فرصتونه
د افغان انساني حقونو نړیوال سازمان د ټولو انسانانو لپاره د فرصتونو دروازې پرانیستې پرې ایښې دي. هر انسان کولای شي د سازمان له بېلابېلو فرصتونو څخه په اصولي توګه استفاده وکړي. په سازمان کې وخت په وخت نوي فرصتونه اعلانېږي؛ نو د سازمان د فعالیتونو همېشنی تعقیب به تاسو د نویو فرصتونو او پروګرامونو په اړه خبر ساتي.
تاسو کولای شئ د سازمان له راپورونو، څېړنو او بېلابېلو مطالبو څخه استفاده وکړئ او همدارنګه د سازمان په پروګرامونو، غونډو، سیمینارونو، کنفرانسونو، جلسو او مظاهرو کې ګډون وکړئ.
تاسو کولای شئ د سازمان د بشري حقونو په کورسونو کې برخه واخلئ، زده کړه وکړئ او د کورس له بشپړولو وروسته سند ترلاسه کړئ.
که ستاسو یا د بل انسان بشري حقونه نقض شوي وي، کولای شئ خپل مستند شکایت د سازمان د شکایتونو له کمیسیون سره شریک کړئ، څو د ټاکل شوې پروسې له مخې وڅېړل شي.
تاسو کولای شئ د سازمان په اته ګونو کمیسیونونو کې د خدمت فرصت پیدا کړئ، د بشریت لپاره تاریخي هڅې ترسره کړئ، له نورو سره مرسته وکړئ او په عین وخت کې ارزښتناکه کاري او مسلکي تجربه ترلاسه کړئ.
تاسو کولای شئ د سازمان د بشري حقونو د فعالانو د کلنۍ ستاینې پروګرام لپاره وړ او اغېزمن شخصیتونه معرفي کړئ، څو د غوراوي کمېټه یې و ارزوي. د دې پروګرام د نوماندۍ او معرفۍ اعلان به په خپل ټاکلي وخت کې د سازمان له خوا خپرېږي.
همدارنګه، تاسو کولای شئ په بېلابېلو برخو کې له سازمان سره همکاري وکړئ. سازمان به ستاسو هڅې، استعداد، وخت او فعالیتونه په پام کې ونیسي او د امکان او شرایطو له مخې به تاسو ته مناسب فرصتونه برابر کړي.
تاسو کولای شئ هر کال د سازمان په کلنۍ غونډه کې ګډون وکړئ او د سازمان له فعالیتونو، لاسته راوړنو او راتلونکو پلانونو څخه ځان خبر کړئ.
د رسمي کارتونو راتلونکی پروګرام
افغان انساني حقونو نړیوال سازمان په پام کې لري چې په راتلونکي کې د رسمي سازماني کارتونو د ورکولو پروسه هم پیل کړي. د دې پروسې له پیل وروسته به خلک وکولای شي د سازمان د ویب سایټ له لارې خپل معلومات ثبت او د کارت لپاره غوښتنه وکړي.
د نوم لیکنې او د کارت د ترلاسه کولو پروسه، شرایط او اړوند معلومات به د ویب سایټ له لارې په واضح ډول خلکو ته وړاندې کېږي. له نوم لیکنې وروسته به د شرایطو او د سازمان د اصولو له مخې ځینې نور ځانګړي فرصتونه هم اعلان شي.
په درنښت
