د مطبوعاتو کمیسیون
د مطبوعاتو کمیسیون د افغان انساني حقونو نړیوال سازمان او رسنیو ترمنځ د رسمي اړیکو، مطبوعاتي همغږۍ او د خبریالانو د حقونو د ملاتړ په برخه کي فعالیت کوي.
افغان انساني حقونو نړیوال سازمان د بیان پر آزادۍ باور لري او د بیان د آزادۍ، د رسنیو د آزاد فعالیت او د خبریالانو د مسلکي حقونو بشپړ ملاتړ کوي. سازمان باور لري چي آزاده او مسئولانه رسنۍ د معلوماتو د لاسرسي، د عامه پوهاوي او د بشري حقونو د خوندیتوب په برخه کي مهم رول لري.
هغه رسنۍ او خبریالان چي غواړي د افغان انساني حقونو نړیوال سازمان له ویاند، رهبرۍ یا اړوندو مسئولینو سره مرکه وکړي، د سازمان د فعالیتونو او بشري حقونو د موضوعاتو په اړه رسمي معلومات ترلاسه کړي، یا د خبرونو لپاره د سازمان رسمي نظر واخلي، کولای شي له همدې کمیسیون سره اړیکه ونیسي.
همدارنګه، هغه خبریالان چي د خپل مسلکي فعالیت پر مهال له ستونزو، ګواښونو، فشارونو، تبعیض یا د بشري حقونو له سرغړونو سره مخ کېږي، د اړتیا په صورت کي کولای شي خپله موضوع له دې کمیسیون سره شریکه کړي. کمیسیون به د موضوع د نوعیت له مخې اړوند معلومات او شکایت ثبت او د حل لارو لپاره یې له اړوندو ادارو، بنسټونو او مراجعو سره شریک کړي.
د کمیسیون اساسي دندې
له رسنیو او خبریالانو سره د رسمي اړیکو او مطبوعاتي همغږۍ ترسره کول.
د مرکې او رسمي معلوماتو د ترلاسه کولو غوښتنې تنظیمول.
له سازمان څخه د رسنیو د رسمي نظر او معلوماتو د ترلاسه کولو زمینه برابرول.
د خبریالانو اړوند شکایتونه او د بشري حقونو د سرغړونو موضوعات ثبتول او اړوندو مراجعو ته یې رسول.
د سازمان رسمي معلومات او اعلامیې له رسنیو سره شریکول.
د کمیسیون تشکیلاتي جوړښت
د کمیسیون رئیس
د کمیسیون مرستیال
د کمیسیون منشي
د کمیسیون ویاند
د کمیسیون غړي
د کمیسیون ژمنتیا
د مطبوعاتو کمیسیون ژمن دی چي له رسنیو او خبریالانو سره مسلکي، شفاف او مسئولانه اړیکې وساتي، د بیان د آزادۍ ملاتړ وکړي او د خبریالانو د حقونو د خوندیتوب لپاره د خپل صلاحیت په چوکاټ کي لازم فعالیتونه ترسره کړي.
د مطبوعاتو کمیسیون ایمیل:
info@aihro.org
په درنښت
د مطبوعاتو کمیسیون اداره
