د ښځو او ماشومانو کمیسیون
بدبختانه افغانستان له یوې پیړۍ راهیسې د بېلابېلو نیابتي جګړو، شخړو او سیاسي او ټولنیزو ناخوالو له امله له سختو بحرانونو سره مخ دی. په دې اوږدو جګړو او شخړو کي ښځې او ماشومان په ځانګړي ډول زیانمن شوي دی، میلونونه ښځې او ماشومان په بیلابیلو بڼو وژل شوی، ټپیان سوي، بېځایه شوي، قرباني شوی، له تعلیم او له خپلو اساسي او بشري حقونو څخه بېبرخې پاتې سوي دي. ښځې او ماشومان په ډېرو مواردو کي د جګړو، شخړو او د نورو د ناوړه پالیسیو قرباني شوي او دغه وضعیت لا هم په بېلابېلو بڼو دوام لري.
افغان انساني حقونو نړیوال سازمان د ښځو او ماشومانو دغه وضعیت د زغملو او منلو وړ نه ګڼي او باور لري چي د هغوی اساسي او بشري حقونه باید په هر حالت کي خوندي وي. د ښځو او ماشومانو کمیسیون د همدې موخې لپاره فعالیت کوي، ترڅو د هغوی د حقونو د ساتني، ترویج او پیاوړتیا لپاره په ملي او نړیواله کچه جدي کار وکړي.
کمیسیون د ښځو او ماشومانو وضعیت څاري، د حقونو د نقض موارد ارزوي او له نړیوالو بشري حقونو بنسټونو، نړیوالو سازمانونو او اړوندو مراجعو سره د ستونزو د حل لپاره همکاري کوي. د کمیسیون ځانګړې پاملرنه د خوندي چاپېریال، تعلیم، روغتیايي او طبي خدماتو، کاري فرصتونو، ټولنیز مشارکت او سالمې ودې حقونو ته ده.
د کمیسیون موخې
د ښځو او ماشومانو د اساسي او بشري حقونو ساتنه او ترویج.
د جګړو او شخړو پر مهال د هغوی د حقونو خوندیتوب.
د تبعیض، تاوتریخوالي او نابرابرۍ د مخنیوي لپاره هڅي.
د ښځو او ماشومانو د حقونو د نقض مواردو مستند سازي.
د ښځو او ماشومانو ستونزې نړیوالو بشري حقونو مراجعو ته رسول.
له نړیوالو بنسټونو سره د حقونو د خوندیتوب او ستونزو د حل لپاره ګډ کار.
د کمیسیون اساسي دندې او صلاحیتونه
د ښځو او ماشومانو د حقونو د وضعیت څارنه او ارزونه.
د حقونو د نقض، تبعیض، تاوتریخوالي او محرومیت اړوند معلومات او اسناد راټولول او مستندول.
د ښځو او ماشومانو د وضعیت په اړه علمي او حقوقي څېړنې ترسره کول.
د حقونو د خوندیتوب لپاره طرحې، مشورې او سپارښتنې وړاندې کول.
د ښځو د تعلیم، روغتیا، کار او ټولنیز مشارکت د حقونو ملاتړ.
د ماشومانو د تعلیم، روغتیا، خوندي ژوند او سالمې ودې ملاتړ.
د ښځو او ماشومانو اړوند نړیوال کنوانسیونونه او معیارونه مطالعه او تعقیبول.
له نړیوالو سازمانونو، بشري حقونو بنسټونو او اړوندو ادارو سره همکاري.
د ښځو د حقونو برخه
کمیسیون د ښځو د انساني کرامت، برابرۍ، تعلیم، روغتیا، کار او ټولنیز مشارکت د حقونو د خوندیتوب لپاره فعالیت کوي او د تبعیض، تاوتریخوالي، نابرابرۍ او محرومیت د مخنیوي لپاره لازمې طرحې او سپارښتنې وړاندې کوي.
د ماشومانو د حقونو برخه
کمیسیون د ماشومانو د خوندي ژوند، تعلیم، روغتیا، سالمې ودې او انساني کرامت د حقونو ملاتړ کوي او د ماشومانو د حقونو وضعیت او هغه ستونزې څاري چي د هغوی پر ژوند او راتلونکي اغېز کوي.
د ماشومانو د ځانګړو ساتندویو قضیو څېړنه د ماشومانو د ساتنې کمیسیون له صلاحیتونو سره تړاو لري.
د ښځو او ماشومانو د قضیو ارزونه او تعقیب
هغه ښځې او ماشومان چي د نړۍ په هر هېواد کي د تاوتریخوالي، تبعیض، نابرابرۍ یا د خپلو بشري حقونو د نقض له ستونزو سره مخ کیږی، د اړتیا په صورت کي کولای شي خپله موضوع د شکایتونو د ثبت او څېړنې کمیسیون له لارې ثبت کړي او د شکایاتو کمیسیون به یې موضوع د ښځو او ماشومانو کمیسیون ته راجع کړي.
کمیسیون راجع شوې دوسیې په بې پرې، مسلکي او محرم ډول ارزوي او د قضیې د اړتیا له مخې له اړوندو ادارو، بنسټونو او نړیوالو بشري حقونو مراجعو سره د ستونزې د حل او د حقونو د خوندیتوب لپاره همغږي کوي.
د ښځو او ماشومانو اساسي حقونه
د خوندي او له تاوتریخوالي څخه پاک چاپېریال حق.
د تعلیم او زدهکړې حق.
د روغتیايي او طبي خدماتو حق.
د انساني کرامت او برابرۍ حق.
له تبعیض څخه د آزادۍ حق.
د سالمې فزیکي، رواني او ټولنیزې ودې حق.
د ښځو لپاره د کاري فرصتونو حق.
د ټولنیز مشارکت او د نظر څرګندولو حق.
کاري اصول
د انساني کرامت درناوی.
مساوات او عدالت.
بې پرېتوب.
د ماشومانو او ښځو غوره ګټو ته پاملرنه.
محرمیت او د شخصي معلوماتو ساتنه.
د تبعیض او تاوتریخوالي مخالفت.
د بشري حقونو نړیوالو معیارونو ته ژمنتیا.
د کمیسیون تشکیلاتي جوړښت
د ښځو او ماشومانو کمیسیون له لاندې غړو څخه جوړ دی:
د کمیسیون رئیس
د کمیسیون مرستیال
د کمیسیون منشي
د کمیسیون ۷ نفره غړي
د کمیسیون ژمنتیا
د ښځو او ماشومانو کمیسیون ژمن دی چي د افغان ښځو او ماشومانو د حقونو د ساتنې او پیاوړتیا لپاره په ملي او نړیواله کچه جدي فعالیت وکړي، د هغوی د حقونو د نقض موارد مستند کړي او له نړیوالو بشري حقونو بنسټونو سره په ګډ کار کي د ښځو او ماشومانو د اساسي حقونو د خوندیتوب لپاره اغېزمن ګامونه پورته کړي.
