د افغانانو تاریخ او نفوس
افغانان په نړۍ او اسیا کي له لویو ملتونو څخه دي. د لرغونپوهانو د څېړنو او موندنو او د موندل سویو تاریخي اثارو پر بنسټ، د افغانانو تاریخي مخینه له ۵۰۰۰ کلونو څخه زیاته ده. افغانان د اوږده او بډایه تاریخ په لرلو سره، د تاریخ په بېلابېلو دورو کي په بېلابېلو نومونو یاد سوي دي.
افغانان له زرګونو کلونو راهیسي د لوی افغانستان په تاریخي خاوره او شاوخوا سیمو کي اوسېدلي دي. لرغونپوهانو په دې خاوره کي تاریخي اثار، لرغوني ښارونه او د پخوانیو تمدنونو نښي موندلي دي چي د دې سیمي د اوږدې تاریخي مخیني څرګندونه کوي.
افغانستان په تېرو پېړیو کي د بېلابېلو تمدنونو، کلتورونو او دینونو شاهد پاته سوی دئ. باختر، بلخ، ګندهارا او د کوشانیانو تمدن د دې سیمي له مهمو تمدنونو څخه دي. له اسلام څخه مخکي هم په افغانستان کي د بېلابېلو دینونو او مذهبي دودونو ډېر تاریخي اثار لا هم سته چي د افغانستان تاریخي مخینه زرګونو کلونو ته رسوي.
افغانستان د تاریخ په بېلابېلو دورو کي پراخه تاریخي جغرافیه لرله. دې پراخي سیمي ته لوی افغانستان ویل کېږي. لوی افغانستان هغه جغرافیه وه چي تر دوه نیمو پېړیو مخکي موجوده وه. د اوسني افغانستان ترڅنګ، پاکستان هم د افغانستان د خاوري یوه برخه وه، د هند ځیني مهم ښارونه لکه ډهلي، د ایران مهم ښارونه لکه مشهد، او د ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان ځیني مهمي سیمي هم د افغانستان تر واکمنۍ لاندي وې.
افغانستان د اسیا په زړه کي موقعیت لري او له هند، ایران، ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان او چین سره ګډي ځمکنۍ پولې لري. د افغانستان دې جغرافیایي موقعیت له پخوا څخه دا هېواد د مرکزي او جنوبي اسیا، ایران او چین ترمنځ د تګ راتګ، سوداګرۍ او کلتوري اړیکو پر یوه مهمه څلورلارې بدل کړی دئ. د تاریخ په بېلابېلو دورو کي د افغانستان تاریخي جغرافیه د نننیو پولو په پرتله ډېره پراخه وه او له شاوخوا سیمو سره یې ژوري تاریخي، قومي او کلتوري اړیکي لرلې.
افغانان له پخوا څخه خپل ځانګړی کلتور، ژبي، دودونه، عنعنات او ټولنیز رواجونه لري. دغه کلتوري میراث د زرګونو کلونو په اوږدو کي رامنځته سوی او تر نن ورځي پوري د افغان هویت مهمه برخه جوړوي.
افغانان د تاریخ په اوږدو کي په مېلمه پالنه، زړورتیا، خپلواکۍ غوښتنه او له سولي او امنیت سره په مینه هم پېژندل سوي دي. د افغانانو پراخ ادبي او کلتوري میراث له طبیعت، ژوند، میني، انسانیت او ټولنیزو ارزښتونو سره د هغوی د ژوري اړیکي څرګندونه کوي.
افغانانو د علم، ادب، هنر، فلسفې، طب، ریاضیاتو او نورو برخو په وده کي هم ونډه اخیستې ده. ډېر علمي او کلتوري لاسته راوړني چي د دې خاوري او خلکو له تاریخي میراث سره تړاو لري، د نړۍ د تمدني تاریخ برخه جوړوي.
په نړۍ کي د افغانانو نفوس
افغانان په تېرو پېړیو کي د لوی افغانستان په پراخه جغرافیه کي یو ځای اوسېدل. له ایرانه نیولې، تر افغانستان، پاکستان او هند پوري، په دې پراخه سیمه کي اوسېدل. له شمال لوري څخه هم تر چین، ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان پوري په یوه پراخه جغرافیه کي اوسېدل.
کله چي پر افغانستان جګړې او یرغلونه وسول، جغرافیه یې ووېشل سوه او افغانان مهاجرت ته اړ سول؛ له همدې امله، د یوې واحدي جغرافیې پر ځای، د نړۍ بېلابېلو سیمو او هېوادونو ته ولاړل او هلته مېشت سول.
نن ورځ په ټوله نړۍ کي د افغانانو نفوس له ۲۰۰ میلیونو څخه زیات دئ.
د ډېرو جګړو له امله د افغانستان د خلکو بشپړه سرشمېرنه نه ده سوې، بلکي زموږ معلومات دا دي چي د افغانستان اوسنی نفوس له ۵۰ میلیونو څخه زیات دئ.
افغان روڼ اندي وایي چي پاکستان، چي پخوا د افغانستان خاوره وه او له نیمايي څخه زیات خلک یې افغانان وو او دي، د پاکستان حکومت، چي تل یې له افغانانو سره ستونزي لرلې دي، هېڅکله د افغانانو رښتینې او دقیقه سرشمېرنه نه ده کړې او نه غواړي چي دقیقه سرشمېرنه ترسره او خپره کړي؛ ځکه د پاکستان حکومت غواړي په پاکستان کي د افغانانو شمېر کم وښيي، څو هغوی ته لږ حق ورکړل سي او تل محروم پاته سي. په پاکستان کي د اوسېدونکو افغانانو شمېر له ۱۳۰ میلیونو څخه زیات دئ.
همدارنګه، د هند په ځینو سیمو کي چي څو پېړۍ مخکي د افغانانو تر واکمنۍ لاندي وې، میلیونه افغانان هم اوسېږي. په هندوستان کي له ۱۵ میلیونو څخه زیات افغانان اوسېږي.
همدارنګه، په ایران کي هم له ۱۰ میلیونو څخه زیات افغانان اوسېږي. په اروپایي او عربي هېوادونو کي د افغانانو نفوس له ۱۰ میلیونو څخه زیات دئ.
په امریکا، کاناډا، اسټرالیا، روسیه، ترکیه، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او ډېرو نورو هېوادونو کي میلیونونه افغانان خواره واره اوسېږي.
همدارنګه، د نړۍ په ټولو هېوادونو کي میلیونونه افغانان خواره واره اوسېږي.
زموږ د محاسبې پر بنسټ، په ټوله نړۍ کي د افغانانو نفوس له ۲۰۰ میلیونو څخه زیات دئ.

