د بشري حقونو کمیسیون
د بشري حقونو کمیسیون د افغان انساني حقونو نړیوال سازمان له اساسي او ستراتیژیکو کمیسیونونو څخه دی چي د بشري حقونو د ساتنې، ودې، څارنې او پیاوړتیا لپاره فعالیت کوي. دا کمیسیون د انساني کرامت، عدالت، برابرۍ، آزادۍ او د قانون د حاکمیت د ارزښتونو د ترویج او ملاتړ په موخه خپلي چاري ترسره کوي او د بشري حقونو د نړیوالو اصولو، کنوانسیونونو او منل شویو معیارونو د رعایت او عملي کېدو لپاره هڅي کوي.
کمیسیون د بشري حقونو اړوند وضعیت ارزوي، معلومات او اسناد راټولوي، تحلیل او مستندوي او د بشري حقونو د خوندیتوب او پیاوړتیا لپاره علمي څېړنې، راپورونه او معلومات چمتو کوي. همدارنګه له ملي او نړیوالو بنسټونو سره د بشري حقونو د درناوي، عدالت او حساب ورکونې په برخه کي همکاري او همغږي کوي.
کمیسیون د بشري حقونو د جدي سرغړونو، جنګي جرمونو، د بشریت پر وړاندي د جنایاتو، جبري بې ځایه کېدو، تبعیض، شکنجې، غیرقانوني چلند او نورو بشري حقونو ضد کړنو د مستندسازۍ او راپور ورکولو په برخه کي فعالیت کوي او د قربانیانو د حقونو د خوندیتوب او د عدالت د تأمین لپاره هڅي کوي.
همدارنګه، کمیسیون د نړۍ له بېلابېلو بشري حقونو بنسټونو، ملي او نړیوالو ادارو، مدني ټولنو، څېړنیزو مرکزونو او اړوندو دولتي او غیر دولتي مراجعو سره د ګډ کار له لارې د بشري حقونو د نړیوالو معیارونو د عملي کېدو او د بشریت پر وړاندې د جنایاتو د مخنیوي لپاره فعالیت کوي.
د کمیسیون موخې
د بشري حقونو د اصولو او ارزښتونو ساتنه او ترویج.
د بشري حقونو د وضعیت څارنه او ارزونه.
د بشري حقونو د سرغړونو مستندسازي.
د عدالت، برابرۍ او انساني کرامت پیاوړتیا.
د بشري حقونو د خوندیتوب لپاره د پالیسیو او سپارښتنو چمتو کول.
د بشري حقونو په برخه کي د ملي او نړیوالو همکاریو پراختیا.
د کمیسیون اساسي دندې او صلاحیتونه
د بشري حقونو د وضعیت دوامداره څارنه او ارزونه.
د بشري حقونو د سرغړونو اړوند معلوماتو، اسنادو او شواهدو راټولول او تحلیل.
د بشري حقونو په اړه علمي، حقوقي او تحلیلي څېړنې ترسره کول.
د بشري حقونو د جدي سرغړونو، جنګي جرمونو او د بشریت پر وړاندې د جنایاتو مستند سازي.
د بشري حقونو د خوندیتوب او پیاوړتیا لپاره اړوندو مراجعو ته مشورې او وړاندیزونه وړاندې کول.
د بشري حقونو د عامه پوهاوي او ظرفیت لوړونې پروګرامونو ملاتړ.
د سازمان د نورو کمیسیونونو د فعالیتونو د بشري حقونو اړخ ارزول او د اړتیا پر مهال ورته لازمي مشورې وړاندي کول.
د شکایاتو د کمیسیون له لوری راجع سوې دوسیو ارزونه او په اړه یې اړونده کمیسیونونو او کمېټو ته مشورې او سپارښتنې وړاندې کول.
کمیسیون د بشري حقونو د جدي سرغړونو، جنګي جرمونو او د بشریت پر وړاندې د جنایاتو اړوند معلومات او شواهد راټولوي، ارزوي او مستندوي. د دې مستند سازۍ موخه د حقایقو خوندي کول، د قربانیانو د حقونو ملاتړ، د حساب ورکونې د پروسې پیاوړتیا او اړوندو ملي او نړیوالو مراجعو ته د باوري معلوماتو وړاندې کول دي.
د بشري حقونو کمیسیون له لاندي غړو څخه جوړ دی:
د کمیسیون رئیس
د کمیسیون مرستیال
د کمیسیون منشي
د کمیسیون غړي
