AIHRO

7d0b0353 0a6d 4411 b58d bad49176a72a

هر انسان په طبعي توګه د مساوی حقونو مستحق دی. سازمان د بي اوازه خلکو اواز دی.

7d0b0353 0a6d 4411 b58d bad49176a72a
2c4bd2f7 9fac 4e22 b454 d6ec1a1a465b

.هر انسان په طبعي شکل د مساوی حقونو مستحق دی

اواز د بي اوازه خلکو لپاره

د هر انسان لپاره مساوي حقونه غواړو

mmm

مهاجر او کډوال

مهاجرت او کډوالي د نړۍ له مهمو بشري او ټولنیزو موضوعاتو څخه دي. هر کال میلیونونه انسانان د جګړو، ناامنۍ، سیاسي او ټولنیزو ستونزو، اقتصادي ستونزو، ځورونې، طبیعي پېښو او د خپل ژوند د ژغورلو لپاره خپل کورونه او سیمې پرېږدي او نورو هېوادونو ته پناه وړي. ځیني د لنډ وخت لپاره او ځیني د اوږدې مودې لپاره له خپل هېواد څخه بهر ژوند کوي.

مهاجرین او کډوال په نویو هېوادونو کي له بېلابېلو ستونزو سره مخ کېږي. د قانوني اسنادو او اقامې ستونزې، د کار او تعلیم محدود فرصتونه، د سرپناه او روغتیا ستونزې، د کورنۍ بېلتون، ژبني خنډونه، د نوي ټولنیز او کلتوري چاپېریال سره عیارېدل، تبعیض او رواني فشارونه د ډېرو مهاجرو او کډوالو له مهمو ستونزو څخه دي. ځیني کسان د اوږدو قانوني پروسو او نامعلوم راتلونکي له امله له سختو اندېښنو سره هم مخ وي.

افغانان هم د نړۍ له هغو ملتونو څخه دي چي د اوږدو جګړو او ناامنۍ له امله یې پراخه او اوږدمهاله مهاجرت تجربه کړی دئ. میلیونونه افغانان د بېلابېلو جګړو په اوږدو کي له خپلو کورونو څخه بې‌ځایه سوي او نورو هېوادونو ته مهاجر او کډوال سوي دي. ډېری افغانان اوس هم په بېلابېلو هېوادونو کي د قانوني اسنادو، کورنۍ یووالي، تعلیم، کار، روغتیا، ټولنیز ادغام او د نوي ژوند سره د عیارېدو له ستونزو سره مخ دي.

د مهاجرو او کډوالو ستونزې یوازې د یوه هېواد یا یوې سیمي ستونزه نه ده، بلکي یوه نړیواله بشري موضوع ده. هر مهاجر او کډوال د انسان په توګه د انساني کرامت، امنیت، آزادۍ، تعلیم، روغتیا، کار، قانوني خوندیتوب، عادلانه چلند او د کورنۍ د یووالي حق لري. د مهاجرت یا کډوالۍ حالت باید د دې لامل نه سي چي یو انسان له خپلو اساسي بشري حقونو څخه محروم سي، له تبعیض سره مخ سي او یا د غیر انساني چلند قرباني وګرځي.

موږ د نړۍ له دولتونو، نړیوالو سازمانونو او بشري بنسټونو څخه غوښتنه کوو چي د مهاجرو او کډوالو وضعیت ته جدي او دوامداره توجه وکړي، د هغوی بشري او قانوني حقوق خوندي کړي، د کورنیو د بېلتون ستونزې راکمي کړي او د تعلیم، روغتیا، کار، سرپناه او قانوني خوندیتوب لازم امکانات ورته برابر کړي.

افغان انساني حقونو نړیوال سازمان د مهاجرو او کډوالو د بشري حقونو د دفاع او د هغوی د ستونزو د حل په موخه بېلابېلې برنامې او فعالیتونه تر لاس لاندي لري. سازمان د مهاجرو او کډوالو وضعیت څاري، د بشري حقونو اړوند ستونزې ثبتوي، د هغوی د حقونو په اړه عامه پوهاوی زیاتوي، له اړوندو ادارو او سازمانونو سره د ستونزو د حل لپاره کار کوي او خپلې غوښتنې او وړاندیزونه اړوندو دولتونو، نړیوالو سازمانونو او بشري بنسټونو ته وړاندې کوي.

زموږ هدف دا دئ چي مهاجرین او کډوال وکولای سي په امن، انساني کرامت، برابرۍ او د بشري حقونو په رعایت سره ژوند وکړي. موږ باور لرو چي د انسان اساسي حقوق باید د هغه د جغرافیایي موقعیت، تابعیت یا د مهاجرت او کډوالۍ د حالت له امله بدل نه سي.

په درنښت

د افغان انساني حقونو نړیوال سازمان اداره