د کار نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې د طالبانو له بېرته واک ته رسېدو راهیسې د ښځو ونډه په کاري ځواک کې ۵ سلنې ته راټیټه شوې ده. دغه سازمان د ښځو د اقتصادي فعالیتونو د “سخت محرومیت” د مخنیوي لپاره د اقداماتو غوښتنه کړې ده.
د دغه سازمان د راپور له مخې، د افغانستان په کاري بازار کې د ښځو د ګډون کچه په ۲۰۲۰ کال کې له ۱۶.۵ سلنې په ۲۰۲۶ کال کې ۵.۱ سلنې ته راټیټه شوې ده؛ دا کچه د پخوانۍ کچې له درېیمې برخې هم کمه ده.
د کار نړیوال سازمان وايي، په همدې موده کې د نارینهوو په کاري بازار کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
د افغانستان لپاره د کار نړیوال سازمان لوړپوړي همغږي کوونکي او د دغه سازمان د دفتر مشر ټیټ هابیاکاره ویلي: “افغانستان هغه مهال یو باثباته کاري بازار نه شي رامنځ ته کولی چې د خپل نفوس یوه لویه برخه یې له اقتصادي فعالیتونو ایستل شوې وي”.
دغه راپور د ښځو په کاري بازار کې د ګډون کمښت د طالبانو د حکومت له خوا د ښځو پر زدکړو او کار د لګېدلو محدودیتونو سره تړلی دی. د کار نړیوال سازمان په وینا، افغانستان له یمن وروسته په نړۍ کې د ښځو د تر ټولو ټیټې کاري کچې لرونکی دویم هېواد دی.
