د افغانستان تاریخي اثار
او ابدات
افغانستان د نړۍ له هغو تاریخي سیمو څخه دئ چي د زرګونو کلونو د انساني ژوند، تمدنونو، کلتورونو، دینونو، علم او هنر ژوندي آثار پکښي پاته دي. د دې خاوري ځانګړی جغرافیایي موقعیت د مرکزي او جنوبي اسیا ترمنځ د تمدنونو، سوداګرۍ او فرهنګي اړیکو یوه مهمه څلورلارې ګرځولې وه؛ له همدې امله د بېلابېلو تا ریخي دورو او تمدنونو نښي د افغانستان په ډېرو سیمو کي تر نن ورځي پوري لیدل کېږي.
د افغانستان په بېلابېلو سیمو کي لرغوني ښارونه، کلاوي، تاریخي ودانۍ، معبدونه، د عبادت ځایونه، بودایي سمڅې، مجسمې، منارونه، زیارتونه، لرغوني قبرونه، ډبریني لیکني، سکې، لوښي او نور تاریخي آثار موندل سوي دي. دغه آثار یوازي د تېر وخت پاته شوني نه دي، بلکي د پخوانیو نسلونو د ژوند، عقایدو، علم، هنر، اقتصاد، سوداګرۍ، معمارۍ او ټولنیز جوړښت په اړه ارزښتناک معلومات راکوي او د هغه وخت د انساني پرمختګ بېلابېلي نښي څرګندوي.
.د افغانستان تاریخي میراث د بېلابېلو تمدنونو او تاریخي دورو نښي په ځان کي لري
د افغانستان هر ولایت او هره سیمه خپل تاریخي ځایونه، اثار او ابدات لري. په ځینو سیمو کي د زرګونو کلونو پخواني لرغوني آثار، په ځینو کي د پخوانیو دینونو او تمدنونو نښي او په نورو کي د اسلامي دورې علمي، فرهنګي او معماري میراث پاته دئ. د دې ټولو اثارو مجموعه د افغانستان د تاریخ یو پراخ او پرله پسې انځور جوړوي.
دغه تاریخي میراث د افغانستان د ملي هویت ترڅنګ د بشري تمدن د تاریخ یوه مهمه برخه هم ده. د افغانستان تاریخي اثار موږ ته د هغو نسلونو ژوند، فکر، عقاید، هنر او لاسته راوړني راپېژني چي له زرګونو کلونو څخه یې د دې خاوري پر مخ خپل تاریخي نښي پرې ایښي دي.
جګړو، ناقانونه کیندنو او قاچاق
له بده مرغه، د افغانستان اوږدو جګړو د دې ارزښتناک تاریخي میراث یوه لویه برخه له جدي زیان سره مخ کړې ده. په جګړو کي ځیني تاریخي ځایونه ویجاړ سوي، ځیني ودانۍ زیانمنې سوي او ګڼ شمېر تاریخي آثار له منځه تللي دي. د بامیانو د تاریخي بودا مجسمو ویجاړول د افغانستان د فرهنګي میراث پر وړاندي د یوه .ستر او نه جبرانېدونکي زیان څرګنده بېلګه ده
تر څنګ یې ناقانونه لرغون کیندني او د تاریخي اثارو قاچاق هم د افغانستان د فرهنګي میراث لپاره جدي ګواښ دئ. د تاریخي سیمو څخه د اثارو ایستل او بهر ته قاچاقول یوازي د یوه اثر د له منځه وړلو معنا نه لري، بلکي هغه تاریخي معلومات او اړیکه هم له منځه وړي چي دغه اثر یې له خپل اصلي ځای او تاریخي چاپېریال سره لري.
د یونسکو او نړیوالو بنسټونو څخه غوښتنه
موږ د یونسکو، ملګرو ملتونو، نړیوالو فرهنګي او لرغون پوهنيزو سازمانونو او د نړۍ له دولتونو څخه غوښتنه کوو چي د افغانستان د تاریخي اثارو او ابداتو ساتني ته جدي او دوامداره توجه وکړي. د افغانستان تاریخي ځایونه باید ثبت، مستند، علمي وڅېړل سي او د نړیوالو معیارونو له مخې یې د ساتني او ترمیم لپاره عملي پروګرامونه جوړ سي.
همدارنګه باید د افغانستان د تاریخي اثارو د ناقانونه کیندنو، غلا او نړیوال قاچاق د مخنیوي لپاره نړیواله همکاري پیاوړې سي او هغه آثار چي په ناقانونه توګه له افغانستان څخه بهر انتقال سوي دي، د نړیوالو قوانینو له مخې وڅېړل سي.
د افغانستان تاریخي اثار او ابدات یوازي د افغان ولس میراث نه دي؛ بلکي د ټول بشریت د ګډ تاریخ او تمدن یوه مهمه برخه ده. د هغوی ساتنه د افغانستان، نړیوالو سازمانونو او د نړۍ د ټولو فرهنګي بنسټونو ګډ مسئولیت دئ.