AIHRO

51315d22 4dd0 404e 9ee2 aeca537d3429.png

هر انسان په طبعي توګه د مساوی حقونو مستحق دی. سازمان د بي اوازه خلکو اواز دی.

7f8b885d 36b5 4ba0 984f fcecb8fad845
cb663624 4e59 4a7d 9c3a 2089c47bfb26

.هر انسان په طبعي شکل د مساوی حقونو مستحق دی

اواز د بي اوازه خلکو لپاره

بدبختانه افغانان له یوې پیړۍ راهیسې د ترهګرۍ، افراطیت او نیابتي جګړو قربانیان دي، چي له امله یې میلیونونه خلک وژل سوی دی .....

71597958 0286 49c6 bafe fac57142630a

د سازمان د غړیتوب او کارت اخیستلو په اړه لنډ معلومات

د افغان انساني حقونو نړیوال سازمان په پام کي لري چي په راتلونکي کي د غړیتوب او کارت ورکولو پروسه په رسمي ډول پیل کړي. د دې پروسې له پیل وروسته به هر څوک وکولای سي چي د نړۍ له هر ګوټ څخه د سازمان د غړیتوب لپاره غوښتنلیک ډک کړي. د غوښتنلیک له ارزونې او تایید وروسته به مستحقو کسانو ته ځانګړی د غړیتوب کارت ورکړل سي.
اوس مهال د کارتونو د ورکولو پروسه نه ده پیل شوې. کله چي دا لړۍ په رسمي ډول پیل سي، د کارت اخیستلو شرایط، بشپړ معلومات او د غوښتنلیک فورم به د همدې پاڼې له لارې خپاره سي.
هغه کسان چي غواړي په راتلونکي کي له سازمان سره غړیتوب ولري او د سازمان له فعالیتونو سره یوځای پاته سي، همدا پاڼه دي تعقیب کړي.
د غړیتوب کارت ځینې ګټې:
د سازمان د غړیتوب رسمي پېژندنه؛
د سازمان له فعالیتونو او پروګرامونو څخه پر وخت خبرتیا؛
په اړوندو پروګرامونو او روزنیزو فعالیتونو کي د ګډون فرصت؛
له نورو غړو سره د اړیکو او همکارۍ زمینه؛
د بشري حقونو په برخه کي د ګډو فعالیتونو او همکاریو فرصتونه؛
د ثبت شویو غړو د ستونزو او غوښتنو په برخه کي د اسانه رسېدني او ملاتړ زمینه.
د سازمان تخنیکي همکاران هڅه کوي چي د غړو لپاره یو منظم، خوندي او معیاري نړیوال سیستم رامنځته کړي، څو ثبت شوو غړو ته لا ډېر فرصتونه برابر او د هغوی د ستونزو د تعقیب او همکارۍ لپاره مناسبه زمینه برابره سي.
کله چي د کارتونو د ورکولو لړۍ پیل سي، ټول اړوند معلومات او د غوښتنلیک فورم به د همدې پاڼې له لارې له تاسو سره شریک سي.
په درنښت
د افغان انساني حقونو نړیوال سازمان ادارهد سازمان اداره