د بشریت په وړاندي جنایتونه
د بشریت په وړاندي په بېلابېلو وختونو کي ډول ډول جنایتونه ترسره سوي او لا هم ترسره کېږي. په دې اړه بېلابېل تعریفونه، کتابونه، څېړني او مطالب لیکل سوي دي. موږ دلته د بشریت په وړاندي د جنایتونو له جملې څخه یوازي ځیني مهم او مشهور ډولونه را اخلو او په لنډه توګه یې تشریح کوو.
د بشریت په وړاندي جنایتونه هغه تر ټولو جدي اعمال دي چي د انسانانو د ژوند، آزادۍ، امنیت او انساني کرامت پر وړاندي ترسره کېږي. کله چي د ملکي وګړو پر وړاندي وژنه، شکنجه، غلامي، جبري ورکول، جبري شړل، جنسي تاوتریخوالی او نور سخت غیر انساني اعمال په پراخه یا منظمه توګه ترسره سي، دا موضوع د بشریت په وړاندي د جنایتونو په چوکاټ کي مطرح کېږي.
د دې جرمونو قربانیان کېدای سي ماشومان، ښځې، نارینه، زاړه کسان او نور ملکي وګړي وي. د انسان قوم، ژبه، دین، عقیده، جنس، سیاسي نظر او ټولنیز حالت باید هېڅکله د دې سبب نه سي چي د هغه ژوند، آزادي، امنیت او انساني کرامت تر پښو لاندي سي.
د بشریت په وړاندي جنایتونو ډولونه
وژنه:
د انسان قصدي وژل، هغه که یو انسان وي او که ډیر انسانان وي. قصدي وژنه د بشریت په وړاندي د جنایت په توګه مطرح کېږي. د انسان د ژوند قصدي اخیستل د انسانیت پر وړاندي له تر ټولو جدي اعمالو څخه دي.
له منځه وړل:
د خلکو د ژوند لپاره د اړینو شرایطو په قصدي توګه له منځه وړل، په داسي ډول چي د خلکو د مړیني سبب سي.
غلامي:
د انسان آزادي سلبول او پر هغه باندي د مالکیت په څېر واک چلول، د هغه د کار، بدن یا خدمت څخه د هغه د خوښي او آزادۍ خلاف ګټه اخیستل.
جبري شړل یا انتقال:
د خلکو په زور له هغه ځای څخه ایستل یا بل ځای ته انتقالول چي هغوی پکي په قانوني توګه اوسېږي.
غیر قانوني بند:
د انسان له آزادۍ څخه په جدي توګه او د قانوني بنسټ پرته محرومول.
شکنجه:
د یوه انسان په قصدي توګه د سخت جسمي یا رواني درد او کړاو سره مخ کول.
جنسي تاوتریخوالی:
جنسي تېری، جنسي غلامي، جبري فحشا، جبري امیندوارۍ، جبري شنډول او نور جدي جنسي اعمال چي د انسان پر جسمي او رواني سلامتيا او کرامت سخت اغېز کوي.
تعقیب او ځورونه:
د یوه مشخص ګروپ یا ټولني د خلکو له اساسي حقونو څخه د هغوی د قوم، نژاد، دین، جنس، سیاسي نظر یا نورو پېژندونکو ځانګړنو له وجي قصدي او جدي محرومول.
جبري ورکول:
د یوه انسان نیول یا له آزادۍ څخه محرومول او بیا د هغه د ځای یا برخلیک په اړه د معلوماتو له ورکولو څخه انکار کول، په داسي ډول چي نوموړی کس د قانون له خوندیتوب څخه بې برخې سي.
د بشریت په وړاندي جنایتونه یوازي د جګړې جرمونه نه دي
د بشریت په وړاندي جنایتونه یوازي د جګړې له حالت سره نه دي تړلي. دا ډول جنایتونه د وسله والې شخړي په وخت کي او یا له وسله والې شخړي څخه پرته هم ترسره کېدای سي. مهمه موضوع دا ده چي د جرم څرنګوالی، قربانیان، د پېښو عمومي حالت او نور اړوند شرایط د نړیوالو جزایي اصولو له مخي وکتل سي.
د انسان ژوند او کرامت
د بشریت په وړاندي جنایتونو کي تر ټولو لوی زیان د انسان پر ژوند او کرامت واردېږي. انسان باید د هیچا د سیاسي، پوځي، قومي، مذهبي یا شخصي موخو لپاره د ظلم او جنایت قرباني نه سي.
د هر انسان ژوند ارزښت لري. د انسان آزادي، عزت، امنیت او انساني کرامت باید خوندي وي او هر هغه عمل چي په قصدي توګه دغه ارزښتونه تر پښو لاندي کوي، باید د قانون له نظره جدي وکتل سي.
د بشریت په وړاندي جنایتونو د مخنیوي لپاره د جرمونو پېژندل، د پېښو ثبتول، د شواهدو ساتل، د قربانیانو خوندیتوب او د مسؤلیت ټاکل مهم دي. د جرمونو په وړاندي چوپتیا او بې تفاوتي د قربانیانو درد نه ختموي؛ بلکي د عدالت او حقیقت د موندلو لاره لا ستونزمنوي.