AIHRO

51315d22 4dd0 404e 9ee2 aeca537d3429.png

هر انسان په طبعي توګه د مساوی حقونو مستحق دی. سازمان د بي اوازه خلکو اواز دی.

7f8b885d 36b5 4ba0 984f fcecb8fad845
cb663624 4e59 4a7d 9c3a 2089c47bfb26

.هر انسان په طبعي شکل د مساوی حقونو مستحق دی

اواز د بي اوازه خلکو لپاره

بدبختانه افغانان له یوې پیړۍ راهیسې د ترهګرۍ، افراطیت او نیابتي جګړو قربانیان دي، چي له امله یې میلیونونه خلک وژل سوی دی .....

f18dc521 a315 453d 8494 08895a1d3f82
افغانان په کاناډا کي؛ له ګډې قربانۍ تر نننیو ستونزو

د کاناډا د ۲۰۲۱ کال د رسمي سرشمېرنې له مخې، په کاناډا کي ۹۶٬۸۱۰ افغانان موجود وه. له ۲۰۲۱ کال وروسته د کاناډا حکومت د ځانګړو افغان پروګرامونو له لارې له ۵۵٬۰۰۰ څخه زیات افغانان کاناډا ته انتقال کړي دي.
سربېره پر دې، له ۲۰۲۱ کال وروسته یو شمېر نور افغانان د کورنۍ یوځای کېدو، عادي مهاجرت، پناه غوښتنې، زده‌کړې، کار، غیرمنظمو لارو او نورو مسیرونو له لارې هم کاناډا ته راغلي دي. د دغو اضافي راتګونو لپاره یو واحد تازه رسمي شمېر نسته؛ خو زموږ د اټکل له مخي له ۵۰٬۰۰۰ کسانو څخه زیات کسان راغلي دی. نو دا که ټول جمعه کړو په کاناډا کي د افغانانو نفوس له ۲۰۰٬۰۰۰ کسانو څخه اوښتی دی.

د افغانستان او کاناډا ګډه مخینه

د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱ مې له بریدونو وروسته، کاناډا د نړیوالې ټولنې او ناټو د ګډ ماموریت په چوکاټ کي د افغانستان په نړیوال ماموریت کي ونډه واخیسته. د کاناډا د رسمي معلوماتو له مخې، له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۱۴ کال پورې له ۴۰٬۰۰۰ څخه زیاتو کاناډايي وسله‌ والو په افغانستان کي وه. دا ماموریت د کاناډا په معاصر پوځي تاریخ کي له مهمو او اوږدمهالو بهرنیو ماموریتونو څخه وو. په دې موده کي ۱۵۸ کاناډايي پوځیانو او یو کاناډايي دیپلومات خپل ژوند له لاسه ورکړ.

په همدې موده کي زرګونو افغانانو هم د کاناډا، نړیوالو ځواکونو او اړوندو ادارو سره په بېلابېلو برخو کي کار او خدمت وکړ. د کاناډا په رسمي اسنادو کي د هغو افغان ژباړونکو د وژل کېدو پېښې هم ثبت شوې دي چي د کاناډايي ځواکونو ترڅنګ وه.

همدا شان، له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې، زرګونه افغانان د طالبانو او نورو وسله‌ والو ډلو له لوري په دې دلیل ووژل شول چي د کاناډا له دولت، کاناډايي ځواکونو او اړوندو ادارو سره یې کار او همکاري لرله.

د ۲۰۲۱ کال سقوط او د افغانانو انتقال

د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه د نړیوالې ټولنې په ملاتړ رامنځته شوی د افغانستان جمهوري نظام سقوط وکړ او افغانستان یو ځل بیا د طالبانو تر واک لاندې راغی.

له سقوط سره سم، سلګونه زره افغانان له جدي امنیتي او بشري ګواښونو سره مخ شول او ګڼ شمېر کسان د همدې ناوړه وضعیت او تاوتریخوالي قرباني شول.

د کاناډا حکومت د دې وضعیت په غبرګون کي اعلان وکړ چي د ځانګړو پروګرامونو له لارې به هغه افغانان کاناډا ته انتقال کړي چي له کاناډا سره یې کار او همکاري کړې وه، د بشري حقونو په برخه کي یې فعالیت کاوه، ژورنالېستان وو، یا یې په نورو دیموکراتیکو او مدني پروسو کي فعاله ونډه لرله.

د کاناډا د حکومت د IRCC د رسمي معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۱ کال د اګست څخه تر ۲۰۲۴ کال د نومبر ۱مې پورې، د ځانګړو افغان پروګرامونو او اړوندو مسیرونو له لارې ۵۵٬۱۹۵ افغانان کاناډا ته را رسېدلي دي.

د کورنیو جلا کېدل او مهاجرتي ستونزې

د ۲۰۲۱ کال د اضطراري وضعیت له امله ډېری افغانان په بیړه له افغانستان څخه ووتل او د ډېرو کورنیو ټولو غړو په یو وخت کي کاناډا ته د انتقال فرصت ونه موند. له همدې امله، ځینې کورنۍ په نیمګړي ډول کاناډا ته را ورسېدې، په داسې حال کي چي نور غړي یې لا هم په افغانستان یا درېیمو هېوادونو کي پاتي دي.

د مهاجرتي پروسو پېچلتیا، د پروسې په اړه د معلوماتو کمښت، د اسنادو ستونزې او د بیړني وضعیت له امله رامنځته شویو محدودیتونو د ډېرو کورنیو لپاره د اوږدو انتظارونو، د غوښتنلیکونو د رد او د کورنۍ د یوځای کېدو ستونزې رامنځته کړې. په پایله کي یو شمېر مستحق افغانان چي د کاناډا د ځانګړو پروګرامونو له لارې یې د انتقال تمه لرله، لا هم له کاناډا څخه بهر پاتې دي.

یو شمېر افغانانو کاناډا ته له رسېدو وروسته د خپلو پاتې کورنیو غړو د انتقال لپاره بیا غوښتنلیکونه او اړوند فورمونه وړاندې کړل، خو ځینې دوسیې یې لا هم له اوږدو ځنډونو، ارزونو او نامعلوم برخلیک سره مخ دي. د دې وضعیت له امله ګڼې کورنۍ له خپلو نژدې غړو څخه جلا پاتې دي او د کورنۍ ژوند یې له جدي ستونزو سره مخ شوی دی. په ځانګړي ډول هغه کورنۍ چي غړو یې د کاناډا له دولت، نړیوالو ځواکونو، بشري حقونو او مدني بنسټونو سره د کار او همکارۍ له امله خپل خپلوان له لاسه ورکړي، اوس د خپلو پاتې غړو د امنیت په اړه له جدي اندېښنو سره مخ دي. د دغو کورنیو یو شمېر غړي لا هم په افغانستان او نورو هېوادونو کي د ناامنیو، اقتصادي ستونزو، محدودیتونو او نورو بشري ننګونو سره مخ دي.

یادونه

د دې ستونزې د حل لپاره ګڼ شمېر افغانانو په کاناډا کي له اړوندو دولتي ادارو، د پارلمان له غړو او د مهاجرت په برخه کي له بېلابېلو ټولنو او سازمانونو سره مستقیمې اړیکې نیولې او د خپلو کورنیو د یو ځای کېدو او پاتې غړو د وضعیت په اړه یې د جدي مرستې غوښتنه کړې ده. له بده مرغه، د ډېرو کورنیو په وینا، له دغو هڅو سره سره یې تر اوسه د پام وړ عملي او قانع کوونکی جواب او مرسته نه ده ترلاسه کړې.

یو شمېر افغانانو د پارلمان له استازو سره د لیدنو، همکارۍ او د خپلو قضیو د مطرح کولو غوښتنې هم کړې دي، خو د دوی په وینا، په ځینو مواردو کي نه ورسره لیدنې شوې او نه یې د ستونزو د حل لپاره د پام وړ مرسته ترلاسه کړې ده.

دا وضعیت د کاناډا د افغان ټولنې لپاره د جدي اندېښنې وړ دی او د ډېرو کورنیو د ناهیلۍ سبب شوی دی. افغانان له کاناډا حکومت څخه غواړي چي د هغو کورنیو وضعیت ته جدي او عاجله پاملرنه وکړي چي غړي یې له کلونو راهیسې سره جلا دي.

په کاناډا کي د نویو افغانانو مهمې ستونزې

کاناډا ته د افغانانو له رسېدو سره د هغوی ستونزې پای ته نه دي رسېدلي. ډېری نوي راغلي افغانان لا هم د استوګنې، کار، ژبې، مسلکي ادغام، کورنۍ یوځای کېدو، رواني روغتیا او له نوي ټولنیز چاپېریال سره د عیارېدو له جدي ستونزو سره مخ دي. د کاناډا حکومت هم په رسمي اسنادو کي د افغان کډوالو د مېشتېدو له مهمو ننګونو څخه کور، کار او رواني روغتیا یاد کړي دي.

د ډېرو افغان کورنیو لپاره د مناسب او ارزانه کور پیدا کول یوه جدي ستونزه ده. د کورونو لوړې کرایې او د لویو کورنیو لپاره د مناسب استوګنځي کمښت د دوی اقتصادي فشار زیاتوي. له بلې خوا، یو شمېر افغانان چي په افغانستان کي یې مسلکي دندې، لوړې زده‌ کړې او کلونه کلونه تجربه لرله، په کاناډا کي د خپلو تحصیلي اسنادو د ارزونې، مسلکي جوازونو، ژبې او د کاناډايي کاري تجربې د نشتوالي له امله نه شي کولای په اسانۍ خپل پخواني مسلک ته ستانه شي.

د ژبې ستونزه هم د ډېرو نویو راغلو افغانانو لپاره د کار، زده‌ کړې، روغتیايي خدماتو او له دولتي ادارو سره د اړیکو په برخه کي خنډونه رامنځته کوي. همدارنګه، د جګړو، ګواښونو، بې‌ ځایه کېدو، د خپلوانو د له لاسه ورکولو او ناڅاپي مهاجرت تجربو د یو شمېر افغانانو پر رواني او ټولنیز حالت ژور اغېز کړی دی.

سربېره پر دې، ځینې نوي راغلي افغانان د ماشومانو د نوي تعلیمي چاپېریال، ټولنیز ادغام، د ورځنیو لګښتونو، روغتیايي خدماتو، ترانسپورت او د کاناډا د اداري او قانوني سیستمونو د پېژندلو په برخه کي هم له جدي ستونزو سره مخ دي.

د کاناډا حکومت د دغو ستونزو ځینې برخې په رسمي ډول پېژندلې او د مېشتېدو، ژبې، کار او نورو برخو کي یې خدمات وړاندې کړي دي؛ خو د افغان ټولنې له نظره موجود اقدامات د ستونزو د پراخوالي په تناسب کافي نه دي. لا هم ګڼ شمېر افغان کورنۍ د خپلو اساسي ستونزو د حل لپاره جدي او عملي پاملرنې ته اړتیا لري.

افغانان دا هم یادوي چي دوی په افغانستان کي د کاناډا له دولت، کاناډايي ځواکونو او نړیوالو ادارو سره اوږه پر اوږه کار او خدمت کړی، د دې همکاریو له امله یې امنیتي ګواښونه زغملي او ځینو خپلو خپلوانو او همکارانو ته یې د جګړو په ترڅ کي د مرګ او زیان شاهدان پاتې شوي دي. له همدې امله، د افغان ټولنې غوښتنه دا ده چي د دوی اوسني وضعیت ته د عادي مهاجرتي موضوع په توګه ونه کتل شي، بلکي د هغوی د خدمت، همکاریو او قربانیو په پام کي نیولو سره دې د کورنۍ یوځای کېدو، استوګنې، کار، مسلکي ادغام، رواني روغتیا او نورو ستونزو د حل لپاره لا جدي او اغېزمن اقدامات ترسره شي. افغانان اړتیا لری چي په پښتو او دری ژبو د انګلیسی او فرانسوي ژبو کورسونه ورته برابر کړل سي، همدا شان د قوانینو تشریح ته اړتیا لري چي په مورنۍ ژبه یې کورسونه تعقیب کړي، ترڅو په قانوني مسایلو کي هم په ټولنه کي مدغم شي. ډیر افغانان د قانون د ناسم پوهاوی له امله له ګڼو سختو ننګونو سره مخ سوی او دا یوه لویه جدې ستونزه ده.

پایله

د کاناډا پخواني لومړي وزیر ښاغلي جسټن ټروډو او اوسني لومړي وزیر ښاغلي مارک کارني د افغانستان د ماموریت اهمیت په خپلو ویناوو او څرګندونو کي په تکرار سره یاد کړی دی. د کاناډا دواړو مشرانو د حکومت په رسمي څرګندونو کي هم د افغانستان ماموریت د کاناډا له امنیتي او ملي ګټو، نړیوالو مسئولیتونو او د افغان ولس له ملاتړ سره تړلی بلل شوی دی. کاناډا په افغانستان کي اوږدمهاله پوځي، امنیتي او پراختیايي ماموریت ترسره کړی. له همدې ګډې مخینې سره، افغانان غوښتنه کوي چي د کاناډا حکومت دي د افغانانو وضعیت ته خاص توجه وکړي.
په درنښت