AIHRO

51315d22 4dd0 404e 9ee2 aeca537d3429.png

هر انسان په طبعي توګه د مساوی حقونو مستحق دی. سازمان د بي اوازه خلکو اواز دی.

7f8b885d 36b5 4ba0 984f fcecb8fad845
cb663624 4e59 4a7d 9c3a 2089c47bfb26

.هر انسان په طبعي شکل د مساوی حقونو مستحق دی

اواز د بي اوازه خلکو لپاره

بدبختانه افغانان له یوې پیړۍ راهیسې د ترهګرۍ، افراطیت او نیابتي جګړو قربانیان دي، چي له امله یې میلیونونه خلک وژل سوی دی .....

نړیواله جزایي محکمه

نړیواله جزایي محکمه (ICC) یوه نړیواله قضایي اداره ده چي د نړیوالې ټولني لپاره د تر ټولو جدي جرمونو د مخنیوي، څېړني او د مسؤلو کسانو د حساب ورکوني په برخه کي فعالیت کوي. محکمه د روم اساسنامې پر بنسټ رامنځته سوې او موخه یې دا ده چي هغه جدي نړیوال جرمونه بې سزا پاته نه سي چي د انسانانو پر ژوند، انساني کرامت، امنیت او د نړیوالې ټولني پر سوله او ثبات ژور اغېز کوي.

د نړیوالې جزایي محکمې په صلاحیت کي نسل وژنه، جنګي جرمونه، د بشریت پر وړاندي جرمونه او د تيري جرم شامل دي. محکمه د دولتونو ترمنځ شخړي نه حل کوي؛ بلکي د هغو افرادو مسؤلیت څېړي چي د دې ډول جرمونو په ترسره کولو تورن وي او د قانوني شرایطو له برابرېدو وروسته یې قضایي بهیر ته داخلوي.

د دې محکمې یوه مهمه موخه د معافیت پر وړاندي مبارزه ده. یعني هغه کسان چي د نړیوالو جدي جرمونو مسؤلیت ور په غاړه وي، باید یوازي د خپل مقام، ځواک یا نفوذ له وجي د قانون له حساب ورکوني څخه خلاص نه سي. محکمه هڅه کوي چي د قانون حاکمیت پیاوړی، د جرمونو مسؤلیت روښانه او د قربانیانو لپاره د عدالت زمینه برابره سي.

د نړیوالو جدي جرمونو تر ټولو ستر زیان عموماً ملکي وګړو او قربانیانو ته رسېږي. د همدې لپاره د عدالت، حساب ورکوني او د قربانیانو د حقونو ساتنه د نړیوالې جزایي عدالت له مهمو موخو څخه ده. د جرمونو د مسؤلینو حساب ورکونه کولای سي د راتلونکو ورته پېښو د مخنیوي لپاره هم اغېز ولري.

نړیواله جزایي محکمه له بېلابېلو هېوادونو څخه د ۹۰۰ څخه زیاتو کارکوونکو په مرسته خپل اداري او قضایي فعالیتونه ترسره کوي. د محکمې رسمي ژبي انګلیسي، فرانسوي، عربي، چینایي، روسي او هسپانوي دي، په داسي حال کي چي انګلیسي او فرانسوي یې کاري ژبي دي. د محکمې مرکزي دفتر د هالنډ په هاګ ښار کي دی او په نیویارک کي د ملګرو ملتونو لپاره د اړیکو دفتر، او په یو شمېر هېوادونو کي سیمه ییز دفترونه او ساحوي حضورونه لري.