AIHRO

7d0b0353 0a6d 4411 b58d bad49176a72a

هر انسان په طبعي توګه د مساوی حقونو مستحق دی. سازمان د بي اوازه خلکو اواز دی.

7d0b0353 0a6d 4411 b58d bad49176a72a
2c4bd2f7 9fac 4e22 b454 d6ec1a1a465b

.هر انسان په طبعي شکل د مساوی حقونو مستحق دی

اواز د بي اوازه خلکو لپاره

د هر انسان لپاره مساوي حقونه غواړو

کاناډا ته د راتلونکو بند پاته افغانانو د ملاتړ فورمه

د افغانستان د جمهوري نظام له سقوط وروسته، د کاناډا حکومت د ځانګړو مهاجرتي او بشري پروګرامونو له لارې یو شمېر افغانان کاناډا ته راوستل. خو لا هم یو شمېر مستحق افغانان په افغانستان او نورو هېوادونو کې پاتې دي او د خپلو مهاجرتي پروسو له ځنډ، رد یا نورو ستونزو سره مخ دي. د ډېرو افغان کورنیو غړي په نیمګړي ډول کاناډا ته را رسېدلي دي، په داسې حال کې چې د کورنۍ مهم غړي یې لا هم له کاناډا څخه بهر پاتې دي.

په کاناډا کې ډېرو افغانانو د افغان انساني حقونو نړیوال سازمان ته ویلي دي چې د دوی کورنۍ په نیمګړي ډول کاناډا ته راوستل شوې دي او د کورنۍ مهم غړي یې پاتې دي. دې حالت د جلا شوې کورنیو لپاره ډېرې جدي ستونزې رامنځته کړې دي. له همدې امله، افغان انساني حقونو نړیوال سازمان غواړي د هغو افغان کورنیو د پاتې غړو معلومات په لېست کې شامل کړي او له حکومت سره خبرې وکړي، ترڅو هغوی ته کاناډا ته د راتګ لاره پرانیستل شي.

هغه افغانان چې ملګري یا خپلوان یې له کاناډا څخه بهر دي او غواړي چې کاناډا ته یې راولي، کولای شي دا فورمه ډکه کړي، ترڅو د اړیکو او معلوماتو کمېټه د هغوی معلومات په لېست کې شامل کړي.

مننه.

1. شخصي معلومات
بند پاته خلکو په اړه لنډ معلومات
د مدني اقدام برخه
د محرومیت خبرتیا: ستاسو معلومات به یوازې د مدافعې، له دولتي ادارو سره د اړیکو، او له بند پاتې افغانانو څخه د ملاتړ لپاره وکارول شي. ستاسو شخصي معلومات به ستاسو له رضایت پرته له بل چا سره شریک نه سي.