د بشري حقونو د فعالانو ملاتړ او جایزې
د بشري حقونو دفاع د انسان د کرامت، آزادۍ، عدالت او برابرۍ لپاره یو ګډ نړیوال مسئولیت دی. په ټوله نړۍ کي ډېر کسان د ستونزو او ننګونو سره سره د بشري حقونو د ساتني، د عدالت د ټینګښت او د انساني کرامت د درناوي لپاره نه ستړې کېدونکي فعالیتونه کوي. زموږ سازمان هڅه کوي چي د دغو ارزښتمنو هڅو ملاتړ وکړي، فعالان وپېژني او د هغوی لاسته راوړني د نړۍ له خلکو سره شریکي کړي.
زموږ د دې پروګرام ځانګړتیا دا ده چي د بشري حقونو فعالان یوازي له افغانستان څخه نه، بلکي له ټولې نړۍ څخه د جایزو لپاره په پام کي نیول کېږي. هر کال د بېلابېلو هېوادونو د بشري حقونو د فعالانو فعالیتونه، خدمتونه او لاسته راوړني ارزول کېږي او له دې پراخ لیست څخه یوازي یو محدود شمېر هغه کسان غوره کېږي چي د بشري حقونو په برخه کي یې ځانګړي او د پام وړ کارونه کړي وي.
د جایزو د غوراوي بهیر
هر کال د جایزو د غوراوي کمیټه د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه د بشري حقونو د فعالانو فعالیتونه ارزوي. د هغوی د کار کیفیت، اغېز، ژمنتیا، لاسته راوړني او د بشري حقونو په برخه کي د هغوی خدمتونه په پام کي نیول کېږي.
له دې پراخي ارزونې وروسته یوازي محدود شمېر فعالان د وروستي انتخاب لپاره غوره کېږي او په ځانګړې کلنۍ غونډه کي ورته ایوارډونه، ستاینلیکونه او جایزې ورکول کېږي.
دا انتخاب د هغو کسانو د هڅو د رسمي پېژندني یوه نښه ده چي د بشري حقونو او انساني ارزښتونو لپاره یې اغېزمن کار کړی وي.
د فعالانو پېژندنه او مستند سازي
موږ هڅه کوو چي د بشري حقونو د فعالانو کارونه، هڅي او لاسته راوړني ثبت، مستندي او د راتلونکو نسلونو لپاره خوندي کړو.
له همدې امله، د غوره سوو فعالانو په اړه معلومات، د هغوی د فعالیتونو مخینه، مهمي لاسته راوړني او د بشري حقونو په برخه کي خدمتونه زموږ په وېبسایټ کي خپرېږي. همدارنګه، د بشري حقونو د فعالانو د ستایني، ملاتړ او هڅو په اړه به یو ځانګړی کتاب په انګلیسي ژبه چمتو، چاپ او نشر سي، ترڅو د نړۍ په کچه د بشري حقونو د فعالانو کیسې، هڅي او خدمتونه نورو خلکو ته .ورسېږي او د الهام، زړورتیا او انساني خدمت سرچینه وګرځي.
په دې توګه، هڅه کوو چي د نړۍ له بېلابېلو برخو څخه د بشري حقونو د هغو فعالانو لپاره یو معتبر او مستند ځای رامنځته کړو چي د انسان د کرامت، آزادۍ، عدالت او حقونو لپاره یې مبارزه .کړې ده؛ څو د هغوی تجربې، هڅي او لاسته راوړني د نړۍ له خلکو سره شريکي سي او د راتلونکو نسلونو لپاره د الهام او زدهکړي یوه ارزښتناکه سرچینه پاته سي.
د درناوي او الهام یو نړیوال روایت
په نړۍ کي میلیونونه انسانان سته چي خپل غږ په اسانۍ نه سي پورته کولای، د نورو انسانانو د سوکالۍ لپاره د کوچنیو او لویو هڅو توان نه لري او د خپلو حقونو لپاره د بیان او استازیتوب وسیله هم نه لري. د بشري حقونو فعالان د نورو خلکو د سوکالۍ لپاره کار کوي، د بېغږو انسانانو غږ ګرځي او په بېلابېلو لارو د بشري حقونو د خوندیتوب او پیاوړتیا لپاره هڅي کوي. دا هڅي رښتیا هم د درک، ستایني او پراخي منني وړ دي.
داسي کسان چي د نورو د سوکالۍ لپاره خپل وخت او توان وقف کوي، په نړۍ کي ډېر لږ موندل کېږي. د دغو لږو انسانانو د ارزښت درک کول او د هغوی د هڅو درناوی اړین دی؛ ځکه دوی خپل قیمتي وخت، توان او د ژوند لویه برخه د عدالت، آزادۍ، برابرۍ او انساني کرامت لپاره وقف کوي. د دوی مبارزه یوازي د یوه شخص یا یوې ټولني لپاره نه، بلکي د ټولو انسانانو او یوې عادلانه نړۍ لپاره ده.
د افغان انساني حقونو نړیوال سازمان د نړۍ د بشري حقونو د فعالانو هڅي او خدمتونه ستايي او د هغوی د لا زیاتو فعالیتونو ملاتړ اړین بولي. موږ هڅه کوو چي د جایزو، وېب سایټ او خپرېدونکي کتاب له لاري د دغو فعالانو هڅي، تجربې او لاسته راوړني ثبت او نړۍ ته ورسوي، څو د هغوی کیسې د راتلونکو نسلونو لپاره د الهام، زړورتیا او انساني خدمت سرچینه وګرځي.
د یوه انسان هڅه کېدای سي د ډېرو انسانانو لپاره د بدلون پیل وي؛ موږ د همدې بدلون رامنځته کوونکي ستایو او غږونه یې نړۍ ته رسوو.
په درنښت
د افغان انساني حقونو نړیوال سازمان د څیړنې او غوراوی کمېټه
