د ملګرو ملتونو او افغانستان اړیکې او د افغانانو په وړاندې نړیوال مسؤولیت
ملګري ملتونه یو نړیوال سازمان دی چي د ۱۹۴۵ کال د اکتوبر په ۲۴مه د دویمې نړیوالې جګړې له ویجاړونکو پایلو وروسته د نړیوالې سولې او امنیت د ساتلو، د جګړو او شخړو د مخنیوي، د هېوادونو ترمنځ د سوله ییزو اړیکو د پیاوړتیا او د بشري حقونو د ملاتړ لپاره جوړ سو. نن ورځ ملګري ملتونه ۱۹۳ غړي هېوادونه لري او د نړۍ د هېوادونو د ګډو ستونزو د حل لپاره تر ټولو پراخ نړیوال سازمان دی.
افغانستان د ملګرو ملتونو له لومړنیو غړو هېوادونو څخه دی. افغانستان د ۱۹۴۶ کال د نومبر په ۱۹مه د ملګرو ملتونو غړیتوب ترلاسه کړ او له هغه وخت راهیسې د دې نړیوال سازمان د غړیتوب له ټولو مسؤولیتونو او اصولو سره تړلی دی.
د ملګرو ملتونو د منشور له مخې، د دې سازمان له اساسي موخو څخه د نړیوالې سولې او امنیت ساتل، د ملتونو د برابر حقونو او د خپل برخلیک د ټاکلو د اصل ملاتړ، د اقتصادي، ټولنیزو، فرهنګي، تعلیمي او بشري ستونزو په حل کي نړیواله همکاري، او د ټولو انسانانو د بشري حقونو او بنسټیزو آزادیو درناوی دی.
د ملګرو ملتونو له مهمو ارګانونو څخه امنیت شورا ځانګړی اهمیت لري. امنیت شورا ۱۵ غړي لري، چي پنځه یې دایمي غړي دي: امریکا، روسیه، چین، بریتانیا او فرانسه؛ لس نور غړي یې د عمومي اسامبلې له خوا د دوو کلونو لپاره ټاکل کېږي. د ملګرو ملتونو د منشور له مخې، د نړیوالې سولې او امنیت د ساتلو اصلي مسؤولیت امنیت شورا ته سپارل سوی دی.
د امنیت شورا د ملګرو ملتونو د منشور له مخې د نړیوالې سولې او امنیت د ساتلو لپاره مهم صلاحیتونه لري او کولای سي هغه جګړې، شخړې او وضعیتونه وڅېړي چي نړیواله سوله او امنیت ګواښي. شورا کولای سي له ښکېلو هېوادونو او اړخونو څخه د شخړو د سوله ییز حل غوښتنه وکړي، د وضعیت د حل لپاره سپارښتنې وکړي او معلومه کړي چي یو وضعیت د سولې لپاره ګواښ، د سولې ماتول یا تېری دی.
د منشور د ۴۱مې مادې له مخې، امنیت شورا کولای سي د خپلو پرېکړو د عملي کولو لپاره له وسلهوال ځواک پرته اقدامات وټاکي؛ لکه اقتصادي بندیزونه، د اقتصادي اړیکو محدودول یا بندول، د اړیکو او ترانسپورتي لارو محدودول او د ډیپلوماتیکو اړیکو پرېکول.
د منشور د ۴۲مې مادې له مخې، که د ۴۱مې مادې اقدامات کافي نه وي یا اغېز ونه کړي، امنیت شورا کولای سي د نړیوالې سولې او امنیت د ساتلو یا بېرته ټینګولو لپاره د هوايي، سمندري او ځمکنیو ځواکونو له لارې لازم اقدامات وکړي، چي د ځواک ښودنه، محاصره او نور پوځي عملیات پکي شامل دي.
په افغانستان کي هم ملګري ملتونه له اوږدې مودې راهیسې حضور لري او په سیاسي، بشري، تعلیمي، روغتیايي، پراختیايي او نورو برخو کي فعالیتونه ترسره کوي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یوناما هم د افغانستان د سولې، ثبات، بشري حقونو او نورو مهمو موضوعاتو په برخه کي د ملګرو ملتونو د حضور یوه مهمه برخه ده.
افغانستان له اوږدې مودې راهیسې د جګړو، بهرنیو لاسوهنو، ترهګرۍ، بې ثباتۍ او بشري بحرانونو سره مخ هیواد دی. میلیونونه افغانان د جګړو قرباني سوي، میلیونونه نور بې ځایه او مهاجر سوي او د هېواد اقتصادي، تعلیمي او ټولنیز بنسټونه سخت زیانمن سوي دي. په وروستیو کلونو کي د ښځو او نجونو د حقونو، په ځانګړي ډول د نجونو د تعلیم او د ښځو د کار، په برخه کي هم جدي محدودیتونه رامنځته سوي دي.
له همدې امله، د افغان ولس پوښتنه دا ده چي کله چي افغانستان له نژدې اتیا کلونو راهیسې د ملګرو ملتونو غړی دی او ملګري ملتونه د سولې، امنیت، بشري حقونو، تعلیم او بشري ستونزو د حل لپاره مشخص مسؤولیتونه او صلاحیتونه لري، نو د افغانستان د اوږدو بحرانونو او د افغانانو د جدي ستونزو په وړاندې ملګري ملتونه ولي خپل مسولیتونه سرته نه رسوی او ولي د افغانانو د ښیرازۍ او بشری حقونو د دفاع په برخه کي چوپ دی او خپل لازم مسولیت نه ترسره کوي؟
افغان ولس له ملګرو ملتونو، امنیت شورا، د نړۍ له دولتونو او نړیوالو بشري بنسټونو څخه غواړي چي د افغانستان ستونزې یوازې د بشري مرستو په کچه ونه ارزوي، بلکي د افغانانو د سولې، امنیت، تعلیم، بشري حقونو، عدالت او انساني کرامت لپاره عملي او دوامدار اقدامات وکړي.
نړیواله ټولنه د افغانانو په وړاندي مهم مسولیتونه لري او افغانان د نړي والې ټولنې څخه د خپلو مسولیتونو د سرته رسولو په برخه کي پوښتنه او غوښتنه لری، که نړیواله ټولنه خپل مسولیت په لازم شکل سرته ونه رسوی افغانان به له سختو ستونزو او کړاونو سره مخ سي، چي دا به د ټول انسانیت او بشریت لپاره مناسب وضعیت نه وي.
