په نړیوالو کنفرانسونو، غونډو او سمینارونو کي د سازمان ګډون او د طرحو او حللارو وړاندي کول
افغان انساني حقونو نړیوال سازمان چمتو دئ چي د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کي په جوړېدونکو نړیوالو کنفرانسونو، غونډو، سمینارونو او نورو اړوندو نړیوالو پروګرامونو کي ګډون وکړي او د بشري حقونو، د ملکي وګړو د خوندیتوب، د ماشومانو، ښځو او نارینوو د حقونو، سولې او نړیوال امنیت په اړه خپل نظرونه، تجربې، طرحې او وړاندیزونه له نړیوالو سره شریک کړي.
سازمان به یوازې خپل نظرونه او تجربې وړاندي نه کړي، بلکي د بشري حقونو د خوندیتوب، د ملکي وګړو د ساتني، د سولې د ټینګښت، د جګړو د کمولو، د شخړو د سوله ییز حل او د نړیوال امنیت د پیاوړتیا لپاره به عملي طرحې، وړاندیزونه او د حللارو بېلابېل انتخابونه هم وړاندي او شریک کړي.
په نړیوالو کنفرانسونو، غونډو او سمینارونو کي به سازمان د جګړو د لاملونو او اغېزو، د بشري حقونو د سرغړونو، د ملکي وګړو د خوندیتوب، د سولې د رامنځته کېدو او د شخړو د سوله ییز حل په اړه خپلې تجربې او لیدلوري شریکوي او د موجودو ستونزو لپاره به د خبرو، مذاکرې، منځګړیتوب او نورو سوله ییزو لارو د حل عملي وړاندیزونه وړاندې کوي.
سازمان به هڅه کوي چي په نړیوالو ناستو کي د بشري حقونو، سولې او جګړو اړوند موضوعات په مسلکي ډول مطرح کړي او د ستونزو د حل لپاره د نړیوالو ادارو، حکومتونو، مدني ټولنو، متخصصینو او نورو اړوندو بنسټونو ترمنځ د خبرو او همکارۍ زمینه پیاوړې کړي.
هغه نړیوال سازمانونه، بنسټونه، ادارې او د کنفرانسونو، غونډو او سمینارونو کوربانه چي غواړي د افغان انساني حقونو نړیوال سازمان استازي په خپلو پروګرامونو کي ګډون وکړي، کولای سي له مخکي څخه د غونډې رسمي دعوت نامه، د پروګرام موضوع، اجنډا، نېټه، ځای او نور اړوند لازم معلومات د سازمان ادارې ته راولېږي.
د سازمان د نړیوالو اړیکو کمیسیون او رهبري به د ترلاسه سویو معلوماتو په اساس د ګډون لپاره د سازمان استازی معرفي کړي. ټاکل سوی استازی به د سازمان په استازیتوب په یاد پروګرام کي ګډون کوي او د سازمان اړوند طرحې، وړاندیزونه، تجربې او د ستونزو د حل لپاره عملي حللارې به وړاندي کوي.
افغان انساني حقونو نړیوال سازمان ژمن دئ چي د نړۍ د سولې، امنیت، بشري حقونو او د ملکي وګړو د خوندیتوب په برخه کي خپل مسؤلیت په مسلکي، سوله ییز او مسؤلانه ډول ادا کړي. سازمان به د نړیوالو بنسټونو، حکومتونو، مدني ټولنو، متخصصینو او نورو اړوندو ادارو سره د همکارۍ له لاري د بشري حقونو د ساتني، د جګړو د کمولو، د شخړو د سوله ییز حل او د سولې د پیاوړتیا لپاره خپل رول ادا کوي.
په درنښت
