زموږ په اړه
د افغان انساني حقونو نړیوال سازمان یو رسمي، قانوني، ثبت شوی او خپلواک سازمان دی چې د محرومو او زیانمنو خلکو د بشري حقونو د خوندیتوب او ملاتړ لپاره رامنځته شوی دی. سازمان په ۲۰۲۵ کال کې ثبت او تأسیس شوی دي.
د سازمان مرکزي دفتر د کاناډا په پلازمېنه اوتاوا کې دی او دوهمه څانګه یې په ټورنټو ښار کې فعالیت کوي. سازمان پلان لري چې په تدریجي ډول د کاناډا په نورو ښارونو او وروسته په نورو هېوادونو کې هم خپلې څانګې فعالې کړي.
سازمان به په نړیواله کچه د بشري حقونو د خوندیتوب، د محرومو انسانانو د حقونو د ملاتړ او د محرومیت د کچې د کمولو لپاره له ټولو قانوني او ممکنه لارو څخه کار واخلي.
د سازمان په جوړښت کې اته بېلابېل کمیسیونونه شامل دي چې هر کمیسیون خپل رئیس، مرستیال، منشي او نور غړي لري. سربېره پر دې، سازمان بېلابېلې تخصصي او کاري کمېټې هم لري چې د سازمان د موخو د پلي کولو لپاره فعالیت کوي.
زموږ ژمنتیا: د انساني کرامت، عدالت او بشري حقونو ملاتړ او د هر هغه انسان لپاره کار کول چې له خپلو اساسي او مشروع حقونو څخه محروم دی.
په درنښت
د سازمان اداره