AIHRO

51315d22 4dd0 404e 9ee2 aeca537d3429.png

هر انسان په طبعي توګه د مساوی حقونو مستحق دی. سازمان د بي اوازه خلکو اواز دی.

7f8b885d 36b5 4ba0 984f fcecb8fad845
cb663624 4e59 4a7d 9c3a 2089c47bfb26

.هر انسان په طبعي شکل د مساوی حقونو مستحق دی

اواز د بي اوازه خلکو لپاره

بدبختانه افغانان له یوې پیړۍ راهیسې د ترهګرۍ، افراطیت او نیابتي جګړو قربانیان دي، چي له امله یې میلیونونه خلک وژل سوی دی .....

نړیوال بشري قانون

د انسانانو د پیدایښت سره، په بېلابېلو وختونو کي د انسانانو د طبیعي حقونو د پېژندلو او تعریف کولو لپاره په نړۍ کي پراخې هڅي سوي دي. د بشري حقونو په اړه ډېر تعریفونه، کتابونه او مطالب لیکل سوي دي. موږ دلته د بشري حقونو د نړیوال حقوقي نظام مهم ټکي په لنډ او معلوماتي ډول تشریح کوو؛ هغه اصول چي د انسان ژوند، کرامت، حقوق او د جګړې پر مهال د انسان ساتنه تعریفوي.

انسان او بشري حقوق

په نړیوالو بشري اصولو کي هر انسان د خپل انسان کېدو له وجي د کرامت او اساسي حقوقو خاوند ګڼل کېږي. د انسان حقوق د هغه د جنس، قوم، رنګ، ژبي، دین، تابعیت، ټولنیز یا اقتصادي حالت له وجي له منځه نه ځي.

ښځي او نارینه د انساني کرامت او اساسي حقوقو له پلوه برابر دي. هر انسان باید د ژوند، آزادۍ، امنیت، عدالت او د خپل شخصیت د درناوي حق ولري.

د انسان اساسي حقوق

د انسان مهم اساسي حقوق د ژوند، انساني کرامت، امنیت، آزادۍ، زده کړو، روغتیا، کار، کورنۍ، برابر فرصتونو، بیان، فکر او عقیدې له آزادۍ سره تړاو لري.

انسان باید له تبعیض، تعصب، کرکي، شکنجې، سپکاوي، استثمار او غیر انساني چلند څخه خوندي وي. د هر انسان لپاره باید د خپل استعداد او وړتیا د څرګندولو عادلانه فرصت موجود وي.

د سالم چاپېریال حق

سالم چاپېریال د انسان د ژوند او روغتیا یوه مهمه اړتیا ده. پاکي اوبه، پاکه هوا، روغتیايي شرایط او د ککړتیا څخه ساتنه د سالم ژوند له مهمو اړتیاوو څخه دي. د چاپېریال ساتنه د اوسني او راتلونکي نسل د ژوند له ساتني سره مستقیمه اړیکه لري.

د زده کړو حق

زده کړه د انسان د فکر، شخصیت او راتلونکي د جوړېدو بنسټ دی. هر انسان باید د زده کړو عادلانه فرصت ولري. تعلیم یوازي د لوست او لیک زده کړه نه ده؛ بلکي د فکر کولو، پوهې، مسلکي وړتیا او د ټولني په پرمختګ کي د ګډون توان هم پیاوړی کوي.

د بیان، فکر او دین آزادي

انسان د فکر کولو، نظر لرلو او د خپل نظر د مشروعو لارو د بیانولو حق لري. همدارنګه هر انسان د وجدان، دین او عقیدې د آزادۍ حق لري او باید د خپلې عقیدې له وجي له ناعادلانه تبعیض او جبري چلند سره مخ نه سي.

انسان په جګړه کي

کله چي وسله واله شخړه رامنځته سي، نړیوال بشري قانون د انسانانو د ساتني لپاره ځانګړي قواعد ټاکي.

ملکي وګړي باید د جګړې له مستقیمو هدفونو څخه خوندي وي. ټپیان او ناروغان باید د هغوی د وضعیت مطابق وساتل سي او درملنه یې وسي. هغه کسان چي تسلیم سوي، نیول سوي یا نور په جګړه کي ګډون نه کوي، باید له شکنجې، سپکاوي او غیر انساني چلند څخه خوندي وي.

د جګړې ښکېلي خواوي باید د ملکي وګړو او نظامي اهدافو ترمنځ توپیر وکړي او د جګړې په ترسره کولو کي ټاکل سوي حقوقي حدود مراعات کړي.

نړیوال بشري قانون څه غواړي؟

نړیوال بشري قانون غواړي چي حتا د جګړې په وخت کي هم انسانیت او انساني کرامت له منځه ولاړ نه سي. دا قانون د ملکي وګړو ساتنه، د ټپیانو او ناروغانو خوندیتوب، له جګړې څخه د وتلو کسانو سره انساني چلند او د جګړې د بشري زیانونو محدودول غواړي.

د انسان بشپړ ژوند

د انسان بشپړ ژوند یوازي د ژوندي پاته کېدو معنا نه لري. انسان هغه وخت بشپړ او با کرامته ژوند لري چي ژوند، امنیت، آزادي، عدالت، زده کړه، روغتیا، کار، کورنۍ، برابر فرصتونه، د فکر او بیان آزادي او د سالم چاپېریال شرایط ولري.

د نړیوالو بشري حقوقو او نړیوال بشري قانون اساسي فکر دا دی چي هر انسان د انسان په توګه د کرامت او حقوقو وړ دی، او جګړه، توپیر او اختلاف باید د انسانیت او انساني کرامت د له منځه وړلو سبب نه سي.