AIHRO

7d0b0353 0a6d 4411 b58d bad49176a72a

هر انسان په طبعي توګه د مساوی حقونو مستحق دی. سازمان د بي اوازه خلکو اواز دی.

7d0b0353 0a6d 4411 b58d bad49176a72a
2c4bd2f7 9fac 4e22 b454 d6ec1a1a465b

.هر انسان په طبعي شکل د مساوی حقونو مستحق دی

اواز د بي اوازه خلکو لپاره

د هر انسان لپاره مساوي حقونه غواړو

7a2ec7008f206fa24cec375a03d39db4
افغانستان ولي له یرغلونو، جګړو او بدبختۍ سره مخ هیواد دی؟

افغانستان په اسیا او نړۍ کي یو لرغونی او د اوږده تاریخ لرونکی هېواد دئ. د افغانستان خاوره د زرګونو کالو راهیسي د بېلابېلو تمدنونو، کلتورونو او سترواکیو شاهد پاته سوې ده. د دغه هېواد ځانګړی جغرافیایي موقعیت، د مرکزي، جنوبي او لوېدیځي اسیا ترمنځ پروتوالی او د مهمو سوداګریزو او ستراتیژیکو لارو سره نژدېوالی، افغانستان د سیمي او نړۍ د لویو قدرتونو لپاره له پخوا څخه مهم ګرځولی دئ.

دوه نیمي پېړۍ مخکي د احمدشاه ابدالي په دوره کي یو متحد، عصري او پیاوړی افغان دولت رامنځته سو، چي د ننني افغانستان له جغرافیې څخه ډېر پراخ وو. ننني پاکستان، د هند ځیني مهمي سیمي او ښارونه لکه ډهلی، او د ایران ځیني ښارونه لکه مشهد، د هغه د دولت تر واک یا نفوذ لاندي وه. همدا شان د ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان ځیني سیمې هم د افغان دولت برخې وې. خو د افغانستان همدې پراخ جغرافیایي او ستراتیژیک اهمیت د سیمي او نړۍ د قدرتونو توجه هم ځانته راواړوله.

په تېرو دوو پېړیو کي افغانستان څو لویو جګړو ته داخل سوی دئ. په دې جګړو کي یې هېواد څو واره وران سوی دئ.

لومړۍ انګلیس ـ افغان جګړه (۱۸۳۹) د برتانوي هند او روسیې د سیالۍ په دوره کي رامنځته سوه. برتانیا غوښتل افغانستان د خپل نفوذ په ساحه کي وساتي او د روسیې د پراخېدونکي نفوذ مخه ونیسي. افغانانو پراخ مقاومت وکړ او جګړه د برتانوي ځواکونو لپاره له درنو تلفاتو سره پای ته ورسېده.

دوهمه انګلیس ـ افغان جګړه (۱۸۷۸) هم د همدې لویې سیاسي سیالۍ په چاپېریال کي رامنځته سوه. برتانوي پوځونه افغانستان ته داخل سول، افغانانو مقاومت وکړ او په پای کي برتانیا د افغانستان پر بهرني سیاست د نفوذ هڅه وکړه.

درېیمه انګلیس ـ افغان جګړه (۱۹۱۹) بیا د برتانیا او افغانستان ترمنځ جګړه وسوه او له دې جګړې وروسته افغانستان له برتانیا څخه بیا خپلواکي واخیسته.

له برتانیا څخه د ازادۍ اخیستلو وروسته، د افغانستان پاچا امان الله خان د مډرن او عصري افغانستان د بنسټ ډبره کښېښوده. په افغانستان کي یې پراخ اصلاحات او د لوړې درجې بدلونونه رامنځته کړل او د نننۍ نړۍ د دیموکراسۍ په شان یې د یوه سیستم د جوړولو هڅه وکړه. خو د امان الله خان په وړاندي کورنیو مذهبي ډلو، چي بهرنی ملاتړ یې درلود، جګړه وکړه او د افغانستان د پرمختګ مخه یې ونیوله. امان الله خان غوښتل چي افغانستان د اروپايي هېوادونو په څېر جوړ کړي، خو بهرنیو هېوادونو د هغه په وړاندي مخالفتونه او مشکلات ایجاد کړل او افغانستان یې له عصري کېدو راوګرځاوه.

د شوروي ـ افغان جګړه (۱۹۷۹–۱۹۸۹) افغانستان د سړې جګړې د نړیوالې سیالۍ په مرکز بدل کړ. شوروي اتحاد افغانستان ته خپل پوځونه واستول، غوښتل یې افغانستان ونیسي او له هغه لاري پاکستان ونیسي او هند ته ځان ورسوي. د شوروي ځواکونو په مقابل کي د افغان مجاهدینو په نوم جنګي ډلې د پاکستان هېواد لخوا رامنځته سوې، ترڅو د روسیې څخه پاکستان وژغوري. دې جنګي ډلو ته امریکا، سعودي عربستان او ځینو نورو هېوادونو هم له بېلابېلو مجاهدینو سره مالي، پوځي او لوژستیکي مرستې کولې. دې جګړې افغانستان سخت ویجاړ کړ، میلیونونه افغانان کډوال سول او د مړینو شمېر په بېلابېلو سرچینو کي له سلګونو زرو څخه تر میلیونونو پوري اټکل سوی دئ.

د شوروي له وتلو وروسته د پاکستان نیابتي ډلو کورنۍ جګړه پیل کړه. د سیمي مختلفو هېوادونو د دې ډلو ملاتړ کاوه او خپل اهداف یې پکښي درلودل. په نتیجه کي یې ډېر افغانان ووژل سول او د افغانستان ټول نظامي او حکومتي تجهیزات پاکستان یووړل او افغانستان یې په کنډواله بدل کړ.

وروستۍ ستره جګړه د امریکا او ناټو جګړه (۲۰۰۱–۲۰۲۱) وه. د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته امریکا او متحدین یې افغانستان ته ولاړل او د القاعدې او طالبانو پر ضد یې پوځي عملیات پیل کړل. په ۲۰۰۱ کال کي د امریکا تر څنګ د ناټو او نورو متحدو هېوادونو، لکه بریتانیا، کاناډا، جرمني، فرانسه، ایټالیا، هالنډ، ډنمارک، ناروې، ترکیې، پولنډ، هسپانیې او یو شمېر نورو هېوادونو پوځي ځواکونه افغانستان ته ولاړل. د دوی ماموریت شاوخوا شل کاله دوام وکړ، خو په ۲۰۲۱ کال کي بهرني ځواکونه له افغانستانه ووتل. جګړه شل کاله وغځېده.

امریکا چي د کوم هدف لپاره افغانستان ته تللې وه، چي د القاعدې مشر اسامه بن لادن ووژني، هغه په پاکستان کي وو او په ۲۰۱۱ کال کي د امریکا له لوري د پاکستان په ایبټ‌اباد کي ووژل سو. په دې شلو کلونو کي د پاکستان له لوري مختلفي نیابتي ډلي د امریکا، ناټو او افغان دولت په خلاف وجنګېدې، چي ملاتړ او کوربه‌توب یې پاکستان کاوه. د دې ترڅنګ، د افغانستان د جګړې په بېلابېلو پړاوونو کي د نورو هېوادونو، لکه روسیې او ایران، له لوري هم د ځینو ډلو د ملاتړ ادعاوي او شواهد موجود وه. د دغو جګړو په نتیجه کي د افغانستان تاسیسات ورانېدل او خلک وژل کېدل.

مګر سره له دې چي د القاعدې مشر په پاکستان کي وو او هلته د امریکا له لوري ووژل سو، امریکا او ناټو د پاکستان پر وړاندي د افغانستان په جګړه کي د پاکستان د رول په خاطر کومه جګړه پیل نه کړه او نه یې کوم پوځي اقدام وکړ.

راپورونه ښودل چي په افغانستان کي ۲۲ وسله‌والو ډلو فعالیت درلود. د دې ټولو ډلو بهرنی ملاتړ او اهداف درلودل. د سیمي او نړۍ هېوادونو ځانته جنګې ډلې درلودې او نیابتي جګړه یې په افغانستان کي مخ ته وړله. په دې کار سره مختلفي وسلې په افغانستان کي استعمال سوې، خو د جګړې مرکز یې افغانستان وو.

د دې جګړې په ترڅ کي افغان ملکي وګړي، افغان امنیتي ځواکونه، طالبان او نور وسله‌وال، او بهرني سرتېري ووژل سول. یوازې د ۲۰۰۸ کال له پای څخه تر ۲۰۲۱ کال پوري ملګرو ملتونو له ۴۰ زرو څخه ډېر ملکي افغانان وژل سوي او نږدې ۷۸ زره ټپیان ثبت کړي دي. د دې جګړې په پایله کي میلیونونه افغانان بې‌ځایه او کډوال سول، ګڼ شمېر کورونه او عامه تاسیسات ویجاړ سول او افغانستان له پراخو اقتصادي او ټولنیزو زیانونو سره مخ سو.

د پاکستان مداخلې او جګړې

نژدې ۷۸ کاله مخکي د پاکستان په نوم هېواد د نړۍ په نقشه کي نه وو. پاکستان د برتانیا لخوا رامنځته کړل سو. د پاکستان نیمايي خاوره د افغانستان له هېواد سره مربوطه ده او اوسېدونکي یې مکمل افغانان دي.

پاکستان د خپل موجودیت له پیله له افغانستان او هندوستان سره د جغرافیې پر سر مشکلات لری. پاکستان غواړي د افغانستان څخه جلا سوې خاوره او خلک په خپل هېواد کي مدغم کړي، خو په پاکستان کي دننه له سل میلیونه زیات افغانان له پاکستان سره نه یو ځای کېږي؛ هغوی غواړي بېرته له افغانستان سره یو ځای سي. مګر پاکستان دا کار نه غواړي، ځکه که د پاکستان افغانان بیرته له افغانستان سره یوځای سي نو پاکستان ته به ډیره لږه جغرافیه او یوازی څو ښارونه پاته سي.

په همدې اساس، پاکستان په تېرو اووه لسیزو کي جدې هڅې کړې چي په افغانستان کي دولتونه کمزوري او چپه کړي، ترڅو دوی پر افغانستان واک ولري او له افغان دولت څخه د ډیورنډ په نوم سند تر لاسه کړي او د پاکستان دننه د افغانستان خاوره خپل ملکیت کړي.

په همدې اختلافي موضوع پاکستان ټول عمر هڅه کړې او په  پاکستان او افغانستان کي یې بېلابېلي جنګي ډلې په بېلابېلو مذهبي نومونو جوړي کړي دی او په افغانستان کي یې کورنۍ جګړې رامنځته کړي دي.

د افغانستان او افغانانو په تباهۍ او وژل کېدو کي د پاکستان رول خاص ځای لری. پاکستان ته بیا د نړۍ نور هېوادونه د همدې نیابتي جګړو لپاره مرستې ورکوي.

په دې ټولو جګړو کي د افغانانو تلفات یوازې د جګړې په میدان کي د وژل سویو کسانو شمېر نه دئ. میلیونونه افغانان د جګړو له امله له خپلو کورونو بې‌ځایه او ایران، پاکستان او نورو هېوادونو ته کډوال سول. د افغانستان ښارونه، کلي، سړکونه، ښوونځي، روغتونونه، اقتصادي بنسټونه او دولتي ادارې په بېلابېلو دورو کي له مینځه تللی دی. د افغانستان تباهي پاکستان د ځان لپاره لویې لاسته راوړنې بللې او په همدې یې د خوشحالۍ جشنونه نیولې دی. خو نړیوالې ټولنې یوه ورځ هم د پاکستان د ظلمونو په وړاندې کوم اقدام نه دی کړی.

د افغانستان مسله د افغانانو داخلي مسله نه ده، بلکي د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د مداخلو مسله ده. که د نړۍ د هېوادونو مداخلې نه وای، نو نن به افغانستان د نړۍ له مډرنو او پرمختللو هېوادونو څخه شمېرل کېده. مګر د نړۍ د هېوادونو لاسوهنو افغانستان همیشه بې‌ثباته کړی، افغانان یې وژلي او مهاجر کړي دي. همدا وجه ده چي نن نړۍ د افغان مهاجرینو څخه ډکه ده.

په۲۰۲۱ کال کي امریکا او طالبانو په قطر کي معاهده لاسلیک کړه. امریکا او ناټو له افغانستانه ووتل او په افغانستان کي جمهوري حکومت د طالبانو له لوري چپه کړل سو او یو وار بیا طالبان واک ته ورسېده. د طالبانو په راتګ سره په افغانستان کي رسمي پېژندل سوی حکومت له منځه ولاړ. د طالبانو حکومت د نړیوالې ټولنې د شرطونو د نه پوره کېدو له امله په رسمیت نه دئ پېژندل سوی. د طالبانو له لوری په افغانستان کي د نجونو پر تعلیم او کار بندیز سربېره ګڼ نور بندیزونه هم وضعه سوي دي. دې چاري د افغانستان د پرمختګ بهیر درولی او افغانان یې په ستونزو کي راګیر کړي دي. له پنځو کلونو راهیسي افغانان نه پیژندلی سوی حکومت لری، نه په نړۍ کي سفارتونه او کونسلي خدمات لري، نه له نړۍ سره تجارتي اړیکي لري او نه د پرمختګ او هوسایني په اړه کومه هیله لري. او نړیوالې ټولنې هم افغانستان او افغانان هېر کړی دي، په داسي حال کي چي نننی وضعیت د نړيوالې ټولنې له امله رامنځته سوی دی. پاکستان چي د طالبانو کوربه او تر ټولو نژدې ملاتړی هیواد وو، هغوی هم اوس وخت ناوخته د افغانستان پر ملکي وګړو بمبارونه کوي.

د جګړو ژورې پایلې

د افغانستان د اوږدو جګړو تر ټولو ستر زیان یوازي د انسانانو وژل کېدل او د هېوادونو د ښارونو او کلیو ویجاړېدل نه دي؛ بلکي د دې جګړو ژور اغېز د افغانانو په کورنیو، ټولنیز ژوند او رواني حالت کي هم پاته سوی دئ.

تقریباً هره افغانه کورنۍ په یوه نه یوه ډول د جګړو له امله درانه زیانونه لیدلي دي. یوې کورنۍ خپل پلار له لاسه ورکړی، بلي خپل زوی، بلي خپل مور یا ورور، او ځیني کورنۍ له خپلو کورونو او شتمنیو څخه بې‌برخي سوې دي. میلیونونه افغانان مهاجرت ته اړ سول او میلیونونه نور د جګړو له امله د ټپونو، معلولیتونو، بې‌وزلۍ او د خپلو عزیزانو د له لاسه ورکولو له درد سره پاته سول.

د جګړو رواني اغېز تر نن ورځي هم د افغانانو په ژوند کي لیدل کېږي. د جګړو، چاودنو، وژنو، مهاجرتونو او د کورنیو د بېلتون تجربو پر خلکو ژور رواني فشار اچولی دئ. ډېری کسان د وېرې، خپګان، اضطراب، بې‌خوبۍ او رواني صدمې له ستونزو سره مخ سوي دي. د ملګرو ملتونو او روغتیا نړیوال سازمان هم په افغانستان کي د اوږدو جګړو له امله د رواني صدمې، خپګان او اضطراب د پراخو اغېزو یادونه کړې ده.

د جګړو دغه رواني زخمونه یوازي په یوه نسل پوري محدود نه دي؛ بلکي د جګړو تجربې د کورنیو له لارې راتلونکو نسلونو ته هم انتقالېدای سي. هغه ماشوم چي د جګړې په منځ کي لوی سوی، هغه مور چي خپل اولاد یې له لاسه ورکړی، او هغه کورنۍ چي کلونه یې په مهاجرت او وېره کي تېر کړي، هره یوه د جګړې یوه اوږده رواني کیسه له ځان سره لري.

په پایله کي، د افغانستان د جګړو اصلي بیه یوازي ویجاړ سوي ودانۍ او له منځه تللي تأسیسات نه دي؛ بلکي د میلیونونو افغانانو له لاسه تللي ژوندونه، مات سوي کورونه، بې‌ځایه سوي کورنۍ، له لاسه تللي فرصتونه او هغه ژور رواني زخمونه دي چي تر ډېرو کلونو وروسته هم د افغان ولس پر ژوند خپل اغېز پرېږدي.

میلیونونه افغانان نړۍ د خپلو اهدافو لپاره وژلې، معلول کړی، مهاجر کړی او بیا یې توجه هم ورته نه ده کړې. نړۍ د افغانانو پوروړې ده او دا پور نړۍ نسي اداء کولای.

یادونه: د افغانستان د جګړو په اړه مختلف کتابونه لیکل سوی دی او په دې اړه کتابونه خبرې کیدای سي، موږ یوازی هڅه وکړه چي لنډیز له تاسو سره شریک کړو.

په درنښت

لاندې په تصویرونو کي افغانستان د جګړو پر مهال لیدلای سئ.

hqdefault

f0c23264 f655 4727 afa1 228c3145b42f w1200 r1

kabul during civil war of fundamentalists 1993 2