
په افغانستان کي د ماینونو او ناچاوده توکو ۶۴ پېښې؛ ګڼ ملکیان یې قرباني شوي دي
افغان بشري حقونو نړیوال سازمان
۲ اکتوبر ۲۰۲۶
افغانستان له څو لسیزو راهیسې د پراخو جګړو له امله سخت ځپل شوی او د دغو جګړو له امله په زرګونو ماینونه او ناچاوده چاودېدونکي توکي لا هم په ځمکو کي پاتې دي، چي هره ورځ د ملکي وګړو ژوند له خطر سره مخ کوي او د مرګ ژوبلې لامل کېږي.
ماینونه او ناچاوده چاودېدونکي توکي لا هم په افغانستان کي د ملکي وګړو، په ځانګړي ډول د ماشومانو، لپاره یو جدي او پټ ګواښ دی.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجارېک د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کي وویل چي ماینونه او ناچاوده چاودېدونکي توکي لا هم په افغانستان کي ملکي وګړو، په ځانګړې توګه ماشومانو، ته جدي خطر پېښوي.
د هغه په وینا، د ملګرو ملتونو د امنیت او خوندیتوب ادارې سږکال تر دې دمه د افغانستان په ختیځ کي د جګړو څخه د پاتې ناچاوده توکو او مهماتو د چاودنو ۶۴ پېښې ثبت کړې دي، چې په دغو پېښو کې ډیرو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په ننګرهار کي د ماشومانو مرګ ژوبله
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په وینا، همدا تېره سه شنبه په ننګرهار ولایت کي د هاوان د یوې پاتې شوې مرمۍ چاودنې درې ماشومان وژلي او یو بل ماشوم یې ټپي کړی دی.
دا پېښه یو ځل بیا ښيي چي د جګړو پاتې شوي ناچاوده توکي لا هم د افغان ماشومانو او نورو ملکیانو ژوند ته مستقیم خطر پېښوي.
د ماین پاکۍ پر وړاندې د بودجې ستونزه
د ملګرو ملتونو په وینا، د بودجې کمښت د نورو بشري برخو ترڅنګ د ماین پاکۍ په برخه کي هم د ملګرو ملتونو د همکارو ادارو او سازمانونو هڅې ټکنۍ کړې دي.
سټیفن دوجارېک ویلي چي ملګرو ملتونو سږ کال د افغانستان لپاره د بشري مرستو په موخه ۱.۷ میلیارد ډالر غوښتې دي، خو تر اوسه یوازې ۵۳۷ میلیونه ډالر ترلاسه شوي چي د اړتیا وړ بودجې شاوخوا ۳۰ سلنه جوړوي.
د بودجې دغه کمښت په داسي وخت کي دی چي په افغانستان کي لا هم د جګړو پاتې شوي ماینونه او ناچاوده مهمات د خلکو ژوند ته ګواښ پېښوي او د ماین پاکۍ او د خلکو د خوندیتوب لپاره دوامدارو هڅو ته اړتیا شته.
د افغان بشري حقونو نړیوال سازمان دریځ
افغان بشري حقونو نړیوال سازمان په افغانستان کي د ماینونو او ناچاوده مهماتو له امله د ملکي وګړو، په ځانګړي ډول د ماشومانو، د مرګ ژوبلې په اړه ژوره اندېښنه څرګندوي.
د جګړو پاتې شوي ماینونه او ناچاوده مهمات د جګړې له پای ته رسېدو وروسته هم د افغان خلکو ژوند اخلي او د ماشومانو په ګډون د ملکي وګړو ژوند له جدي خطر سره مخ کړي دی.
موږ له ملګرو ملتونو او نړیوالي ټولنې غوښتنه کوو چي د افغانستان د ماین پاکۍ له پروګرامونو سره خپلې مرستې کمي نه کړي او د ماینونو او ناچاوده مهماتو د پاکولو لپاره اړینې مالي سرچینې برابرې کړي.
افغان ماشومان باید د جګړو د پاتې شویو ماینونو او ناچاوده مهماتو قرباني نه شي. د ملکي وګړو ژوند باید خوندي وساتل شي او د ماین پاکۍ چارې باید د بودجې د کمښت له امله له ستونزو سره مخ نه شي.
