بېړنیو حالاتو پر مهال د ماشومانو خوندیتوب

په جګړو، طبیعي پېښو، بې ځایه کېدو، کډوالۍ او نورو بېړنیو حالاتو کي ماشومان تر ټولو زیات زیان منونکي وي. له همدې امله باید د هغوی د ژوند، روغتیا، زده کړو او خوندیتوب لپاره ځانګړي اقدامات وسي.

ماشومان باید د جګړو، تاوتریخوالي او ناوړه استفادې قرباني نه سي او د هغوی د بشري کرامت او اساسي حقوقو ساتنه باید په هر حالت کي لومړیتوب ولري.

زموږ دریځ

د افغان انساني حقوقو نړیوال سازمان د ماشومانو د حقوقو خوندیتوب د بشري حقوقو یوه مهمه برخه او د یوې سالمې او عادلانه ټولنې بنسټ ګڼي. موږ باور لرو چي هر ماشوم، پرته له هر ډول توپیر څخه، د ژوند، زده کړي، روغتیا، امنیت، آزادۍ، میني، پاملرني او انساني کرامت حق لري.

زموږ په اند، ماشومان باید د کورنۍ، ټولني، جګړو، بې وزلۍ او نورو ستونزمنو شرایطو قرباني نه سي. د ماشومانو جسمي او رواني خوندیتوب باید جدي ونیول سي او هېڅ ماشوم باید د تاوتریخوالي، جبري کار، ناوړه ګټه اخیستني، قاچاق، غفلت او هر ډول استثمار سره مخ نه سي.

سازمان هڅه کوي چي د ماشومانو د حقوقو په اړه عامه پوهاوی لوړ کړي، د ماشومانو پر وړاندي د حقوقو د سرغړونو د مخنیوي او مستندسازۍ لپاره کار وکړي او د زیان منو او محرومو ماشومانو د حقونو د ملاتړ لپاره قانوني او سوله ییزي لاري وکاروي.

موږ همدارنګه باور لرو چي د ماشومانو د حقونو ساتنه یوازي د کورنۍ مسؤلیت نه دی؛ بلکي کورنۍ، ټولنه، مدني بنسټونه او اړوند مسؤل بنسټونه ټول ګډ مسؤلیت لري چي ماشومانو ته د سالمې ودې، زده کړي، امنیت او روښانه راتلونکي لپاره مناسب شرایط برابر کړي.

د ماشومانو ساتنه د راتلونکي ساتنه ده؛ ځکه هغه ټولنه چي د خپلو ماشومانو حقوق، کرامت او راتلونکی خوندي کوي، د یوه عادلانه، سوله ییز او پرمختللي نسل بنسټ ږدي.