د عدالت نړیواله محکمه
د عدالت نړیواله محکمه (ICJ) د ملګرو ملتونو اصلي قضایي ارګان دی. دا محکمه د ملګرو ملتونو د منشور له مخي د ۱۹۴۵ کال په جون کي رامنځته سوه او په ۱۹۴۶ کال کي یې خپل فعالیت پیل کړ.
د محکمې مرکزي دفتر د هالنډ په هاګ ښار کي د سولې په ماڼۍ (Peace Palace) کي دی او د ملګرو ملتونو له شپږو اصلي ارګانونو څخه یوازي همدا محکمه په نیویارک کي نه ده مېشته.
د عدالت نړیوالې محکمې اساسي دنده دا ده چي د دولتونو ترمنځ حقوقي شخړي د نړیوال قانون له مخي حل کړي او د ملګرو ملتونو د صلاحیت لرونکو ارګانونو او ځانګړو ادارو له خوا ورسپارل سوو حقوقي پوښتنو په اړه مشورتي نظریات وړاندې کړي.
محکمه له ۱۵ قاضیانو څخه جوړه ده چي د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې او امنیت شورا له خوا د نهو کلونو لپاره ټاکل کېږي. د محکمې رسمي ژبي انګلیسي او فرانسوي دي.
د عدالت نړیوالې محکمې په خپلو کلنیو فعالیتونو کي د دولتونو ترمنځ پر بېلابېلو مهمو حقوقي شخړو او نړیوالو حقوقي مسایلو کار کړی دی. په دغو موضوعاتو کي د بشري حقونو، د دولتونو مسؤلیت، د زیانونو او تاوانونو جبران، د چاپېریال ساتنه، نسل وژنه، شکنجه، نژادي تبعیض او نور مهم نړیوال حقوقي مسایل شامل دي.
د دغو فعالیتونو له لاري د عدالت نړیواله محکمه د نړیوال قانون د حاکمیت، د عدالت د ټینګښت او د دولتونو ترمنځ د حقوقي شخړو د سوله ییز حل په برخه کي رول ترسره کوي.