AIHRO

51315d22 4dd0 404e 9ee2 aeca537d3429.png

هر انسان په طبعي توګه د مساوی حقونو مستحق دی. سازمان د بي اوازه خلکو اواز دی.

7f8b885d 36b5 4ba0 984f fcecb8fad845
cb663624 4e59 4a7d 9c3a 2089c47bfb26

.هر انسان په طبعي شکل د مساوی حقونو مستحق دی

اواز د بي اوازه خلکو لپاره

بدبختانه افغانان له یوې پیړۍ راهیسې د ترهګرۍ، افراطیت او نیابتي جګړو قربانیان دي، چي له امله یې میلیونونه خلک وژل سوی دی .....

زموږ په اړه

د افغان انساني حقونو نړیوال سازمان یو رسمي، قانوني، ثبت شوی او خپلواک سازمان دی چې د محرومو او زیانمنو خلکو د بشري حقونو د خوندیتوب او ملاتړ لپاره رامنځته شوی دی. سازمان په  ۲۰۲۵  کال کې ثبت او تأسیس شوی دي.

د سازمان مرکزي دفتر د کاناډا په پلازمېنه اوتاوا کې دی او دوهمه څانګه یې په ټورنټو ښار کې فعالیت کوي. سازمان پلان لري چې په تدریجي ډول د کاناډا په نورو ښارونو او وروسته په نورو هېوادونو کې هم خپلې څانګې فعالې کړي.

سازمان به په نړیواله کچه د بشري حقونو د خوندیتوب، د محرومو انسانانو د حقونو د ملاتړ او د محرومیت د کچې د کمولو لپاره له ټولو قانوني او ممکنه لارو څخه کار واخلي.

د سازمان په جوړښت کې اته بېلابېل کمیسیونونه شامل دي چې هر کمیسیون خپل رئیس، مرستیال، منشي او نور غړي لري. سربېره پر دې، سازمان بېلابېلې تخصصي او کاري کمېټې هم لري چې د سازمان د موخو د پلي کولو لپاره فعالیت کوي.

زموږ ژمنتیا: د انساني کرامت، عدالت او بشري حقونو ملاتړ او د هر هغه انسان لپاره کار کول چې له خپلو اساسي او مشروع حقونو څخه محروم دی.

په درنښت

د سازمان اداره