د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو نوې ځانګړې استازې: د افغانانو د ملاتړ او بشري حقونو د خوندیتوب ژمنه
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي نوې ځانګړې استازې، رباب فاطمې، د ملګرو ملتونو د جوړېدو د ۸۱مې کلیزې په مناسبت په خپل ویډیويي پیغام کې د افغانستان د خلکو د دوامدار ملاتړ، د سولې د ټینګښت، د بشري کرامت د ساتنې او د افغانانو د ژوند د ښهوالي لپاره د دغه نړیوال سازمان پر ژمنتیا ټینګار کړی دی.
اغلې فاطمې ویلي چې افغانستان له ګڼو سیاسي، اقتصادي او بشري ننګونو سره مخ دی، خو د افغانانو وړتیاوې، هیلې او ظرفیتونه تر دغو ننګونو ډېر لوی دي. هغې ټینګار کړی چې د افغانستان راتلونکی د افغانانو په لاس کې دی او ملګري ملتونه به د یوه ژمن نړیوال شریک په توګه د افغانانو ترڅنګ پاتې شي، څو هغوی وکولای شي د خپل هېواد راتلونکی په خپله وټاکي.
نوموړې افغانستان د ملګرو ملتونو له هغو لومړنیو غړو هېوادونو څخه بللی چې په ۱۹۴۶ کال کې یې له دغه سازمان سره غړیتوب ترلاسه کړ. د هغې په وینا، ملګرو ملتونو په تېرو نږدې اتو لسیزو کې، د جګړو، وچکالیو، بېځایه کېدو، طبیعي پېښو او بېړنیو بشري وضعیتونو پر مهال د افغانانو د ملاتړ لپاره هڅې کړې دي.
د ملګرو ملتونو نوې ځانګړې استازې د افغانستان د خلکو د زغم، ټینګې ارادې او خدمتونو ستاینه هم کړې او د ښځو، ځوانانو، ښوونکو، روغتیايي کارکوونکو، قومي مشرانو او بشري مرستو د فعالانو رول یې مهم بللی دی. هغې ژمنه کړې چې د افغانستان د خلکو، فرهنګ او بډایه میراث په درناوي به د هغوی نظرونو او غوښتنو ته غوږ نیسي او د افغانانو ترڅنګ به کار کوي.
رباب فاطمه د روزا اوتونبايوا ځایناستې ده، چې له ۲۰۲۲ څخه تر ۲۰۲۵ کال پورې یې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې په توګه دنده ترسره کړې ده. اغلې فاطمه تر دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو په بېلابېلو برخو کې مهمې دندې ترسره کړې او له ۲۰۱۹ څخه تر ۲۰۲۲ کال پورې یې په ملګرو ملتونو کې د بنګلهدېش د سفیرې او دایمي استازې په توګه کار کړی دی.
یوناما په افغانستان کې د سیاسي تعامل، د بشري حقونو د وضعیت د څېړنې او ثبتولو او د نړیوالو بشري مرستو د همغږۍ مهم مسوولیتونه لري. په همدې حال کې، د طالبانو حکومت د ریاستالوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر له یوناما غوښتي چې په خپلو راپورونو او شننو کې بېپرې پاتې شي.
د بشري حقونو په برخه کې یوه مهمه اندېښنه د افغان ښځو او نجونو پر حقونو روان محدودیتونه دي. د افغان ښځینه کارکوونکو لپاره د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د کار پر دوامدار بندیز هم د جدي اندېښنې وړ موضوع ده. تمه کېږي چې د ملګرو ملتونو نوې ځانګړې استازې به له طالب چارواکو سره په خبرو کې د ښځینه کارکوونکو د کار حق او د ښځو د اساسي حقونو اړوند موضوعات مطرح کړي.
