
په افغانستان کي د جګړو درانه زیانونه
د برتانیا جګړې
افغانستان په تېرو شاوخوا دوو پېړیو کي د پنځو سترو جګړو شاهد پاته سوی دئ. درې واره د برتانیا امپراتورۍ پر افغانستان حملې کړې دي، افغانانو یې په مقابل کي مقاومت کړی او په نتیجه کي یې میلیونونه افغانان وژل سوي او د هېواد ډېر بنسټونه او تأسیسات له منځه تللي دي.
لومړۍ افغان ـ انګلیس جګړه په ۱۸۳۹ کال کي پیل سوه، دوهمه افغان ـ انګلیس جګړه په ۱۸۷۸ کال کي پیل سوه، او درېیمه افغان ـ انګلیس جګړه په ۱۹۱۹ کال کي وسوه.
په دې درې واړو جګړو کي افغان ولس له ډېرو بشري او مالي زیانونو سره مخ سو. میلیونونه افغانان ووژل سول او ټپیان سول، ډېر کورونه او کلي ویجاړ سول او زرګونه کورنۍ له خپلو سیمو څخه بې ځایه او مهاجرت ته اړ سوې. جګړو د هېواد پر کرنه، اقتصاد، سوداګرۍ او ټولنیز ژوند هم ژور اغېز وکړ. په ډېرو سیمو کي د خلکو عادي ژوند ګډوډ سو او د هېواد د پرمختګ بهیر له سختو ستونزو سره مخ سو.
د دغو جګړو له امله افغانستان نه یوازي د انسانانو په مرګ ژوبله کي درانه زیانونه ولیدل، بلکي د هېواد سیاسي او اقتصادي ثبات هم زیانمن سو. له دې جګړو وروسته بیا د بېلابېلو ډلو ترمنځ کورنۍ جګړې رامنځته سوې، چي په پایله کي یې وطن له پرمختګ او تعلیم څخه نور هم شاته پاته سو او د جګړو او بې ثباتۍ لړۍ تر ډېرو کلونو پوري وغځېده.
د شوروي اتحاد حمله
په ۱۹۷۹ کال کي بیا شوروي اتحاد د خپلو ځواکونو سره پر افغانستان حمله وکړه او شوروي اتحاد غوښتل چي له افغانستان وروسته پاکستان او هندوستان ته ولاړ سي، مګر پاکستان د خپل وطن د ژغورلو په خاطر په افغانستان کي د شوروي اتحاد په مقابل کي جنګي ډلې جوړي کړې، امریکا او سعودي عربستان د دې جنګي ډلو ملاتړ کاوه او په افغانستان کي اوږده جګړه وسوه. په نتیجه کي یې میلیونونه انسانان ووژل سول، میلیونونه پکښي زخمیان سول او میلیونونه نور نورو وطنونو ته مهاجر سول. هېواد مکمل پکښي ونړیدی، عامه تأسیسات، ښوونځي، شفاخانې او هرڅه پکښي له منځه ولاړل.
د شوروي اتحاد له وتلو وروسته بیا د پاکستان جنګي ډلو د افغانستان حکومت سقوط کړ، ټول دولتي او ملکي تجهیزات پاکستان دولت یووړل او افغانستان یې کنډواله او په کورنیو جګړو کي ښکېل پرېښود. په دې جګړه کي هرڅه له منځه ولاړل. د هېواد ښارونه او کلي ویجاړ سول، دولتي ادارې، فابریکې، ښوونځي، روغتونونه، سړکونه، پلونه، برېښنا او د اوبو سیستمونه سخت زیانمن سول. د خلکو کورونه او شتمنۍ له منځه ولاړې او د افغانستان اقتصادي، تعلیمي او ټولنیز بنسټونه کمزوري سول. هغه هېواد چي د جګړو تر مخکي یې د پرمختګ او جوړېدو هڅي کولې، د اوږدو جګړو وروسته په پراخو کنډوالو بدل سو او افغان ولس له خپل عادي ژوند، تعلیم، کار او راتلونکي څخه محروم پاته سو.
د امریکا او ناټو جګړه
د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱مي له ترهګریزو بریدونو وروسته، امریکا په افغانستان کي د طالبانو پر حکومت پوځي برید وکړ او د طالبانو حکومت یې ړنګ کړ او په افغانستان کي نوی جمهوري نظام رامنځته سو. .امریکا افغانستان ته د تګ له مهمو دلیلونو څخه دا هم یاداوه چي د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن په افغانستان کي دی او د سپتمبر د ۱۱مې بریدونو له امله یې د هغه او د القاعده شبکې پر ضد پوځي عملیات پیل کړل. خو وروسته اسامه بن لادن په پاکستان کي وموندل سو او د ۲۰۱۱ کال د مې په ۲مه د امریکا په یوه ځانګړي عملیات کي د پاکستان په ایبټاباد ښار کي ووژل سو.
امریکا او متحدینو یې له افغانستان سره ډېري مرستې هم وکړې او په بېلابېلو برخو کي یې ګڼي پروژې هم تطبیق کړې، مګر په مقابل کي پاکستان، ایران او روسیې له بېلابېلو جنګي ډلو سره اړیکي او ملاتړ درلود او په افغانستان کي یوه اوږدمهاله جګړه روانه وه چي شاوخوا شل کاله یې دوام وکړ. په دې جګړه کي میلیونونه انسانان ووژل سول، ټپیان سول او میلیونونه نور مهاجرتونو ته اړ سول. عامه تأسیسات سخت زیانمن سول، په ډېرو کلیوالو سیمو کي ښوونځي او نور بنسټونه ویجاړ سول او د خلکو عادي ژوند له سختو ستونزو سره مخ سو. له شلو کلونو وروسته امریکا له طالبانو اخیستل سوی حکومت بیرته طالبانو ته وسپاره او ووتل
د دې اوږدې جګړې په پایله کي افغانستان یو ځل بیا له درنو بشري، اقتصادي او ټولنیزو زیانونو سره مخ سو. د هېواد د پرمختګ ډېري هڅي له خنډونو سره مخ سوې، زرګونه کورنۍ له خپلو سیمو څخه بې ځایه سوې او افغان ولس د یوه خوندي او باثباته ژوند له ډېرو فرصتونو څخه محروم پاته سو.
د جګړو ژورې پایلې
د افغانستان د اوږدو جګړو تر ټولو ستر زیان یوازي د انسانانو وژل کېدل او د هېوادونو د ښارونو او کلیو ویجاړېدل نه دي؛ بلکي د دې جګړو ژور اغېز د افغانانو په کورنیو، ټولنیز ژوند او رواني حالت کي هم پاته سوی دئ.
تقریباً هره افغانه کورنۍ په یوه نه یوه ډول د جګړو له امله درانه زیانونه لیدلي دي. یوې کورنۍ خپل پلار له لاسه ورکړی، بلي خپل زوی، بلي خپل مور یا ورور، او ځیني کورنۍ له خپلو کورونو او شتمنیو څخه بېبرخي سوې دي. میلیونونه افغانان مهاجرت ته اړ سول او میلیونونه نور د جګړو له امله د ټپونو، معلولیتونو، بېوزلۍ او د خپلو عزیزانو د له لاسه ورکولو له درد سره پاته سول.
د جګړو رواني اغېز تر نن ورځي هم د افغانانو په ژوند کي لیدل کېږي. د جګړو، چاودنو، وژنو، مهاجرتونو او د کورنیو د بېلتون تجربو پر خلکو ژور رواني فشار اچولی دئ. ډېری کسان د وېرې، خپګان، اضطراب، بېخوبۍ او رواني صدمې له ستونزو سره مخ سوي دي. د ملګرو ملتونو او روغتیا نړیوال سازمان هم په افغانستان کي د اوږدو جګړو له امله د رواني صدمې، خپګان او اضطراب د پراخو اغېزو یادونه کړې ده.
د جګړو دغه رواني زخمونه یوازي په یوه نسل پوري محدود نه دي؛ بلکي د جګړو تجربې د کورنیو له لارې راتلونکو نسلونو ته هم انتقالېدای سي. هغه ماشوم چي د جګړې په منځ کي لوی سوی، هغه مور چي خپل اولاد یې له لاسه ورکړی، او هغه کورنۍ چي کلونه یې په مهاجرت او وېره کي تېر کړي، هره یوه د جګړې یوه اوږده رواني کیسه له ځان سره لري.
په پایله کي، د افغانستان د جګړو اصلي بیه یوازي ویجاړ سوي ودانۍ او له منځه تللي تأسیسات نه دي؛ بلکي د میلیونونو افغانانو له لاسه تللي ژوندونه، مات سوي کورونه، بېځایه سوي کورنۍ، له لاسه تللي فرصتونه او هغه ژور رواني زخمونه دي چي تر ډېرو کلونو وروسته هم د افغان ولس پر ژوند خپل اغېز پرېږدي.