AIHRO

51315d22 4dd0 404e 9ee2 aeca537d3429.png

هر انسان په طبعي توګه د مساوی حقونو مستحق دی. سازمان د بي اوازه خلکو اواز دی.

7f8b885d 36b5 4ba0 984f fcecb8fad845
cb663624 4e59 4a7d 9c3a 2089c47bfb26

.هر انسان په طبعي شکل د مساوی حقونو مستحق دی

اواز د بي اوازه خلکو لپاره

بدبختانه افغانان له یوې پیړۍ راهیسې د ترهګرۍ، افراطیت او نیابتي جګړو قربانیان دي، چي له امله یې میلیونونه خلک وژل سوی دی .....

د ښځو حقوق

د ښځو حقوق د بشري حقوقو یوه نه بېلېدونکې برخه ده. د نړۍ د بشري حقوقو اصول ښځه د یوه بشپړ او با کرامته انسان په توګه پېژني، چي د خپل ژوند، آزادۍ، امنیت، عزت او راتلونکي په اړه د عادلانه او برابر چلند حق لري.

ښځه یوازي د کورنۍ، ټولني او یا د یوې ځانګړي دندي له مخي نه پېژندل کېږي، بلکي د یوه خپلواک انسان په توګه خپل اساسي او نه سلبېدونکي حقوق لري.

نړیوال بشري معیارونه ټینګار کوي چي هېڅ ښځه باید یوازي د ښځینه توب له وجي له خپلو اساسي حقوقو څخه محرومه، له فرصتونو بې برخي او یا له تبعیض سره مخ نه سي. ښځه او نارینه باید د انساني کرامت، قانوني حقوقو او فرصتونو په برخه کي له عادلانه او برابر چلند څخه برخمن وي.

د ښځو حقوق په دې مانا دي چي ښځه باید وکولای سي آزاده، خوندي، با کرامته او له تبعیض پرته ژوند وکړي؛ خپل نظر څرګند کړي؛ زده کړي وکړي؛ کار وکړي؛ اقتصادي فعالیت ولري؛ د خپل ژوند په مهمو پرېکړو کي ونډه واخلي؛ په ټولنیز او عامه ژوند کي ګډون وکړي او د قانون تر ساتني لاندي له خپلو مشروع حقوقو څخه برخمنه وي.

برابري یوازي دا نه ده چي ښځه او نارینه په کاغذ کي برابر وبلل سي؛ بلکي حقیقي برابري هغه وخت رامنځته کېږي چي ښځي په عملي ژوند کي هم د زده کړي، کار، روغتیا، عدالت، امنیت، اقتصادي فرصتونو او ټولنیز ګډون لپاره عادلانه فرصتونه ولري.

د ښځو پر وړاندي تبعیض

د بشري حقوقو نړیوال اصول د جنسیت پر بنسټ تبعیض د منلو وړ نه ګڼي. هر ډول توپیر، محدودیت یا محرومیت چي د ښځې د جنسیت له وجي د هغې د حقوقو او آزادیو د کمېدو یا له منځه تلو سبب کېږي، د برابرۍ له اصل سره په ټکر کي دی.

د ښځو پر وړاندي تبعیض یوازي ښکاره ظلم نه دی؛ کله ناکله په قوانینو، دودونو، ټولنیزو جوړښتونو، کاري چاپېریال، زده کړو او نورو برخو کي هغه خنډونه هم د تبعیض بڼه لري چي ښځي د خپلو حقوقو له بشپړ استعمال څخه محرومي کوي.

هره ښځه حق لري چي له فزیکي، رواني، جنسي او اقتصادي تاوتریخوالي، ګواښ، سپکاوي، استثمار، جبري چلند او هر ډول ناوړه استفادې څخه خوندي وي.

د ښځو پر وړاندي تاوتریخوالی یوازي یوه شخصي یا کورنۍ موضوع نه ده؛ بلکي د انسان د کرامت او اساسي حقوقو جدي سرغړونه ده. د ښځې امنیت، عزت، جسمي او رواني روغتیا باید په هر حالت کي خوندي وي.

د زده کړي حق، د کار حق او د روغتیا حق

هره ښځه او نجلۍ د زده کړي او د خپل استعداد د لوړولو حق لري. د زده کړي فرصت باید د جنسیت له وجي محدود نه سي.

همدارنګه ښځه حق لري چي د خپلي وړتیا او انتخاب له مخي کار وکړي، عادلانه معاش ترلاسه کړي، له خوندي کاري چاپېریال څخه برخمنه وي او د مسلکي پرمختګ لپاره برابر فرصتونه ولري.

ښځي حق لري چي د روغتیايي خدمتونو، درملني، روغتیايي معلوماتو او مناسبي پاملرني څخه پرته له تبعیض څخه برخمني سي.

ټولنه او اړوند بنسټونه باید داسي شرایط برابر کړي چي ښځي، په ځانګړي ډول د امیندوارۍ، زېږون، ناروغۍ، معلولیت، بې وزلۍ او نورو سختو حالاتو پر مهال، له لازم ملاتړ او پاملرني څخه برخمني سي.

د پرېکړي او ګډون حق

ښځه حق لري چي د خپل ژوند په اړه په آزاده توګه پرېکړه وکړي او په ټولنیزو، مدني او عامه چارو کي ونډه واخلي.

د ښځو ګډون په ټولنه کي یوازي یو امتیاز نه دی؛ بلکي د یوې عادلانه، متوازني او پرمختللي ټولني یوه مهمه اړتیا ده.

هغه ټولنه چي د ښځو ږغ نه اوري، د ټولني د یوې لويي برخي له تجربې، وړتیا او نظر څخه محرومه پاته کېږي.

زموږ دریځ

د افغان انساني حقوقو نړیوال سازمان د ښځو د حقوقو خوندیتوب د بشري حقوقو یوه مهمه برخه ګڼي. سازمان باور لري چي ښځي او نجوني باید د تبعیض، تاوتریخوالي، محرومیت او هر ډول غیر عادلانه چلند پر وړاندي خوندي وي او د خپلو مشروع حقوقو د ترلاسه کولو لپاره قانوني او سوله ییزي لاري ولري.

موږ باور لرو چي د ښځو د حقوقو ساتنه یوازي د ښځو لپاره کار نه دی؛ بلکي د عدالت، انساني کرامت، ټولنیز ثبات او سالم راتلونکي لپاره کار دی.

د ښځو حقونه بشري حقونه دي؛ د ښځو درناوی، برابري او خوندیتوب د یوې عادلانه او سوله ییزې ټولنې بنسټ جوړوي.