د څارنوالۍ دفتر (OTP)
د څارنوالۍ دفتر (Office of the Prosecutor – OTP) د نړیوالې جزایي محکمې یو خپلواک ارګان دی چي د نړیوالو جدي جرمونو په اړه د معلوماتو ارزونه، تحقیقات او قضایي تعقیب ترسره کوي. د دې دفتر د کار ساحه هغه جرمونه رانغاړي چي د نړیوالې جزایي محکمې تر صلاحیت لاندي دي، لکه نسل وژنه، د بشریت پر وړاندي جرمونه، جنګي جرمونه او د تيري جرم.
د څارنوالۍ دفتر د احتمالي جرمونو په اړه ترلاسه سوي معلومات او شواهد ارزوي او د قانوني معیارونو له مخي د اړوندو موضوعاتو په اړه تحقیقات ترسره کوي. د تحقیقاتو په جریان کي د پېښو، شواهدو او د احتمالي مسؤلیت اړوند معلومات راټولېږي او ارزول کېږي. د اړتیا په صورت کي د مسؤلو کسانو د قضایي تعقیب لپاره اړوند اقدامات هم ترسره کېږي.
د دې دفتر په فعالیتونو کي د قربانیانو او شاهدانو اړوند معلومات هم شامل دي او د تحقیقاتو پر مهال د هغوی امنیت او محرمیت په پام کي نیول کېږي. افراد او اړوند سازمانونه هم کولای سي د محکمې تر صلاحیت لاندي د احتمالي جرمونو په اړه معلومات څارنوالۍ ته وسپاري.
د څارنوالۍ دفتر د بېلابېلو مسلکي برخو له کارکوونکو څخه جوړ دی. شاوخوا ۳۸۰ کارکوونکي د ۸۰ څخه زیاتو بېلابېلو ملیتونو څخه پکي دندي ترسره کوي، چي حقوقپوهان، څېړونکي، شنونکي، رواني او ټولنیز متخصصین، د نړیوالو اړیکو او ډیپلوماسۍ متخصصین او د معلوماتو او اړیکو مسلکي کسان پکي شامل دي.