په پاکستان، افغانستان، ایران، اوکراین، ترکیه، سوډان، یمن او میانمار کې د ملکي خلکو د وژنو او ځورونو غندنه کوو او د ملګرو ملتونو څخه د څېړنو او اقداماتو غوښتنه کوو
په نړۍ کې د بېلابېلو هېوادونو څخه د ملکي خلکو د وژنو، اعدامونو، بمبارونو، ټپي کېدو، نیول کېدو، شکنجې، جبري ورکېدنې، بې ځایه کېدو او نورو جدي بشري حقونو د سرغړونو په اړه راپورونه خپرېږي. په ۲۱مه پېړۍ کې د انسانانو پر وړاندې د دغه ډول تاوتریخوالي دوام د ژورې اندېښنې او خواشینۍ وړ دی.
د افغان انساني حقونو نړیوال سازمان په ټوله نړۍ کې د ملکي وګړو پر وړاندې هر ډول تاوتریخوالی، قصدي وژنې، بمبار، شکنجه، جبري ورکېدنه، غیرقانوني توقیف او نورې جدي سرغړونې په کلکو ټکو غندي او ټینګار کوي چې د انسان ژوند او کرامت باید د هېڅ سیاسي، پوځي، قومي، مذهبي یا فکري مخالفت قرباني نه شي.
له پاکستان، افغانستان، ایران، اوکراین، ترکیې، سوډان، یمن، میانمار، اسرائیلو او فلسطین څخه د ملکي انسانانو د وژنو او بشري حقونو د سرغړونو په اړه اندېښمنوونکي راپورونه خپرېږي.
د پاکستان له لوري پر افغانستان په ۲۰۲۶ کال کې پرله پسې بمبارونو له امله د سلګونو ملکي افغانانو د وژل کېدو او ټپي کېدو په اړه راپورونه ورکړل شوي دي. په پاکستان کې دننه پښتانه ـ افغانان او بلوڅان د نیونو، وژنو او جبري ورکېدنو په اړه شکایتونه کوي او وايي چې زرګونه کسان نیول شوي او بیا ورک شوي دي. همدارنګه، افغان کډوال د جبري نیونو، افغانستان ته د ستنولو، د پیسو او شتمنیو د له لاسه ورکولو او له نامناسب چلند سره د مخ کېدو په اړه پراخ شکایتونه کوي.
په افغانستان کې د طالبانو له لوري د پخوانیو امنیتي ځواکونو، ملکي مامورینو، سیاسي او مدني فعالانو او د ښځو د حقونو د فعالانو د نیولو، زنداني کولو او وژلو په اړه شکایتونه شته. ملکي خلک هم د سخت دریځۍ، محدودیتونو او ځورونو څخه شکایت کوي.
په ایران کې د بخښنې نړیوال سازمان د اعتراضونو د ځپلو پر مهال د وژنو، شکنجې، جبري ورکېدنو او نورو جدي سرغړونو یادونه کړې ده. د افغان ملکي وګړو د اعدامونو په اړه هم جدي اندېښنې موجودې دي.
په اوکراین کې د روسیه او اکراین د جګړې له امله ملکي وګړي وژل کېږي، ټپي کېږي او بېځایه کېږي، او ملکي زیربناوې زیانمنې شوې دي. له اکراین هم د بشری سرغړونو په اړه زړه بوږنونکی راپورونه خپریږي.
په ترکیه کې افغان کډوال د نیونو، وژنې، نامناسب چلند او جبري ډیپورټ په اړه شکایتونه کوي.
په سوډان کې روانه جګړه ملکي خلک له وژنو، لوږې، ټپي کېدو او جبري بې ځایه کېدو سره مخ کړي دي.
په یمن کې اوږده جګړه د ملکي خلکو د وژنې، ټپي کېدو، بې ځایه کېدو او لوږې لامل شوې ده.
په میانمار کې ملکي خلک د جګړو، وژنو، نیونو، جبري بې ځایه کېدو او د کورونو د ویجاړېدو له ستونزو سره مخ دي.
په اسرائیلو او فلسطین کې هم ملکي خلک له پراخې مرګ ژوبلې او سختو بشري ستونزو سره مخ دي.
موږ د ملکي خلکو پر وړاندې وژنې، اعدامونه، بمبارونه، شکنجه، جبري ورکېدنې، غیرقانوني نیونې او نورې جدي بشري حقونو سرغړونې په کلکو ټکو غندو. د هر ملکي انسان ژوند او کرامت ارزښت لري او د ملکي خلکو وژنه او ربړونه په هېڅ صورت د توجیه وړ نه دي.
له ملګري ملتونو څخه غوښتنه کوو چې د دغو پېښو په اړه خپلواکې، بې طرفه او شفافې څېړنې ترسره کړي، د مسؤلینو حساب ورکونه یقیني کړي او د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره جدي اقدامات وکړي.
