AIHRO

51315d22 4dd0 404e 9ee2 aeca537d3429.png

هر انسان په طبعي توګه د مساوی حقونو مستحق دی. سازمان د بي اوازه خلکو اواز دی.

7f8b885d 36b5 4ba0 984f fcecb8fad845
cb663624 4e59 4a7d 9c3a 2089c47bfb26

.هر انسان په طبعي شکل د مساوی حقونو مستحق دی

اواز د بي اوازه خلکو لپاره

بدبختانه افغانان له یوې پیړۍ راهیسې د ترهګرۍ، افراطیت او نیابتي جګړو قربانیان دي، چي له امله یې میلیونونه خلک وژل سوی دی .....

769a7c22 45c7 4045 bb80 065de784cade
د نړیوالو اړیکو کمیسیون

د نړیوالو اړیکو کمیسیون د افغان انساني حقونو نړیوال سازمان د نړیوالو چارو او بهرنیو اړیکو د تنظیم او پرمخ وړلو مسئول کمیسیون دی. دغه کمیسیون د نړۍ له دولتونو، د بهرنیو چارو وزارتونو، سفارتونو، نړیوالو او سیمه‌ ییزو سازمانونو، د بشري حقونو له بنسټونو او نورو اړوندو مراجعو سره د بشري حقونو په اړه خبرې، مشورې او همغږي ترسره کوي.

کمیسیون د بشري حقونو اړوند ستونزې او ننګونې نړیوالو مراجعو ته رسوي او د هغو د حل لپاره عملي طرحې، وړاندیزونه او مشورې وړاندې کوي. همدارنګه د بشري حقونو د ترویج، خوندیتوب او د سرغړونو د مخنیوي په برخه کي له نړیوالو شریکانو سره ګډ کار کوي.

د کمیسیون موخې
  • د بشري حقونو اړوند ستونزې او ننګونې نړیوالو مراجعو ته رسول.
  • د بشري حقونو د ستونزو د حل لپاره عملي طرحې او وړاندیزونه وړاندې کول.
  • د بشري حقونو د ترویج او خوندیتوب په برخه کي له نړیوالو بنسټونو سره ګډ کار کول.
  • د افغانانو د بشري حقونو موضوعات په نړیواله کچه مطرح کول.
  • د نړیوالو تجربو او تخصصونو څخه د بشري حقونو د پرمختګ لپاره ګټه اخیستل.
د کمیسیون اساسي دندې او صلاحیتونه
  • له دولتونو، د بهرنیو چارو وزارتونو، سفارتونو، نړیوالو سازمانونو او د بشري حقونو له بنسټونو سره د بشري حقونو په اړه رسمي خبرې او مشورې ترسره کول.
  • نړیوالو مراجعو ته د بشري حقونو اړوند ستونزې، سرغړونې او ننګونې وړاندې کول.
  • د بشري حقونو د ستونزو د حل لپاره اړوندو نړیوالو بنسټونو ته طرحې، وړاندیزونه او مشورې وړاندې کول.
  • د بشري حقونو د ترویج، خوندیتوب او د سرغړونو د مخنیوي لپاره له نړیوالو شریکانو سره ګډ فعالیتونه ترسره کول.
  • د بشري حقونو اړوند په نړیوالو کنفرانسونو، غونډو او ناستو کي د سازمان استازیتوب کول.
  • د نړیوالو بشري حقونو د معیارونو، راپورونو او پرېکړو مطالعه او تعقیب.
  • د نړیوالو تجربو او تخصصونو د تبادلې او ګډو څېړنو زمینه برابرول.
د بشري حقونو د ستونزو د حل رول

د نړیوالو اړیکو کمیسیون هڅه کوي چي د بشري حقونو ستونزې یوازې نړیوالو مراجعو ته مطرح نه کړي، بلکې د هغو د حل لپاره عملي لارې هم وړاندې کړي. کمیسیون د اړوندو موضوعاتو د ارزونې له لارې د حل طرحې او وړاندیزونه چمتو کوي او له نړیوالو او ملي مراجعو سره یې شریکوي.

کاري اصول
  • متقابل احترام او باور.
  • مسلکي او ډیپلوماټیک چلند.
  • بې پرېتوب او مسئولیت.
  • شفافیت او حساب ورکونه.
  • د نړیوالو قوانینو او بشري حقونو د معیارونو رعایت.
  • د رسمي معلوماتو او اسنادو محرمیت.
  • د خبرو اترو او سوله‌ ییزو حل لارو ملاتړ.
د کمیسیون تشکیلاتي جوړښت

د نړیوالو اړیکو کمیسیون له لاندې غړو څخه جوړ دی:

د کمیسیون رئیس

د کمیسیون مرستیال

د کمیسیون منشي

د کمیسیون ۷ نفره غړي

د کمیسیون ژمنتیا

د نړیوالو اړیکو کمیسیون ژمن دی چي د افغان انساني حقونو نړیوال سازمان نړیوالې چارې په مسلکي او مسئولانه ډول پر مخ یوسي، د بشري حقونو ستونزې نړیوالو مراجعو ته ورسوي او د دولتونو، سفارتونو، نړیوالو سازمانونو او د بشري حقونو له بنسټونو سره د ګډو همکاریو له لارې د بشري حقونو د ترویج، خوندیتوب او پیاوړتیا لپاره اغېزمن رول ولوبوي.