AIHRO

51315d22 4dd0 404e 9ee2 aeca537d3429.png

هر انسان په طبعي توګه د مساوی حقونو مستحق دی. سازمان د بي اوازه خلکو اواز دی.

7f8b885d 36b5 4ba0 984f fcecb8fad845
cb663624 4e59 4a7d 9c3a 2089c47bfb26

.هر انسان په طبعي شکل د مساوی حقونو مستحق دی

اواز د بي اوازه خلکو لپاره

بدبختانه افغانان له یوې پیړۍ راهیسې د ترهګرۍ، افراطیت او نیابتي جګړو قربانیان دي، چي له امله یې میلیونونه خلک وژل سوی دی .....

نړیوال بشردوستانه قانون

نړیوال بشردوستانه قانون (IHL) د نړیوال قانون هغه ځانګړي قواعد دي چي د وسله والو شخړو پر مهال د جګړې اغېزې پر انسانانو محدودوي. د دې قانون موخه دا ده چي د هغو کسانو ژوند، انساني کرامت او سلامتۍ ته ساتنه ورکړي چي په جګړه کي مستقیمه برخه نه اخلي، یا یې نور مستقیمه برخه اخیستل پای ته رسولي وي.

نړیوال بشردوستانه قانون د جګړې د ښکېلو خواوو لپاره د جګړې د ترسره کولو پر وسایلو او طریقو هم محدودیتونه ټاکي. د ملکي وګړو او ملکي شیانو پر وړاندي مستقیم او بې توپیره بریدونه، د بې ضرورته کړاو رامنځته کول او ځیني ځانګړي وسایل او طریقې د دې قانون له مخي منع یا محدود سوي دي.

د نړیوال بشردوستانه قانون قواعد د ټپیانو او ناروغانو، د جګړې د بندیانو، ملکي وګړو، روغتیايي کارکوونکو او بشري مرستندویانو د ساتني لپاره ځانګړي اصول لري. همدارنګه د کلتوري شتمنیو، د عبادت ځایونو، د ملکي وګړو د بقا لپاره د اړینو شیانو او ځینو نورو مهمو ملکي تاسیساتو د ساتني لپاره هم ځانګړي قواعد موجود دي.

د نړیوال بشردوستانه قانون مهم بنسټونه د جنیوا کنوانسیونونه، اضافي پروتوکولونه، نور نړیوال تړونونه او عرفي نړیوال قانون دي. دغه قانون د نړیوالو او غیر نړیوالو وسله والو شخړو لپاره د تطبیق بېلابېل قواعد لري او د شخړي د نوعیت او شرایطو له مخي یې حقوقي چوکاټ ټاکل کېږي.

نړیوال بشردوستانه قانون دا نه ټاکي چي د یوې جګړې پیل قانوني وو که غیر قانوني؛ بلکي کله چي وسله واله شخړه رامنځته سي، د جګړې د ښکېلو خواوو چلند تنظیموي او د جګړې له امله د انسانانو د زیان د کمولو لپاره لازم حقوقي حدود ټاکي.

د انسان د ژوند او کرامت ساتنه

د نړیوال بشردوستانه قانون له نظره باید د ملکي وګړو او له خطر سره د مخامخ کسانو ژوند، عزت، کرامت، امنیت او هر ډول مشروع فرصتونه تر ممکنه حده خوندي سي. د قانون له نظره د انسان ژوند ځانګړی ارزښت لري او باید د جګړې، شخړو او تاوتریخوالي په شرایطو کي هم د انسان د ژوند او کرامت ساتنه له جدي پاملرني څخه برخمنه وي.

ټول انسانان مکلفیت لري چي د نورو انسانانو د ژوند او کرامت خیال وساتي، په ځانګړې توګه په جګړیز ماحول کي چي د انسانانو ژوند او امنیت له جدي خطرونو سره مخامخ وي. د ټپیانو، ناروغانو، ملکي وګړو او نورو له خطر سره د مخامخ کسانو ژوند ژغورل او خوندي کول یوازي حقوقي مسؤولیت نه دی، بلکي د انسانیت ګډه دنده او مسؤولیت هم دی. د جګړې په هر حالت کي باید د انسان ژوند، عزت او کرامت له هر ډول بې ځایه زیان څخه وساتل سي.