بدبختانه افغانان له یوې پیړۍ راهیسې د ترهګرۍ، افراطیت او نیابتي جګړو قربانیان دي، چي له امله یې میلیونونه خلک وژل سوی دی .....
Menu
د سازمان د غړیتوب او کارت اخیستلو په اړه لنډ معلومات
د افغان انساني حقونو نړیوال سازمان په پام کي لري چي په راتلونکي کي د غړیتوب او کارت ورکولو پروسه په رسمي ډول پیل کړي. د دې پروسې له پیل وروسته به هر څوک وکولای سي چي د نړۍ له هر ګوټ څخه د سازمان د غړیتوب لپاره غوښتنلیک ډک کړي. د غوښتنلیک له ارزونې او تایید وروسته به مستحقو کسانو ته ځانګړی د غړیتوب کارت ورکړل سي. اوس مهال د کارتونو د ورکولو پروسه نه ده پیل شوې. کله چي دا لړۍ په رسمي ډول پیل سي، د کارت اخیستلو شرایط، بشپړ معلومات او د غوښتنلیک فورم به د همدې پاڼې له لارې خپاره سي. هغه کسان چي غواړي په راتلونکي کي له سازمان سره غړیتوب ولري او د سازمان له فعالیتونو سره یوځای پاته سي، همدا پاڼه دي تعقیب کړي. د غړیتوب کارت ځینې ګټې: د سازمان د غړیتوب رسمي پېژندنه؛ د سازمان له فعالیتونو او پروګرامونو څخه پر وخت خبرتیا؛ په اړوندو پروګرامونو او روزنیزو فعالیتونو کي د ګډون فرصت؛ له نورو غړو سره د اړیکو او همکارۍ زمینه؛ د بشري حقونو په برخه کي د ګډو فعالیتونو او همکاریو فرصتونه؛ د ثبت شویو غړو د ستونزو او غوښتنو په برخه کي د اسانه رسېدني او ملاتړ زمینه. د سازمان تخنیکي همکاران هڅه کوي چي د غړو لپاره یو منظم، خوندي او معیاري نړیوال سیستم رامنځته کړي، څو ثبت شوو غړو ته لا ډېر فرصتونه برابر او د هغوی د ستونزو د تعقیب او همکارۍ لپاره مناسبه زمینه برابره سي. کله چي د کارتونو د ورکولو لړۍ پیل سي، ټول اړوند معلومات او د غوښتنلیک فورم به د همدې پاڼې له لارې له تاسو سره شریک سي. په درنښت د افغان انساني حقونو نړیوال سازمان ادارهد سازمان اداره