د مدافع وکیلانو او قضايي چارو کمیسیون
د مدافع وکیلانو او قضايي چارو کمیسیون د افغان انساني حقونو نړیوال سازمان هغه کمیسیون دی چي د حقوقو، قضايي چارو او مدافع وکالت په برخه کي د مسلکي متخصصینو او مدافع وکیلانو له شتون څخه برخمن دی. د سازمان له لوري ټولې هغه حقوقي او قضايي موضوعګانې چي د جدي بشري حقونو د سرغړونو، جنایاتو او نړیوالو قضایي قضیو سره تړاو ولري، دې کمیسیون ته راجع کېږي.
کمیسیون د جنګي جرمونو، د بشریت پر وړاندې د جرمونو، د ملکیانو د وژنو، شکنجې، تهدید، غیرقانوني چلند او د بشري حقونو د نورو جدي سرغړونو په اړه مستند معلومات او اسناد په حقوقي او قضايي بڼه ارزوي او تنظیموي.
دغه کمیسیون د نړۍ له محاکمو، قضايي بنسټونو، حقوقي مراجعو او نورو اړوندو نړیوالو حقوقي ادرسونو او نړیوالو عدالتونو سره د قانوني اصولو په چوکاټ کي کار کوي او د بشري حقونو د سرغړونو او جنایاتو اړوندې قضیې د موجودو حقوقي لارو له مخې تعقیبوي او پر مخ یې وړي.
د کمیسیون اساسي دندې او صلاحیتونه
د سازمان له لوري راجع شویو حقوقي او قضايي قضیو ارزونه او تعقیب.
د بشري حقونو د جدي سرغړونو او جنایاتو اړوند اسناد او معلومات حقوقي ارزونه او تنظیمول.
د جنګي جرمونو، د بشریت پر وړاندې جرمونو او نورو جدي سرغړونو اړوند قضیو حقوقي تعقیب.
نړیوالو محاکمو او قضايي مراجعو ته د اړوندو قضیو په اړه مستند معلومات او حقوقي اسناد وړاندې کول.
د نړۍ له قضايي بنسټونو او حقوقي مراجعو سره د بشري حقونو د سرغړونو په اړه قانوني همکاري.
د قربانیانو د حقونو او عدالت د تأمین لپاره د قانوني لارو ملاتړ.
د قضیو حقوقي بهیر، اسناد او پایلې ثبت او مستندول.
د کمیسیون کاري اصول
د قانون حاکمیت، عدالت، بې پرېتوب، مسلکي حقوقي چلند، د قربانیانو د حقونو درناوی، د معلوماتو محرمیت او د بشري حقونو د نړیوالو معیارونو رعایت.
د کمیسیون تشکیلاتي جوړښت
د کمیسیون رئیس
د کمیسیون مرستیال
د کمیسیون منشي
د کمیسیون غړي
د کمیسیون ژمنتیا
د مدافع وکیلانو او قضايي چارو کمیسیون ژمن دی چي د افغان انساني حقونو نړیوال سازمان له لوري راجع شوې قضايي او حقوقي قضیې په مسلکي او قانوني ډول تعقیب کړي، له نړیوالو محاکمو او حقوقي مراجعو سره لازم کار او همکاري ترسره کړي او د بشري حقونو د سرغړونو او جنایاتو د عدالت او حساب ورکونې لپاره قانوني هڅې پر مخ یوسي.
