AIHRO

7d0b0353 0a6d 4411 b58d bad49176a72a

هر انسان په طبعي توګه د مساوی حقونو مستحق دی. سازمان د بي اوازه خلکو اواز دی.

7d0b0353 0a6d 4411 b58d bad49176a72a
2c4bd2f7 9fac 4e22 b454 d6ec1a1a465b

.هر انسان په طبعي شکل د مساوی حقونو مستحق دی

اواز د بي اوازه خلکو لپاره

د هر انسان لپاره مساوي حقونه غواړو

063dd9f2 d020 4d5a be5a b65ca6093b01

د مدافع وکیلانو او قضايي چارو کمیسیون

د مدافع وکیلانو او قضايي چارو کمیسیون د افغان انساني حقونو نړیوال سازمان هغه کمیسیون دی چي د حقوقو، قضايي چارو او مدافع وکالت په برخه کي د مسلکي متخصصینو او مدافع وکیلانو له شتون څخه برخمن دی. د سازمان له لوري ټولې هغه حقوقي او قضايي موضوعګانې چي د جدي بشري حقونو د سرغړونو، جنایاتو او نړیوالو قضایي قضیو سره تړاو ولري، دې کمیسیون ته راجع کېږي.

کمیسیون د جنګي جرمونو، د بشریت پر وړاندې د جرمونو، د ملکیانو د وژنو، شکنجې، تهدید، غیرقانوني چلند او د بشري حقونو د نورو جدي سرغړونو په اړه مستند معلومات او اسناد په حقوقي او قضايي بڼه ارزوي او تنظیموي.

دغه کمیسیون د نړۍ له محاکمو، قضايي بنسټونو، حقوقي مراجعو او نورو اړوندو نړیوالو حقوقي ادرسونو او نړیوالو عدالتونو سره د قانوني اصولو په چوکاټ کي کار کوي او د بشري حقونو د سرغړونو او جنایاتو اړوندې قضیې د موجودو حقوقي لارو له مخې تعقیبوي او پر مخ یې وړي.

د کمیسیون اساسي دندې او صلاحیتونه

د سازمان له لوري راجع شویو حقوقي او قضايي قضیو ارزونه او تعقیب.

د بشري حقونو د جدي سرغړونو او جنایاتو اړوند اسناد او معلومات حقوقي ارزونه او تنظیمول.

د جنګي جرمونو، د بشریت پر وړاندې جرمونو او نورو جدي سرغړونو اړوند قضیو حقوقي تعقیب.

نړیوالو محاکمو او قضايي مراجعو ته د اړوندو قضیو په اړه مستند معلومات او حقوقي اسناد وړاندې کول.

د نړۍ له قضايي بنسټونو او حقوقي مراجعو سره د بشري حقونو د سرغړونو په اړه قانوني همکاري.

د قربانیانو د حقونو او عدالت د تأمین لپاره د قانوني لارو ملاتړ.

د قضیو حقوقي بهیر، اسناد او پایلې ثبت او مستندول.

د کمیسیون کاري اصول

د قانون حاکمیت، عدالت، بې پرېتوب، مسلکي حقوقي چلند، د قربانیانو د حقونو درناوی، د معلوماتو محرمیت او د بشري حقونو د نړیوالو معیارونو رعایت.

د کمیسیون تشکیلاتي جوړښت

د کمیسیون رئیس

د کمیسیون مرستیال

د کمیسیون منشي

د کمیسیون غړي

د کمیسیون ژمنتیا

د مدافع وکیلانو او قضايي چارو کمیسیون ژمن دی چي د افغان انساني حقونو نړیوال سازمان له لوري راجع شوې قضايي او حقوقي قضیې په مسلکي او قانوني ډول تعقیب کړي، له نړیوالو محاکمو او حقوقي مراجعو سره لازم کار او همکاري ترسره کړي او د بشري حقونو د سرغړونو او جنایاتو د عدالت او حساب‌ ورکونې لپاره قانوني هڅې پر مخ یوسي.