AIHRO

7d0b0353 0a6d 4411 b58d bad49176a72a

هر انسان په طبعي توګه د مساوی حقونو مستحق دی. سازمان د بي اوازه خلکو اواز دی.

7d0b0353 0a6d 4411 b58d bad49176a72a
2c4bd2f7 9fac 4e22 b454 d6ec1a1a465b

.هر انسان په طبعي شکل د مساوی حقونو مستحق دی

اواز د بي اوازه خلکو لپاره

د هر انسان لپاره مساوي حقونه غواړو

525ead60 034c 4788 9232 f82b4061079d

کورسونه او سکالرشیپونه

د افغان انساني حقونو نړیوال سازمان د زده‌ کړې، پوهاوي او مسلکي پرمختګ لپاره د کورسونو او سکالرشیپونو ځانګړې برخه لري. د دې برخې له لارې هغو کسانو ته د زده‌ کړې فرصتونه برابرېږي چې د بشري حقونو په برخه کې رښتینې علاقه لري او غواړي په دې مهمه برخه کې پوهه، تجربه او مسلکي وړتیا ترلاسه کړي.

سازمان غواړي هغو وړ او علاقمند کسانو ته چې د بشري حقونو د زده‌ کړې او خدمت لپاره جدي اراده لري، وړیا زده‌ کړیز فرصتونه او سکالرشیپونه برابر کړي. د غوښتونکو د انتخاب پر مهال به د هغوی بیوګرافي، وړتیا، علاقه او د بشري حقونو په برخه کې د فعالیت اراده په پام کې نیول کېږي.

په دې کورسونو کې به ګډونوال د بشري حقونو پېژندنه، ارزښتونه، دفاع، مدافعه، فعالیت، عملي لارې او اغېزمنتیا زده کوي او هڅه به کېږي چې یوازې نظري معلومات نه، بلکې د عملي فعالیت لپاره هم لازم مهارتونه او تجربه ترلاسه کړي.

هغه کسان چې کورسونه په بریالیتوب سره بشپړ کړي، د سازمان له لوري به  زده‌ کړیز اسناد او تصدیق‌ لیکونه ترلاسه کوي. د وړ کسانو لپاره به د امکان تر حده د بشري حقونو په برخه کې د نورو فعالیتونو او فرصتونو زمینه هم برابره شي، څو خپلې زده‌کړې په عملي ډګر کې وکاروي.

د سازمان د کورسونو او سکالرشیپونو پروګرام به یوازې د بشري حقونو تر موضوع پورې محدود نه وي. د اړتیا او امکاناتو له مخې به په راتلونکي کې په بېلابېلو برخو کې کورسونه، سکالرشیپونه او نور زده‌ کړیز پروګرامونه هم وړاندې کېږي.

که تاسو د زده‌ کړې، بشري حقونو او د انسانانو د خدمت لپاره علاقه او وړتیا لرئ، دا برخه په منظم ډول تعقیب کړئ. نوي کورسونه، سکالرشیپونه او زده‌ کړیز فرصتونه به د اعلان پر مهال د سازمان په ویب‌ سایټ کې خپرېږي.