AIHRO

51315d22 4dd0 404e 9ee2 aeca537d3429.png

هر انسان په طبعي توګه د مساوی حقونو مستحق دی. سازمان د بي اوازه خلکو اواز دی.

7f8b885d 36b5 4ba0 984f fcecb8fad845
cb663624 4e59 4a7d 9c3a 2089c47bfb26

.هر انسان په طبعي شکل د مساوی حقونو مستحق دی

اواز د بي اوازه خلکو لپاره

بدبختانه افغانان له یوې پیړۍ راهیسې د ترهګرۍ، افراطیت او نیابتي جګړو قربانیان دي، چي له امله یې میلیونونه خلک وژل سوی دی .....

د دین او عقیدې آزادي

د دین او عقیدې آزادي د انسان د اساسي او بنسټیزو حقونو له جملې څخه ده. هر انسان حق لري چي د خپل فکر، وجدان، دین او عقیدې په اړه په آزاده توګه پرېکړه وکړي او د خپل وجدان مطابق ژوند وکړي. د دې آزادۍ اصل د بشري حقونو په نړیواله اعلامیه او د مدني او سیاسي حقوقو په نړیوال میثاق کي په څرګند ډول پېژندل سوی دی.

د دین او عقیدې آزادي یوازي د یوه ځانګړي دین د پیروانو حق نه دی؛ بلکي هر انسان ته تعلق لري. په دې کي د دین یا عقیدې لرل، نه لرل، انتخابول، بدلول، ساتل او د خپلې عقیدې مطابق ژوند کول شامل دي. د نړیوالو بشري حقونو له مخي د دین او عقیدې مفهوم یوازې پر دودیزو دینونو محدود نه دی، بلکي بېلابېل دیني، غیر دیني او فلسفي باورونه هم پکي شاملېدای سي.

دا آزادي د انسان د فکر او وجدان له ژورو برخو سره تړاو لري. انسان باید وکولای سي چي خپل دیني یا عقیدوي باورونه د خپل وجدان او فکر له مخي وټاکي، پرته له دې چي د زور، ګواښ، تاوتریخوالي یا ناحقه فشار له لاري د یوه ځانګړي دین یا عقیدې منلو ته اړ کړل سي. همدارنګه هېڅ انسان باید یوازي د خپل دین، عقیدې یا د دین نه لرلو له وجي له سپکاوي، ځوروني او تبعیض سره مخ نه سي.

د دین او عقیدې آزادي یوازي په زړه او فکر کي د باور ساتلو معنا نه لري؛ بلکي د عبادت، مذهبي مراسمو، ښووني او نورو سوله ییزو دیني او عقیدوي اعمالو د ترسره کولو حق هم رانغاړي. انسان کولای سي خپل باورونه په یوازې توګه یا له نورو سره یو ځای، په شخصي یا عامه توګه، د قانون په چوکاټ کي څرګند او عملي کړي.

په یوه ټولنه کي د بېلابېلو دینونو، عقایدو او فکري لیدلورو شتون طبیعي انساني توپیر دی. د یوه انسان دین یا عقیده باید د هغه د انساني کرامت او اساسي حقوقو د کمېدو سبب نه سي. د ټولو انسانانو د حقوقو برابر درناوی، له تبعیض څخه ساتنه او د سوله ییز ګډ ژوند رامنځته کول د دین او عقیدې د آزادۍ مهم اصول دي.

د دین او عقیدې آزادي څه معنا لري؟

د دین او عقیدې آزادي یوازي د عبادت کولو معنا نه لري؛ بلکي انسان حق لري چي دین یا عقیده ولري، خپل دین یا عقیده انتخاب کړي، خپل باور وساتي، په ځینو شرایطو کي یې بدل کړي او د خپل وجدان مطابق ژوند وکړي.

په دې آزادۍ کي د دیني باورونو زده کړه، ښوونه، عبادت، مذهبي مراسم او د عقیدې نور سوله ییز اعمال هم شامل دي. دا حق د یوه ځانګړي دین یا عقیدې لپاره نه دی؛ بلکي د ټولو انسانانو لپاره دی.

د فکر او وجدان آزادي

هر انسان باید د خپل فکر او وجدان په برخه کي له زور او جبر څخه خوندي وي. هېڅوک باید د ګواښ، تاوتریخوالي، فشار یا سزا له لاري دې ته اړ نه کړل سي چي یو ځانګړی دین یا عقیده ومني، خپل باور بدل کړي او یا له خپل باور څخه لاس واخلي.

د دیني اقلیتونو حقوق

په هره ټولنه کي کېدای سي بېلابېل دینونه او عقاید موجود وي. د یوه دین د پیروانو اکثریت باید د نورو دینونو او عقایدو د پیروانو د اساسي حقوقو د محدودېدو سبب نه سي.

دیني اقلیتونه حق لري چي خپل دین او عقیده وساتي، عبادت او مذهبي مراسم ترسره کړي او خپل دیني هویت په سوله ییز ډول ژوندی وساتي. هغوی باید د خپل دین یا عقیدې له وجي له تبعیض، ځوروني او تاوتریخوالي څخه خوندي وي.

د دین او عقیدې پر بنسټ تبعیض

د انسان کرامت باید د هغه د دین، عقیدې یا د دین نه لرلو له وجي کم نه سي. هېڅ انسان باید د خپل دین یا عقیدې له امله له زده کړو، کار، ټولنیز ژوند، قانوني خوندیتوب او نورو اساسي حقوقو څخه په ناحقه محروم نه کړل سي.

د دیني اختلافاتو شتون باید د کرکي، دښمنۍ او تاوتریخوالي سبب نه سي؛ بلکي د متقابل درناوي او سوله ییز ګډ ژوند له لاري باید د بېلابېلو خلکو حقوق خوندي سي.

د دیني آزادۍ حدود

د دین او عقیدې آزادي د انسان یو اساسي حق دی، خو د عقیدې د عملي څرګندولو ځیني باندني اعمال په ځانګړو شرایطو کي د قانون له مخي محدودېدای سي. دا ډول محدودیتونه باید قانوني بنسټ ولري او د عامه امنیت، نظم، روغتیا، اخلاقو یا د نورو انسانانو د اساسي حقوقو او آزادیو د ساتني لپاره اړین وي.

د انسان کرامت او دیني آزادي

دین، عقیده، فکر او وجدان د انسان د شخصیت مهمي برخي دي. د هر انسان د عقیدې درناوی، د دیني تبعیض مخنیوی او له جبر او تاوتریخوالي څخه د خلکو ساتنه د بشري کرامت د خوندیتوب مهمه برخه ده.

د دین او عقیدې آزادي دا معنا لري چي انسانان د خپلو بېلابېلو باورونو سره سره کولای سي په سوله ییز ډول یو ځای ژوند وکړي، د یو بل حقوق رعایت کړي او د هر انسان انساني کرامت ته درناوی وکړي.