د نړیوالو اړیکو کمیسیون
د نړیوالو اړیکو کمیسیون د افغان انساني حقونو نړیوال سازمان د نړیوالو چارو او بهرنیو اړیکو د تنظیم او پرمخ وړلو مسئول کمیسیون دی. دغه کمیسیون د نړۍ له دولتونو، د بهرنیو چارو وزارتونو، سفارتونو، نړیوالو او سیمه ییزو سازمانونو، د بشري حقونو له بنسټونو او نورو اړوندو مراجعو سره د بشري حقونو په اړه خبرې، مشورې او همغږي ترسره کوي.
کمیسیون د بشري حقونو اړوند ستونزې او ننګونې نړیوالو مراجعو ته رسوي او د هغو د حل لپاره عملي طرحې، وړاندیزونه او مشورې وړاندې کوي. همدارنګه د بشري حقونو د ترویج، خوندیتوب او د سرغړونو د مخنیوي په برخه کي له نړیوالو شریکانو سره ګډ کار کوي.
د کمیسیون موخې
- د بشري حقونو اړوند ستونزې او ننګونې نړیوالو مراجعو ته رسول.
- د بشري حقونو د ستونزو د حل لپاره عملي طرحې او وړاندیزونه وړاندې کول.
- د بشري حقونو د ترویج او خوندیتوب په برخه کي له نړیوالو بنسټونو سره ګډ کار کول.
- د افغانانو د بشري حقونو موضوعات په نړیواله کچه مطرح کول.
- د نړیوالو تجربو او تخصصونو څخه د بشري حقونو د پرمختګ لپاره ګټه اخیستل.
د کمیسیون اساسي دندې او صلاحیتونه
- له دولتونو، د بهرنیو چارو وزارتونو، سفارتونو، نړیوالو سازمانونو او د بشري حقونو له بنسټونو سره د بشري حقونو په اړه رسمي خبرې او مشورې ترسره کول.
- نړیوالو مراجعو ته د بشري حقونو اړوند ستونزې، سرغړونې او ننګونې وړاندې کول.
- د بشري حقونو د ستونزو د حل لپاره اړوندو نړیوالو بنسټونو ته طرحې، وړاندیزونه او مشورې وړاندې کول.
- د بشري حقونو د ترویج، خوندیتوب او د سرغړونو د مخنیوي لپاره له نړیوالو شریکانو سره ګډ فعالیتونه ترسره کول.
- د بشري حقونو اړوند په نړیوالو کنفرانسونو، غونډو او ناستو کي د سازمان استازیتوب کول.
- د نړیوالو بشري حقونو د معیارونو، راپورونو او پرېکړو مطالعه او تعقیب.
- د نړیوالو تجربو او تخصصونو د تبادلې او ګډو څېړنو زمینه برابرول.
د بشري حقونو د ستونزو د حل رول
د نړیوالو اړیکو کمیسیون هڅه کوي چي د بشري حقونو ستونزې یوازې نړیوالو مراجعو ته مطرح نه کړي، بلکې د هغو د حل لپاره عملي لارې هم وړاندې کړي. کمیسیون د اړوندو موضوعاتو د ارزونې له لارې د حل طرحې او وړاندیزونه چمتو کوي او له نړیوالو او ملي مراجعو سره یې شریکوي.
کاري اصول
- متقابل احترام او باور.
- مسلکي او ډیپلوماټیک چلند.
- بې پرېتوب او مسئولیت.
- شفافیت او حساب ورکونه.
- د نړیوالو قوانینو او بشري حقونو د معیارونو رعایت.
- د رسمي معلوماتو او اسنادو محرمیت.
- د خبرو اترو او سوله ییزو حل لارو ملاتړ.
د کمیسیون تشکیلاتي جوړښت
د نړیوالو اړیکو کمیسیون له لاندې غړو څخه جوړ دی:
د کمیسیون رئیس
د کمیسیون مرستیال
د کمیسیون منشي
د کمیسیون ۷ نفره غړي
د کمیسیون ژمنتیا
د نړیوالو اړیکو کمیسیون ژمن دی چي د افغان انساني حقونو نړیوال سازمان نړیوالې چارې په مسلکي او مسئولانه ډول پر مخ یوسي، د بشري حقونو ستونزې نړیوالو مراجعو ته ورسوي او د دولتونو، سفارتونو، نړیوالو سازمانونو او د بشري حقونو له بنسټونو سره د ګډو همکاریو له لارې د بشري حقونو د ترویج، خوندیتوب او پیاوړتیا لپاره اغېزمن رول ولوبوي.
