جنګي جرمونه
جنګي جرم څه ته ویل کېږي؟
جنګي جرمونه هغه جدي سرغړوني دي چي د وسله والو شخړو پر مهال د جګړې له منل سوو بشري او حقوقي اصولو څخه په سرغړونه کي ترسره کېږي. دا جرمونه کولای سي د ملکي خلکو، ټپیانو، ناروغانو، بندیانو، د جګړې له ډګر څخه وتلو کسانو او نورو خوندي کسانو پر وړاندي ترسره سي.
جګړه په خپل ذات کي د هر ډول عمل اجازه نه ورکوي. حتا هغه مهال چي وسله واله شخړه روانه وي، د انسان ژوند، انساني کرامت او ځیني اساسي حقوق باید خوندي پاته سي. د جګړې لپاره د ځانګړو اصولو موجودیت د همدې لپاره دی چي د جګړې زیانونه محدود او هغه کسان خوندي سي چي په جګړه کي برخه نه لري یا نور د جګړې کولو توان نه لري.
ملکي خلک باید د جګړې هدف ونه ګرځي
په جګړو کي تر ټولو زیات زیان ډېری وخت عامو خلکو ته رسېږي. ماشومان، ښځې، نارینه، سپین ږیري او نور ملکي وګړي کېدای سي خپل ژوند، کورونه، روغتیا، کورنۍ او د ژوند اساسي امکانات له لاسه ورکړي.
ملکي خلک باید د جګړې د مستقیم هدف په توګه ونه ټاکل سي. د ملکي سیمو قصدي په نښه کول، د خلکو پر وړاندي داسي بریدونه کول چي د ملکي وګړو د زیان احتمال په څرګند ډول له پامه وغورځول سي، او یا د عامو خلکو د وېرولو او فشار لپاره تاوتریخوالی کارول، د جګړې له جدي بشري پایلو سره تړاو لري او باید په جدي ډول وڅېړل سي.
د جنګي جرمونو بېلګي
جنګي جرمونه بېلابېل ډولونه لري. د ملکي خلکو قصدي وژل، شکنجه، غیر انساني چلند، جنسي تاوتریخوالی، یرغمل نیول، د بندیانو سره ناوړه چلند، د ملکي خلکو غیر قانوني شړل یا بې ځایه کول او د هغو کسانو پر وړاندي برید کول چي نور په جګړه کي برخه نه لري، د جنګي جرمونو له هغو کړنو څخه دي چي د نړیوالو حقوقي اصولو له مخې جدي اهمیت لري.
همدارنګه د روغتونونو، طبي کارکوونکو، بشري مرستو رسوونکو او هغو ځایونو او کسانو په اړه چي د ځانګړي خوندیتوب وړ وي، د هغوی پر وړاندي د قانون خلاف بریدونه کول د جدي حقوقي مسؤلیت سبب کېدای سي.
د جګړې او جنګي جرم ترمنځ توپیر
هره جګړه یا هره جګړه ییزه پېښه په خپله جنګي جرم نه ګڼل کېږي. د جنګي جرم د تشخیص لپاره باید د پېښي شرایط، د شخړي ډول، د ترسره سوي عمل څرنګوالی، د هدف ماهیت، د مرتکب نیت او نور اړوند حقوقي عناصر په پام کي ونیول سي.
همدا توپیر ځکه مهم دی چي د هرې پېښي په اړه باید له احساساتي قضاوت څخه ډډه وسي او د موجودو شواهدو او اړوندو حقوقي معیارونو پر بنسټ یې ارزونه وسي. د جنګي جرم ادعا باید د جدي، بې پرې او مسلکي څېړني له لاري وارزول سي.
د جګړې بندیان، ټپیان او تسلیم سوي کسان
هغه کسان چي ټپیان سوي، ناروغ دي، نیول سوي یا تسلیم سوي وي، د جګړې له فعال ګډون څخه وروسته ځانګړي خوندیتوب ته اړتیا لري. د هغوی شکنجه، سپکاوی، قصدي وژنه، غیر انساني چلند او د اړتیا وړ طبي مرستي څخه محرومول د انسان د کرامت پر وړاندي جدي سرغړونه ده.
ټپیان او ناروغان باید د هغوی د هویت یا د جګړې د اړخ له توپیر پرته تر هغه حده چي شرایط اجازه ورکوي، روغتیايي پاملرنه ترلاسه کړي. د بندیانو او نیول سوي کسانو انساني کرامت هم باید وساتل سي.
جنسي تاوتریخوالی او د جګړې قربانیان
جنسي تاوتریخوالی په جګړو کي د انسانانو پر وړاندي له تر ټولو دردوونکو سرغړونو څخه دی. ښځې، نجوني، هلکان او نارینه هم د جګړې په شرایطو کي له جنسي تاوتریخوالي، سپکاوي، زورونې او نورو ناوړه کړنو سره مخ کېدای سي.
داسي کړني یوازي فزیکي زیان نه رامنځته کوي، بلکي د قرباني پر رواني روغتیا، کورنۍ، ټولنیز ژوند او راتلونکي ژور اغېز پرېږدي. قربانیانو ته باید د طبي، رواني، ټولنیز او حقوقي ملاتړ زمینه برابره سي او د هغوی محرمیت او انساني کرامت وساتل سي.
د جګړې له امله د خلکو بې ځایه کېدل
جګړه کولای سي میلیونونه انسانان له خپلو کورونو او سیمو څخه وتلو ته اړ کړي. د کورونو ویجاړېدل، د ژوند د امکاناتو له منځه تلل، وېره او نا امني خلک دې ته اړ کوي چي خپل کورونه پرېږدي.
په داسي حالاتو کي د ملکي خلکو خوندیتوب، د هغوی د ژوند اساسي اړتیاوي او انساني کرامت باید په پام کي ونیول سي. هغه خلک چي د جګړې له امله بې ځایه کېږي، باید د مرستي، خوندیتوب او لازم حقوقي ملاتړ څخه بې برخي نه سي.
د قربانیانو حقونه
د جنګي جرمونو قربانیان د حقیقت، عدالت او انساني کرامت حق لري. د یوه جرم له امله وژل سوي یا ټپي سوي کسان او د هغوی کورنۍ باید هېرې نه سي. د قربانیانو اړتیاوي کېدای سي طبي درملنه، رواني ملاتړ، حقوقي مرسته، ټولنیز ملاتړ او د زیان د جبران غوښتنه شامله وي.
د قربانیانو د حقونو ساتنه باید یوازي د جګړې تر پای وروسته نه، بلکي د څېړني او عدالت په ټوله پروسه کي په پام کي ونیول سي. هغوی باید د پېښي د بیان، د خپل حق د تعقیب او د عدالت د ترلاسه کولو لپاره مناسب فرصت ولري.
عدالت او حساب ورکونه
د جنګي جرمونو د مخنیوي او د قربانیانو د حقونو د ساتني لپاره حساب ورکونه اړینه ده. هغه کسان چي د جنګي جرمونو مسؤلیت ور په غاړه وي، باید د قانون له مخي وپېژندل سي او د عادلانه قضایي بهیر له لاري یې مسؤلیت وڅېړل سي.
د عدالت موخه باید یوازي د مجرم سزا نه وي؛ بلکي د حقیقت موندل، د قربانیانو د حقونو پېژندل، د هغوی د زیان جبران او د ورته جرمونو د تکرار د مخنیوي لپاره د قانوني او عملي اقداماتو رامنځته کول هم د عدالت مهم اړخونه دي.
زموږ دریځ
د افغان انساني حقوقو نړیوال سازمان د جګړو پر مهال د ملکي خلکو د وژني، شکنجې، جنسي تاوتریخوالي، یرغمل نیولو، غیر انساني چلند او نورو جدي سرغړونو په کلکه مخالفت کوي. زموږ په باور، وسله واله شخړه د انسان د کرامت او د ملکي خلکو د ژوند د حق د له منځه وړلو اجازه نه ورکوي.
موږ ټینګار کوو چي عام خلک باید د جګړو هدف ونه ګرځي، ټپیان، ناروغان، بندیان او تسلیم سوي کسان باید له انساني چلند څخه برخمن وي او د جنګي جرمونو ادعاوي باید په بې پرې، مسلکي او د شواهدو پر بنسټ وڅېړل سي.
موږ د قربانیانو د حقونو، حقیقت، عدالت او حساب ورکوني ملاتړ کوو او باور لرو چي د جنګي جرمونو پر وړاندي مبارزه باید د قربانیانو د کرامت په ساتلو، د مسؤلینو په قانوني حساب ورکولو او د راتلونکو جرمونو د مخنیوي پر بنسټ ولاړه وي.