د افغانستان ادبیات
افغانستان ژور، بډای او د اوږده تاریخي شالید لرونکي ادبیات لري. د دې خاوري ادبیاتو د پېړیو په اوږدو کي د خلکو فکر، احساس، تاریخ، کلتور، باورونه، مینه، دردونه او هیلې بیان کړي دي. د افغانستان د ادبیاتو په اړه په زرګونو کتابونه، مقالې، څېړني او ادبي اثار لیکل سوي دي او لا هم د دې پراخي ادبي نړۍ په بېلابېلو برخو کي نوي کتابونه او څېړني کېږي.
د افغانستان ادبیات یوازي په یوه ژبه او یوه ادبي بڼه پوري محدود نه دي، بلکي د بېلابېلو ژبو، سیمو او فرهنګونو ګډ ادبي میراث دی. په دې پراخه نړۍ کي شعر، نثر، داستان، ناول، ولسي ادب، عرفاني او حماسي ادب، تاریخي او فلسفي لیکني، طنز، ډرامه، ادبي نقد او څېړنه او نور ګڼ ژانرونه شامل دي. د ډېرو دغو ژانرونو په اړه ځانګړي کتابونه او علمي څېړني هم لیکل سوي دي.
مهم ادبي ژانرونه
شعر، غزل، قصیده، مثنوي، رباعي، قطعه، نظم، آزاد شعر، داستان، لنډه کیسه، ناول، افسانه، حماسه، ولسي ادب، ولسي کیسې، متلونه، لنډۍ، ولسي سندرې، عرفاني ادب، تاریخي ادب، فلسفي ادب، طنز، ډرامه، سفرنامه، خاطره، ادبي مقاله، ادبي نقد، ادبي څېړنه او معاصر ادب.
د افغانستان په ادبي وده کي ښځو هم ځانګړی رول ادا کړی دی. ښځینه شاعرانو، لیکوالو، څېړونکو او فرهنګي فعالانو د ادب په پراختیا کي ونډه اخیستې او د ښځو د ژوند، احساساتو، ټولنیزو تجربو، ستونزو، هیلو او غوښتنو انعکاس یې په خپلو ادبي اثارو کي کړی دی . همدا شان په اولسي ادب یعني فلکور کي هم د افغان ښځو ونډه د پام وړ ده، اکثریت لنډۍ د ښځو لخوا جوړي شوی او ویل شوی دی او لنډۍ د ادب یوه مهمه برخه ده.
د افغانستان د ژبو ادبیات
پښتو ادبیات: د افغانستان د ادبي میراث یوه بډایه برخه ده. په دې ادب کي کلاسیک او معاصر شعر، غزل، قصیده، مثنوي، نظم، ولسي ادب، داستان، ناول، لنډه کیسه، حماسي او عرفاني لیکني او نور ژانرونه شامل دي. د پښتو ادبیاتو په بېلابېلو برخو کي ګڼ کتابونه، دیوانونه، ادبي ټولګې او څېړنیز اثار لیکل سوي دي.
دري ادبیات: د افغانستان له بډایو ادبي میراثونو څخه دي او د کلاسیک او معاصر شعر، غزل، قصیدې، مثنوي، رباعي، عرفاني، فلسفي، تاریخي او داستاني ادب پراخي بېلګي لري. د دري ادب په بېلابېلو برخو کي هم ګڼ کتابونه او څېړنیز اثار لیکل سوي دي.
ازبکي ادبیات: د افغانستان د ازبکي ژبي ویونکو فرهنګي او ادبي میراث دی چي شعر، ولسي کیسې، داستانونه او نور ادبي اثار پکښي شامل دي او د دوی تاریخ، کلتور او ټولنیزي تجربې بیانوي.
ترکمني ادبیات: د ترکمنو د فرهنګ، دودونو او ژوند انعکاس دی چي ولسي شعرونه، کیسې، سندرې، متلونه او نور شفاهي او لیکلي ادبي اثار لري.
بلوڅي ادبیات: د بلوڅو د فرهنګي هویت او ادبي حافظې مهمه برخه ده چي ولسي شعرونه، داستانونه، کیسې، متلونه او سندرې پکښي ځانګړی ځای لري.
پشه يي ادبیات: د پشه يي ژبي او فرهنګ ادبي میراث دی چي په ځانګړي ډول ولسي او شفاهي روایتونه، کیسې، سندرې، متلونه او دودیز ادبي مواد پکښي مهم ځای لري.
د افغانستان نوري ژبي هم خپل ځانګړي شفاهي، ولسي او په ځینو مواردو کي لیکلي ادبي میراثونه لري. د دغو ټولو ژبو ادبیات سره یو ځای د افغانستان د فرهنګي او ادبي تنوع بشپړ انځور وړاندي کوي.
په ټوله کي، د افغانستان ادبیات د یوه ملت ګډه حافظه او فرهنګي هنداره ده؛ په شعر کي یې احساس، په داستان کي یې ژوند، په ولسي ادب کي یې دودونه، په عرفاني ادب کي یې معنویت، په تاریخي ادب کي یې تېر وخت او په معاصر ادب کي یې د نن ورځي فکر او تجربې انعکاس مومي.
