AIHRO

51315d22 4dd0 404e 9ee2 aeca537d3429.png

هر انسان په طبعي توګه د مساوی حقونو مستحق دی. سازمان د بي اوازه خلکو اواز دی.

7f8b885d 36b5 4ba0 984f fcecb8fad845
cb663624 4e59 4a7d 9c3a 2089c47bfb26

.هر انسان په طبعي شکل د مساوی حقونو مستحق دی

اواز د بي اوازه خلکو لپاره

بدبختانه افغانان له یوې پیړۍ راهیسې د ترهګرۍ، افراطیت او نیابتي جګړو قربانیان دي، چي له امله یې میلیونونه خلک وژل سوی دی .....

23732089 1d0d 4ae8 9265 ad278fefd35c

د مظاهرو، غونډو او کنفرانسونو د تنظیم کمیسیون

د مظاهرو، غونډو او کنفرانسونو د تنظیم کمیسیون د افغان انساني حقونو نړیوال سازمان هغه کمیسیون دی چي د سازمان د رهبرۍ له هدایت سره سم د بشري حقونو د موضوعاتو په اړه د سوله‌ ییزو مدني فعالیتونو د تنظیم او ترسره کولو ټول مسئولیت پر غاړه لري.

د افغان انساني حقونو نړیوال سازمان د بشري حقونو د ستونزو د حل لپاره تر هر څه مخکي لومړیتوب خبرو او ناستو ته ورکوي. سازمان د خبرو، مذاکرې، تفاهم او سوله‌ ییزو لارو ملاتړ کوي او عمومي تګلاره یې دا ده  چي رامنځته شوې ستونزې تر هر څه وړاندې د خبرو او تفاهم  له لارې حل شي. که چېرې د اړوندو مسئولینو او مراجعو له لوري د ستونزو د حل لپاره لازم اقدامات ونه شي او موضوع د خبرو او تفاهم له لارې حل نه شي، د مظاهرو، غونډو او کنفرانسونو کمیسیون دنده لري چي د سازمان د رهبرۍ د هدایت له مخې د مدني اعتراضونو لپاره کار پیل کړي، په اړونده ښار او هېواد کي د سازمان غړي تنظیم کړي او د مظاهرو او نورو مدني فعالیتونو ټول اړین ترتیبات بشپړ کړي.

کمیسیون د مدني اقدام له پیل څخه تر پای پورې د فعالیتونو د تنظیم، همغږۍ، نظم، پروګرام، ګډونوالو، پیغامونو، ویناوو، اعلامیو، رسنیز پوښښ، د مظاهرو د ځای او وخت ټاکلو، د ګډونوالو لپاره د ترانسپورتي اسانتیاوو برابرولو او تنظیمولو او نورو اړوندو تنظیمي چارو مسئولیت لري او هڅه کوي چي ټول فعالیتونه په قانوني، سوله‌ ییز، منظم او مسئولانه ډول ترسره شي.

د کمیسیون اساسي دندې او صلاحیتونه

د مظاهرو، اعتراضي غونډو، کنفرانسونو او نورو مدني فعالیتونو تنظیمول.

د فعالیتونو د ځای، وخت، ګډونوالو او ترانسپورتي اسانتیاوو تنظیمول.

د ویناوو، پیغامونو، شعارونو، اعلامیو او غوښتنو تنظیمول.

د رسنیو او خبریالانو دعوتول او د فعالیتونو رسنیز پوښښ تنظیمول.

د فعالیتونو د نظم، سوله‌ ییز ترسره کېدو او قانوني اصولو رعایت ته پاملرنه.

د ترسره شویو فعالیتونو مستند سازي.

د مدني فعالیتونو اصول

د کمیسیون ټول فعالیتونه به سوله‌ ییز، قانوني، منظم او مسئولانه وي. د انساني کرامت، د بیان د آزادۍ، د ګډونوالو د خوندیتوب او د نورو خلکو د حقونو درناوی اساسي اصل دی.

کمیسیون یوازې د مدني فعالیتونو د تنظیم مسئولیت لري؛ د قضیو څېړنه، مذاکرات او د ستونزو د حل نور مسایل د رهبرۍ او نورو اړوندو کمیسیونونو صلاحیت دی.

د ګډونوالو سره اړیکه

د هر پروګرام لپاره کمیسیون د سازمان له غړو، نورو اړوندو ادرسونو او خلکو سره اړیکه نیسي، هغوی د مظاهرو، غونډو او کنفرانسونو په اړه خبروي او دعوتوي. همدا شان هغه کسان چي د افغان انساني حقونو نړیوال سازمان په مظاهرو، غونډو، کنفرانسونو او نورو مدني فعالیتونو کي ګډون کوي، کولای شي هر وخت د اړوندو موضوعاتو په اړه له همدې کمیسیون سر په اړیکه کي و اوسیږي.

د کمیسیون تشکیلاتي جوړښت

د کمیسیون رئیس

د کمیسیون مرستیال

د کمیسیون منشي

د کمیسیون ۱۰ نفره غړي

د کمیسیون ژمنتیا

کمیسیون ژمن دی چي د رهبرۍ له هدایت سره سم ټول مدني فعالیتونه په سوله‌ ییز، قانوني، منظم او مسئولانه ډول تنظیم او ترسره کړي.