د استوګنځیو نړیواله ورځ؛ میلیونونه انسانان لا هم د بې کورۍ له ستونزې سره مخ دي
۵ اکتوبر ۲۰۲۶
د اکتوبر۵ مه د استوګنځیو نړیواله ورځ ده. دا ورځ په داسې مهال لمانځل کېږي چې په ټوله نړۍ کې میلیونونه انسانان د مناسب، خوندي او د لاسرسي وړ استوګنځي له نشتوالي سره مخ دي.
د دې لویې ستونزې یوه مهمه برخه د جګړو، ناامنیو، بیوزلۍ او جبري بيځایه کېدو له امله رامنځته شوې ده. د نړۍ په بېلابېلو جګړهځپلو هېوادونو کې میلیونونه خلک خپل کورونه له لاسه ورکړي او د بيځایه کېدو، کډوالۍ او بي کورۍ له جدي ستونزو سره مخ دي.
افغانستان هم له هغو هېوادونو څخه دی چې د اوږدو جګړو او ناامنیو له امله یې میلیونونه وګړي له خپلو کورونو بې برخې شوي دي. میلیونونه افغانان اوس په افغانستان، پاکستان، ایران او د نړۍ په نورو هېوادونو کې د مناسب، خوندي او د هغوی د اقتصادي توان مطابق استوګنځي له ستونزو سره مخ دي.
د استوګنې ستونزه یوازې په جګړه ځپلو هېوادونو پورې محدوده نه ده. حتی په پرمختللو هېوادونو، لکه کاناډا او متحده ایالاتو، کې هم یو شمېر کډوال او ټیټ عاید لرونکې کورنۍ د مناسب او ارزانه کور د موندلو له جدي ستونزو سره مخ دي. په ځانګړي ډول نوي کډوال د لوړو کرایو، د کورونو د کمښت او د کار موندنې د ستونزو له امله له اضافي اقتصادي فشار سره مخ دی.
کور یوازې یوه ودانۍ او د شپې د تېرولو ځای نه دی؛ کور د انسان د ژوند، ودې، امنیت او انساني کرامت لومړنی چاپېریال دی. ماشوم په خوندي کور کې د زده کړې او سالمې ودې فرصت پیدا کوي، کورنۍ پکې د ثبات او امنیت احساس کوي او انسان کولی شي له همدې ځایه خپل ټولنیز او اقتصادي ژوند ته وده ورکړي. د مناسب کور نشتوالی کولای شي د بيوزلۍ، رواني فشار، روغتیايي ستونزو، د ماشومانو د زده کړو د ځنډ او نورو ټولنیزو ستونزو لامل شي.
له همدې امله، د استوګنې حق باید د بشري کرامت او د سالم ژوند د بنسټیزو اړتیاوو په توګه وکتل شي. هېڅ انسان باید یوازې د اقتصادي کمزورتیا، کډوالۍ، بيځایه کېدو یا د جګړې د قرباني کېدو له امله له خوندي او مناسب کور څخه بې برخې پاتې نه شي.
د افغان بشري حقونو نړیوال سازمان له نړیوالې ټولنې او د نړۍ له ټولو هېوادونو غواړي چې د بې کورو، بې ځایه شویو، کډوالو او ټیټ عاید لرونکو کورنیو د استوګنې ستونزې ته جدي پاملرنه وکړي او د ارزانه، خوندي او مناسب کورونو د برابرولو لپاره عملي او دوامدار پروګرامونه رامنځته کړي.
سازمان له حکومتونو غواړي چې د بې کورۍ د مخنیوي لپاره یوازې لنډمهاله مرستې بسنه نه کوی، بلکې د ارزانه کورونو د جوړولو، د کډوالو او بيوزلو کورنیو د ملاتړ، د ټولنیزو کورونو د پراختیا او د اړینو بنسټیزو خدمتونو د برابرولو لپاره اوږدمهاله تګلارې جوړې کړي.
همداراز، له کاناډا، متحده ایالاتو او نورو کوربه هېوادونو څخه غوښتنه کېږي چې د نویو کډوالو، په ځانګړي ډول د جګړه ځپلو هېوادونو د کډوالو، د استوګنې ستونزې ته ځانګړې پاملرنه وکړي، څو هغوی وکولای شي په امنیت، ثبات او انساني کرامت کې خپل نوی ژوند پیل کړي.
افغان بشري حقونو نړیوال سازمان باور لري چې د بې کورۍ ستونزه د یوه هېواد یا یوې ټولنې ستونزه نه ده؛ دا یوه نړیواله بشري مسئله ده چې د ګډو او دوامدارو اقداماتو اړتیا لیدل کیږی..
مناسب او خوندي کور امتیاز نه، بلکې د انساني کرامت، امنیت، سالمې ودې او باثباته ژوند له بنسټیزو اړتیاوو څخه دی.
