د بشري حقونو کمیسیون
د بشري حقونو کمیسیون د افغان انساني حقونو نړیوال سازمان له اساسي او ستراتیژیکو کمیسیونونو څخه دی چي د بشري حقونو د ساتنې، ودې، څارنې او پیاوړتیا لپاره فعالیت کوي. دا کمیسیون د انساني کرامت، عدالت، برابرۍ، آزادۍ او د قانون د حاکمیت د ارزښتونو د ترویج او ملاتړ په موخه خپلي چاري ترسره کوي او د بشري حقونو د نړیوالو اصولو، کنوانسیونونو او منل شویو معیارونو د رعایت او عملي کېدو لپاره هڅي کوي.
کمیسیون د بشري حقونو اړوند وضعیت ارزوي، معلومات او اسناد راټولوي، تحلیل او مستندوي او د بشري حقونو د خوندیتوب او پیاوړتیا لپاره علمي څېړنې، راپورونه او سپارښتنې چمتو کوي. همدارنګه له ملي او نړیوالو بنسټونو سره د بشري حقونو د درناوي، عدالت او حساب ورکونې په برخه کي همکاري او همغږي کوي.
کمیسیون د بشري حقونو د جدي سرغړونو، جنګي جرمونو، د بشریت پر وړاندي د جنایاتو، جبري بې ځایه کېدو، تبعیض، شکنجې، غیرقانوني چلند او نورو بشري حقونو ضد کړنو د مستندسازۍ او راپور ورکولو په برخه کي فعالیت کوي او د قربانیانو د حقونو د خوندیتوب او د عدالت د تأمین لپاره هڅي کوي.
همدارنګه، کمیسیون د نړۍ له بېلابېلو بشري حقونو بنسټونو، ملي او نړیوالو ادارو، مدني ټولنو، څېړنیزو مرکزونو او اړوندو دولتي او غیر دولتي مراجعو سره د ګډ کار له لارې د بشري حقونو د نړیوالو معیارونو د عملي کېدو او د بشریت پر وړاندې د جنایاتو د مخنیوي لپاره فعالیت کوي.
د کمیسیون موخې
- د بشري حقونو د اصولو او ارزښتونو ساتنه او ترویج.
- د بشري حقونو د وضعیت څارنه او ارزونه.
- د بشري حقونو د سرغړونو مستندسازي.
- د عدالت، برابرۍ او انساني کرامت پیاوړتیا.
- د بشري حقونو د خوندیتوب لپاره د پالیسیو او سپارښتنو چمتو کول.
- د بشري حقونو په برخه کي د ملي او نړیوالو همکاریو پراختیا.
د کمیسیون اساسي دندې او صلاحیتونه
- د بشري حقونو د وضعیت دوامداره څارنه او ارزونه.
- د بشري حقونو د سرغړونو اړوند معلوماتو، اسنادو او شواهدو راټولول او تحلیل.
- د بشري حقونو په اړه علمي، حقوقي او تحلیلي څېړنې ترسره کول.
- د بشري حقونو د جدي سرغړونو، جنګي جرمونو او د بشریت پر وړاندې د جنایاتو مستند سازي.
- د بشري حقونو اړوند راپورونه، اعلامیې، پالیسۍ او سپارښتنې چمتو کول.
- د بشري حقونو د خوندیتوب او پیاوړتیا لپاره اړوندو مراجعو ته مشورې او وړاندیزونه وړاندې کول.
- د بشري حقونو د عامه پوهاوي او ظرفیت لوړونې پروګرامونو ملاتړ.
- د سازمان د نورو کمیسیونونو د فعالیتونو د بشري حقونو اړخ ارزول او د اړتیا پر مهال ورته لازمي مشورې وړاندي کول.
د شکایتونو په برخه کي د کمیسیون رول
د بشري حقونو کمیسیون د شکایتونو د ثبتولو لومړنۍ مرجع نه ده. شکایتونه د شکایتونو د ثبت او څېړنې کمیسیون له خوا ثبت او ارزول کېږي او د اړتیا په صورت کي د بشري حقونو کمیسیون ته د تخصصي ارزونې او نظر لپاره راجع کېدای سي.
د بشري حقونو کمیسیون د راجع شویو قضیو د بشري حقونو اړخ ارزوي او د اړتیا په صورت کي اړوندو کمیسیونونو او مراجعو ته لازمي سپارښتنې وړاندې کوي.
د نړیوالو جرمونو او جدي سرغړونو مستند سازي
کمیسیون د بشري حقونو د جدي سرغړونو، جنګي جرمونو او د بشریت پر وړاندې د جنایاتو اړوند معلومات او شواهد راټولوي، ارزوي او مستندوي. د دې مستندسازۍ موخه د حقایقو خوندي کول، د قربانیانو د حقونو ملاتړ، د حساب ورکونې د پروسې پیاوړتیا او اړوندو ملي او نړیوالو مراجعو ته د باوري معلوماتو وړاندې کول دي.
له ملي او نړیوالو بنسټونو سره همکاري
کمیسیون د خپلو موخو د تحقق لپاره له ملي او نړیوالو بشري حقونو بنسټونو، نړیوالو سازمانونو، مدني ټولنو، څېړنیزو مرکزونو، حقوقي بنسټونو او نورو اړوندو ادارو سره د مسلکي اصولو په چوکاټ کي همکاري او همغږي کوي.
کاري اصول
د بشري حقونو کمیسیون خپلې چاري د لاندې اصولو پر بنسټ ترسره کوي:
- د انساني کرامت درناوی.
- بې پرېتوب او خپلواکي.
- عدالت او مساوات.
- شفافیت او حساب ورکونه.
- د معلوماتو او اسنادو محرمیت.
- د قانون د حاکمیت ملاتړ.
- د تبعیض، تاوتریخوالي او بشري حقونو ضد کړنو مخالفت.
- مسلکي توب، صداقت او مسؤلیت منل.
- د بشري حقونو نړیوالو اصولو او معیارونو ته ژمنتیا.
د کمیسیون تشکیلاتي جوړښت
د بشري حقونو کمیسیون له لاندي غړو څخه جوړ دی:
د کمیسیون رئیس
د کمیسیون مرستیال
د کمیسیون منشي
د کمیسیون ۷ نفره غړي
د کمیسیون ژمنتیا
د بشري حقونو کمیسیون ژمن دی چي د بشري حقونو د نړیوالو اصولو او ارزښتونو په رڼا کي د عدالت، برابرۍ، انساني کرامت او اساسي آزادیو د پیاوړتیا لپاره په خپلواک، مسلکي، بې پرې او مسؤلانه ډول فعالیت وکړي او د یوې عادلانه، سوله ییزې او د بشري حقونو د درناوي پر بنسټ د ټولنې د رامنځته کېدو لپاره اغېزمن رول ولوبوي.
