AIHRO

51315d22 4dd0 404e 9ee2 aeca537d3429.png

هر انسان په طبعي توګه د مساوی حقونو مستحق دی. سازمان د بي اوازه خلکو اواز دی.

7f8b885d 36b5 4ba0 984f fcecb8fad845
cb663624 4e59 4a7d 9c3a 2089c47bfb26

.هر انسان په طبعي شکل د مساوی حقونو مستحق دی

اواز د بي اوازه خلکو لپاره

بدبختانه افغانان له یوې پیړۍ راهیسې د ترهګرۍ، افراطیت او نیابتي جګړو قربانیان دي، چي له امله یې میلیونونه خلک وژل سوی دی .....

د مهاجرینو حقوق

مهاجرت د انسانانو د ژوند یوه مهمه برخه ده. انسانان د جګړو، نا امنۍ، سیاسي او مذهبي فشارونو، اقتصادي ستونزو، طبیعي پېښو، ځوروني او نورو شرایطو له امله خپل کورونه پرېږدي او د امن، ثبات او ښه راتلونکي لپاره نورو سیمو او هېوادونو ته ځي.

مهاجر کېدل د انسان حقوق له منځه نه وړي. یو انسان چي له خپل هېواد څخه وتلی وي، لا هم د انساني کرامت، ژوند، امنیت، عدالت او اساسي بشري حقوقو خاوند دی. د نړۍ نړیوال بشري اصول ټینګار کوي چي له مهاجرینو سره باید د انسان په توګه په درناوي او له تبعیض پرته چلند وسي.

د مهاجرینو اساسي حقوق

هر مهاجر حق لري چي د خپل ژوند او شخصي امنیت لپاره خوندي چاپېریال ولري، له شکنجې، تاوتریخوالي، سپکاوي او غیر انساني چلند څخه خوندي وي او د قانون تر ساتني لاندي له خپلو مشروع حقوقو څخه برخمن سي.

مهاجرین د روغتیا، زده کړي، کار، کورنۍ ژوند، قانوني هویت، عدالت او نورو اساسي ټولنیزو او انساني حقونو په برخه کي د عادلانه چلند حق لري. د یوه مهاجر اقتصادي یا قانوني وضعیت باید د هغه د انساني کرامت د کم ارزښته کېدو سبب نه سي.

د تبعیض پر وړاندي خوندیتوب

مهاجرین باید د قوم، ژبي، دین، تابعیت، پوستکي رنګ، جنسیت، سیاسي نظر، کلتوري شالید یا د مهاجرت د وضعیت له امله له ناعادلانه تبعیض سره مخ نه سي.

د مهاجرینو سره د قانون په چوکاټ کي توپیر لرونکی اداري چلند په ځینو مواردو کي د هېوادونو د قوانینو له مخې ممکن وي؛ خو هر ډول چلند باید د انساني کرامت، عدالت او بنسټیزو بشري حقونو له اصولو سره برابر وي.

د پناه او خوندیتوب حق

هغه کسان چي د جدي ځوروني، جګړې، تعقیب یا خطر له امله خپل هېواد پرېږدي، د نړیوالو بشري اصولو له مخې د خوندیتوب او پناه غوښتلو لپاره د خپلو غوښتنو د عادلانه ارزونې حق لري.

هیڅ انسان باید په داسي حالت کي بېرته هغه ځای ته ونه لېږل سي چي هلته یې ژوند، آزادي یا امنیت له جدي خطر سره مخ وي. د هرې پناه غوښتنې موضوع باید په عادلانه او انساني ډول وارزول سي.

د کورنۍ د یو ځای کېدو حق

کډوالي ډېري کورنۍ له یو بل څخه جلا کوي. د کورنۍ یو ځای کېدل د انسان د سالم ژوند یوه مهمه برخه ده. له همدې امله باید د امکان تر حده د قانوني لارو له مخي د کورنیو د یو ځای کېدو لپاره مناسب او عادلانه فرصتونه موجود وي. د کورنیو نه یوځای کیدنه د مهاجرو پر روغتیايي او روانی وضعیت منفي اغیزې درلودای سي، نو اړینه ده چي د نړۍ ټول دولتونه د مهاجرینو د کورنیو یوځای کیدو ته اړینه توجه وکړي.

د مهاجرینو د کار او زده کړي حق

مهاجرین د خپلو وړتیاوو د کارولو او د خپل راتلونکي د جوړولو لپاره د کار او زده کړي اړتیا لري. عادلانه کار، خوندي کاري شرایط، مناسب معاش او د زده کړي فرصتونه د مهاجرینو د ټولنیز ادغام او خپلواک ژوند لپاره مهم رول لري.

مهاجر باید د انساني اړتیا له امله د جبري کار، قاچاق او ناوړه ګټه اخیستني قرباني نه سي.

د ماشومانو او نورو زیان منونکو مهاجرینو خوندیتوب

د مهاجرت په بهیر کي ماشومان، ښځې، سپین ږیري، معلولین او ناروغان ځانګړي خطرونه تجربه کولای سي. د دغو کسانو خوندیتوب او اړتیاوي باید په ځانګړې توګه په پام کي ونیول سي.

ماشومان باید د کډوالۍ له امله له زده کړو، روغتیا، کورنۍ پاملرني او خپل اساسي حقوقو څخه محروم نه سي.

د مهاجرینو مسؤلیتونه

د مهاجرینو حقوق د مسؤلیتونو سره هم تړلي دي. هر مهاجر باید د هغه هېواد نافذه قوانین، د نورو خلکو حقوق، عامه نظم او ټولنیز اصول رعایت کړي. د قانون رعایت او د نورو انسانانو درناوی د سالم ګډ ژوند لپاره ضروري دي.

زموږ دریځ

د افغان انساني حقونو نړیوال سازمان باور لري چي مهاجرین باید د خپلو انساني حقوقو، کرامت او قانوني خوندیتوب څخه برخمن وي. موږ د هغو مهاجرینو ملاتړ کوو چي د جګړو، ځوروني، نا امنۍ، بې وزلۍ او نورو سختو شرایطو له امله خپل کورونه پرېښي دي او د امن او ښه راتلونکي په لټه کي دي.

سازمان هڅه کوي چي د مهاجرینو د حقوقو په اړه عامه پوهاوی لوړ کړي، د هغوی مشروع ستونزي مطرح کړي، د تبعیض او ناوړه چلند پر وړاندي د انساني حقونو د اصولو ملاتړ وکړي او له اړوندو قانوني او مدني بنسټونو سره د همکارۍ له لاري د مهاجرینو د ستونزو د حل لپاره خپل رول ترسره کړي.

مهاجر کېدل د انسانیت له لاسه ورکول نه دي؛ د انسان کرامت، ژوند او اساسي حقوق له سرحدونو سره نه ختمېږي.