AIHRO

51315d22 4dd0 404e 9ee2 aeca537d3429.png

هر انسان په طبعي توګه د مساوی حقونو مستحق دی. سازمان د بي اوازه خلکو اواز دی.

7f8b885d 36b5 4ba0 984f fcecb8fad845
cb663624 4e59 4a7d 9c3a 2089c47bfb26

.هر انسان په طبعي شکل د مساوی حقونو مستحق دی

اواز د بي اوازه خلکو لپاره

بدبختانه افغانان له یوې پیړۍ راهیسې د ترهګرۍ، افراطیت او نیابتي جګړو قربانیان دي، چي له امله یې میلیونونه خلک وژل سوی دی .....

e7488705 7633 4913 aacd 3993fd3b210c
په افغانستان کي د نجونو د تعلیم پنځه کلنه فاجعه
د جګړو او بهرنیو لاسوهنو اغېزې پر معارف

افغانستان له یوې پېړۍ څخه زیاته موده د بهرنیو یرغلونو، نیابتي جګړو، افراطي ډلو، ترهګرۍ او بهرنیو لاسوهنو قرباني هیواد دی. د دې اوږدو جګړو له امله میلیونونه افغانان وژل سوي، زخمیان سوې، بې ځایه سوي، له زده کړو او له خپلو اساسي حقونو محروم سوي دي. د معارف سیستم هم په پرله پسې ډول څو واره له منځه تللی او سخت زیانمن سوی  دی او څو نسلونه یې له زده کړو څخه بې برخې پاته سوي دي. دا چي ولي د افغانستان څو نسلونه له زده کړو محروم کړل سوی دی، افغانان یې یو لوی علت په افغانستان کي د پاکستان نامشروع مداخلې بولې.

د افغانستان او پاکستان د تاریخي شخړې مسئله او پر تعلیمي سیستم یې اغېزې

د افغانانو په وینا یوه پیړۍ مخکي د پاکستان په نوم هېواد د مځکي پر مخ نه وو جوړ سوی، تر دې مخکي د پاکستان نیمايي خاوره د افغانستان مربوط وه، اوسېدونکي یې افغانان وه او اوس هم افغانان دي. همدا شان نیمايي خاوره یې د هندوستان هېواد وه. بیا همدې سیمو ته برتانیا راغله او پر دې خاوره یې خپل حاکمیت ټینګ کړ. برتانیا له افغانانو سره له ډېرو جګړو وروسته، په ۱۸۹۳ کال کي یې د افغانستان سره د همدې سیمو په اړه د سل کلن قرارداد په نوم د ډیورنډ تړون امضاء کړ او د برتانیا په وینا چي سل کاله وروسته به نیمايي خاوره افغانستان ته او نیمايي به هندوستان ته بیرته ورکوي، خو وروسته په ۱۹۴۷ کال کي برتانیا پر همدې جغرافیه د پاکستان په نوم هېواد جوړ کړ.

د افغانانو په باور د پاکستان هېواد د جوړېدو څخه وروسته، د پاکستان د نظامي او استخباراتي ادارو پالیسۍ د افغانانو په وړاندي تغییر سوې. د افغانانو په اند، د پاکستان د دغو سیاستونو تر شا دا فکر موجود وو او دي که د افغانستان انسانان تعلیم وکړي، افغانان به له پاکستان څخه خپله خاوره بیرته واخلې او په دې سره به پاکستان له مینځه ولاړ سي. د افغان روڼ اندو په خبره له همدې امله پاکستان په افغانستان کي همیشه د جګړو ملاتړ کړی، نیابتي ډلې یې جوړې کړی او حمایه کړې دی او د افغانستان د حکومتونو د کمزوري کولو او د معارف د پرمختګ د مخنیوي لپاره یې پراخ فعالیتونه او په لویه اندازه پیسې مصرف کړي دي.

 افغانان وايي د پاکستان همدې ظالمانه سیاستونو، ناروا پالیسیو او ناوړه کړنو له امله افغانستان د اوږدو نیابتي جګړو، نا امنیو او لویې ویجاړۍ سره مخ سوی دی او د افغانستان معارف او څو نسلونه یې له درنو زیانونو سره مخ کړي دي. د دوي په وینا چي د پاکستان نیابتي ډلو په افغانستان کي سلګونه مکتبونه په بمونو الوزولې او زرګونه شاګردان خصوصآ ښځینه  شاګردان یې وژلي او زخمیان کړی دي. د پاکستان مختلفو لوړ پوړو چارواکو هم په بیلابیلو وختونو کي تایید کړې ده چي په افغانستان کي یې ترهګریز ګروپونه حمایه کړی دی.

  د جمهوري حکومت راتګ او افغان ماشومانو ته د تعلیم فرصت

په ۲۰۰۱ کال کي د نړیوالې ټولنې په ملاتړ په افغانستان کي جمهوري حکومت رامنځته سو. په دې سره یو وار بیا افغانانو ته د تعلیم فرصت په لاس ورغلی. د افغانانو په خبره چي د جمهوریت په شلو کلونو کي هم د پاکستان نیابتي ډلو په افغانستان کي د نجونو مکتبونه په بمونو الوزول او په اطرافو کي یې ټول مکتبونه تړلې وه او د نجونو پر مخ یې تیزاب شیندل. له همدې امله میلیونونه نجونې او هلکان له زده کړو پاته سوه.

د ۲۰۲۱ کال سقوط او د نجونو د تعلیم بندیز

د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه د افغانستان جمهوري نظام سقوط وکړ او طالبان یو ځل بیا پر افغانستان واکمن سول. د طالبانو له واکمنېدو سره په افغانستان کي د نجونو پر زده کړو او کار بندیز ولګوئ او په دې بندیز سره میلیونونه نجونې له اساسي حق زده کړو څخه محرومې سوې. دا په داسي حال کي دي چي افغانان له پنځو کلونو راهیسې له طالبانو ددې اساسي حق د ورکولو غوښتنه کوي، خو تراوسه د طالبانو لخوا کوم مثبت اقدام نه دی اخیستل سوی او په دې سره میلیونونه نجونې له خپلو اساسي حقونو څخه بي برخي پاته دی. د روڼ اندو په وینا دا واقعآ لویه او نه جبرانیدونکې غمیزه ده او نړیواله ټولنه یې باید ژر پای ته و رسوي.

د نجونو د تعلیم ارزښت

تعلیم د ښځو د پوهې، روغتیا، اقتصادي خپلواکۍ، د کورنۍ د پیاوړتیا او د ټولنې د پرمختګ بنسټ دی. یوه تعلیم یافته نجلۍ کولای سي سبا ښوونکې، ډاکټره، انجینره، حقوق پوهه، څېړونکې او د ټولنې اغېزمنه غړې سي. د نجونو له تعلیم څخه محرومول افغانستان او نړۍ له یوه بشپړ نسل او مهم بشري ظرفیت څخه محروموي. دا محرومیت به یو اوږد مهاله منفي اغېز ولري.

ملګري ملتونه او د نړۍ د بشري حقونو نړیوال بنسټونه باید د افغان نجونو د تعلیم، کار او ژوند په اړه خاموش پاته نه سي، بلکي د خپل ګډ مسولیت له مخي باید د افغان نجونو د اساسي حقونو لپاره خپل مسولیت په مسولانه توګه اداء کړي او روان وضعیت باید تغیر کړي، ترڅو افغان نجونې بیرته مکتب، پوهنتون او کار ته ولاړه سي، که د نجونو مکتبونه همداسي بند پاته سي، دا به د انسانیت او نړۍ لپاره یو نه جبرانیدونکې تراژیدې وي. د بشري حقونو له مخي زده کړې د هر انسان اساسي او طبعي حق دي چي هیڅ بل انسان حق نه لري چي دا نورو انسانانو څخه دا طبعي او اساسي حق واخلي.

په درنښت